وَلَوْ أَنَّنَا ۳۳۲ الأعراف

الَّذِينَ اتَّخَذُوا دِينَهُمْ لَهْوًا وَلَعِبًا وَغَرَّتْهُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا فَالْيَوْمَ نَنْسَاهُمْ كَمَا نَسُوا لِقَاءَ يَوْمِهِمْ هَذَا وَمَا كَانُوا بِآيَاتِنَا يَجْحَدُونَ ﴿۵۱﴾ وَلَقَدْ جِئْنَاهُمْ بِكِتَابٍ فَصَّلْنَاهُ عَلَى عِلْمٍ هُدًى وَرَحْمَةً لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ ﴿۵۲﴾ هَلْ يَنْظُرُونَ إِلَّا تَأْوِيلَهُ يَوْمَ يَأْتِي تَأْوِيلُهُ يَقُولُ الَّذِينَ نَسُوهُ مِنْ قَبْلُ قَدْ جَاءَتْ رُسُلُ رَبِّنَا بِالْحَقِّ فَهَلْ لَنَا مِنْ شُفَعَاءَ فَيَشْفَعُوا لَنَا أَوْ نُرَدُّ فَنَعْمَلَ غَيْرَ الَّذِي كُنَّا نَعْمَلُ قَدْ خَسِرُوا أَنْفُسَهُمْ وَضَلَّ عَنْهُمْ مَا كَانُوا يَفْتَرُونَ ﴿۵۳﴾

هغه کسان دی چه جوړکړی دی دین خپل مشغله اولوبی اودهوکه کړی وؤ دوی لره ژوند دنیوی پس نن به پریږدو دوی په عذاب کښی ځکه چه دوی هیره کړی ده پیشی ددی ورځی او (ځکه) چه وو دوی چه زمونږ دآیاتونونه ئی انکار کوو ﴿۵۱﴾
اویقیناً راوړی دی مونږدوی ته کتاب په تفصیل بیان کړی دی مونږهغی لره په علم سره هدایت دی اورحمت دی دپاره دهغه قوم چه ایمان لری ﴿۵۲﴾
انتظار نه کوی دوی مگردعاقبت دانکار ددی کتاب په کومه ورځ چه راځی به عاقبت دانکار ددی اوبه وائی هغه کسان چه هیرکړی دی داکتاب مخکی ددی نه یقیناً راغلی ؤو رسولان درب زمونږپه حق سره (لیکن اونه منل) پس ایاشته مونږلره سفارشیان پس چه سفارش اوکړی مونږلره یاواپس کړی شو (دنیاته) پس عمل به اوکړو غیردهغه عمل نه چه مونږکوؤ یقیناً تاوان کښی واچول دوی ځانونه خپل اوورک به شی ددوی نه هغه چه دوی دروغ جوړول ﴿۵۳﴾

[۵۱] ددی تفسیر سورة انعام (۷۰) کښی ذکر شوی دی اواسباب دعذاب دوه دی یوانکار دقیامت دوهم دآیتونونه انکارکول (لَهْوًا وَلَعِبًا) شربینی فرق ذکر کړی دی چه هغه کارچه مناسب نه دی هغی ته همت صرف کول اوهمت ورته صرف کړی نودالهوده - اوخوشحالی طلب کول په هغه څیزچه په هغی خوښحالی نه حاصلیږی دالعب دی اوالوسی وئیلی دی چه دواړه لفظونه شریک دی په اشتغال کښی په بی مقصد څیزباندی اوفرق ئی دادی چه لعب هغه دی چه مقصد په هغی کښی زر مسرت حاصلول وی اولهو هغه څیزدی چه مشغولتیا پیدا کوی اگرچه خوشحالی په کښی نه وی (غَرَّتْهُمُ) غرة غفلت دی په حال دبیدارئ کښی اوطمع کول دانسان دی داوږد عمر اوښائسته ژوند اوډیرمال او حصول دجاه او دشهواتو دپاره اوهغه سبب اوگرځی دغفلت ددین نه -
[۵۲] ترغیب دی قرآن ته اوعلت دهغه زجردی چه مخکښی آیت کښی ذکرشوی دی - یعنی مونږدوی لره دتفصیل داحکامودپاره هدایت او رحمت داکتاب راوړی دی نودوی ولی انکارکوی -
[۵۳] داهم ویره اخروی ده (تَأْوِيلَهُ) ضمیرکتاب ته راجع دی اومراد دتاویل نه عاقبت دانکار دکتاب دی اوهغه عاقبت (چه عذاب ابدی دی) ښکاره کیږی به په ورځ دقیامت او (قَدْ جَاءَتْ رُسُلُ) په دی کښی اشاره ده چه دقرآن منکرین دټولورسولانو منکران دی اودا منکرین دمخکنورسولانو دحال نه خبرشوی وؤ په قرآن کښی یاضمیر د نَسُوهُ‌ راجع دی یَومَ ته نوپه دی کښی حال د مخکنوروستنو ټولومنکرینو دی (فَهَلْ لَنَا مِنْ شُفَعَاءَ) یعنی دوی ته معلومه شوه چه دبچ کیدلوسبب خو یاشفاعت دی یادنیک عمل دپاره دنیا ته واپس کیدل اودواړه نشی کیدلی (شُفَعَاءَ) ددی نه سفارشیان قهری (یعنی بی اذنه) مراد دی ځکه داعقیده دمشرکانو وه په باره دمعبودانوخپلوکښی لکه چه په سورة یونس (۱۸) کښی دی او (نُرَدُّ فَنَعْمَلَ) ددی جواب په سورة انعام (۲۸) اوسورة مؤمنون (۱۰۰) کښی شته دی -