وَإِذَا صُرِفَتْ أَبْصَارُهُمْ تِلْقَاءَ أَصْحَابِ النَّارِ قَالُوا رَبَّنَا لَا تَجْعَلْنَا مَعَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ ﴿۴۷﴾ وَنَادَى أَصْحَابُ الْأَعْرَافِ رِجَالًا يَعْرِفُونَهُمْ بِسِيمَاهُمْ قَالُوا مَا أَغْنَى عَنْكُمْ جَمْعُكُمْ وَمَا كُنْتُمْ تَسْتَكْبِرُونَ ﴿۴۸﴾ أَهَؤُلَاءِ الَّذِينَ أَقْسَمْتُمْ لَا يَنَالُهُمُ اللَّهُ بِرَحْمَةٍ ادْخُلُوا الْجَنَّةَ لَا خَوْفٌ عَلَيْكُمْ وَلَا أَنْتُمْ تَحْزَنُونَ ﴿۴۹﴾ وَنَادَى أَصْحَابُ النَّارِ أَصْحَابَ الْجَنَّةِ أَنْ أَفِيضُوا عَلَيْنَا مِنَ الْمَاءِ أَوْ مِمَّا رَزَقَكُمُ اللَّهُ قَالُوا إِنَّ اللَّهَ حَرَّمَهُمَا عَلَى الْكَافِرِينَ ﴿۵۰﴾
اوکله چه واړولی شی نظرونه ددوی دطرف داور والوته دوی به اوائی ای ربه مه گرځوی مونږسره دقوم دظالمانونه (په اورکښی) ﴿۴۷﴾
اوآوازبه اوکړی اعراف والا هغه کسانوته (په جهنم کښی) چه پیژنی به هغوی لره په نخو دهغوی اوبه وائی څه فائده درکړه تاسوته جمع کولوستاسو اوهغه چه تاسوپه هغی لوئی کوله ﴿۴۸﴾
(اوبه وائی ملائک کافرانوته) آیا دا هغه کسان دی چه تاسوبه قسم کوؤ چه اوبه نه رسوی دوی ته اللّه تعالٰی هیڅ رحمت (اوبه وئیلی شی اعراف والوته) داخل شئ جنت ته نه به وی هیڅ ویره په تاسوباندی اونه به تاسو خفه کیږئ ﴿۴۹﴾
اوآوازبه اوکړی اوروالا جنت والوته چه راتوی کړی په مونږباندی داوبودجنت نه یا (رااوغورځوی) دهغی نه چه درکړی دی تاسوته اللّه تعالٰی دوی به اوائی یقیناً اللّه تعالٰی منع کړی دی دادواړه په کافرانوباندی ﴿۵۰﴾
[۴۷] اشاره ده په صیغه دمجهول کښی چه دوی په خپله رضا سره جهنم طرف ته نه گوری اللّه تعالٰی به ددوی مخونه بغیرداختیار ددوی نه اورطرف ته اوگرځوی نودوی به اویریږی هسی نه چه اللّه تعالٰی مونږه جهنم ته بوزی نودعا اوغواړی رَبَّنا اه -
[۴۸] دادوهمه نداده داعراف والو جهنمیانوته (رِجَالًا) مرا ددی نه مالدار او متکبرین دی چه منکروؤ دتوحید نه (مَا أَغْنَى) مانافیه یا استفهامیه دی (جَمْعُكُمْ) نه مراد جمع کول دمالونو یاډلی دملگرودی (وَمَا كُنْتُمْ تَسْتَكْبِرُونَ) مراد ددی نه جاه ددنیا یاتابعداران (مریدان وغیره) دی
[۴۹] داقول دملائکو دی خطاب دی جهنم والوته (ادْخُلُوا) داقول دملائکو دی اصحاب داعراف ته - (أَقْسَمْتُمْ) لکه په سورة انعام (۵۳) اودسورة تطفیف (۲۹) نه تر (۳۲) پوری -
[۵۰] داڅلورمه ندا ده هرکله چه اعراف والا دمینځ نه لری شول - دا دلیل دی چه په جهنم والوباندی لوږه اوتنده راوستلی شی اودجنت دنعمتونونه دوی همیشه محرومه دی (مِمَّا رَزَقَكُمُ) مراد ددی نه نورمشروبات دجنت دی نوافیضوا سره متعلق دی یا مراددی نه دخوراک څیزونه دی او اُلقُوا پټ دی - (حَرَّمَهُمَا) مراد ددی نه تحریم لغوی دی یعنی منع کول ځکه چه په قیامت کښی تحریم او تحلیل شرعی نیشته -