وَنَادَى أَصْحَابُ الْجَنَّةِ أَصْحَابَ النَّارِ أَنْ قَدْ وَجَدْنَا مَا وَعَدَنَا رَبُّنَا حَقًّا فَهَلْ وَجَدْتُمْ مَا وَعَدَ رَبُّكُمْ حَقًّا قَالُوا نَعَمْ فَأَذَّنَ مُؤَذِّنٌ بَيْنَهُمْ أَنْ لَعْنَةُ اللَّهِ عَلَى الظَّالِمِينَ ﴿۴۴﴾ الَّذِينَ يَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ وَيَبْغُونَهَا عِوَجًا وَهُمْ بِالْآخِرَةِ كَافِرُونَ ﴿۴۵﴾ وَبَيْنَهُمَا حِجَابٌ وَعَلَى الْأَعْرَافِ رِجَالٌ يَعْرِفُونَ كُلًّا بِسِيمَاهُمْ وَنَادَوْا أَصْحَابَ الْجَنَّةِ أَنْ سَلَامٌ عَلَيْكُمْ لَمْ يَدْخُلُوهَا وَهُمْ يَطْمَعُونَ ﴿۴۶﴾
اوآوازبه اوکړی جنت والا اوروالوته چه یقیناً موندلی دی مونږ هغه (جنت) چه وعده کړی وه مونږسره رب زمونږ حقه پس آیا اوموندوتاسو هغه (اور) چه وعده کړی ده رب ستاسوحقه اوبه وائی دوی هاؤ پس اعلان به اوکړی یواعلان کؤونکی په مینځ ددوی کښی چه لعنت د اللّه تعالٰی دی په ظالمانوباندی ﴿۴۴﴾
هغه کسان چه منع کول ئي خلق دلار د اللّه تعالٰی نه اولټوی په هغه کښی کوږوالی (په شکونواچولو) اودوی دآخرت نه منکردی ﴿۴۵﴾
اوپه مینځ ددوی کښی به پرده وی اوپه اوچت ځای ددی حجاب به څه کسان وی چه پیژنی به هریولره په نخو دهغوی اوآواز به اوکړی دوی جنت والوته چه سلام دی وی په تاسوباندی نه دی داخل شوی (دااعراف والا) جنت ته اودوی طمع لری ﴿۴۶﴾
[۴۴] ددی آوازونو دوجی نه ددی ورځ یونوم یوم التناد دی لکه چه په سورة مؤمن (۳۲) کښی دی او دی ته یوالاذان هم وائی (مَا وَعَدَ رَبُّكُمْ حَقًّا) مراد هغه دی چه د (۳۷) نه تر (۴۱) پوری تخویفات ذکر شول کافران به دهغی اقراراوکړی اودهغی وعیدونواختتام ئی په الظالمین سره کړی وؤ نودلعنت سره ئی هم ظالمین ذکرکړو -
[۴۵] داتفسیردهغه ظلم دی چه په هغی سره دوی مستحق ددغه عذابونواوگرځیدل (عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ) عام دی توحید ایمان، قرآن او سنت ته دهغی نه منع کول غټ ظلم دی (عِوَجًا) په معنیٰ د معجوجة دی یعنی لټوی کږه لار - یایبغونها په معنیٰ یبغون فیها دی عوجا په خپله معنیٰ دی یعنی لټوی په دغه حقه لارکښی کوږوالی په شبهاتواوطعنونوسره - او عِوج په زیردعین سره استعمالیږی په دین او معنوی څیزونوکښی اوپه زور دعین سره استعمالیږی په اجساموکښی -
[۴۶] دی حجاب ته سور (دیوال) هم وائی لکه سورة حدید (۱۳) کښی، اوددی پورته حصی ته اعراف وائی، ددی ځای نه داعراف والودوه نداگانی ذکرکوی اوله نداء جنت والوته - داعراف اوسیدونکوپه باره کښی دمفسرینو لس اقوال دی غوره قول په هغه کښی چه حدیث مرفوع ابن کثیرنقل کړی دی دادی چه داخلق (مؤمنان) دی چه نیک او بد اعمال ئی برابروی نوڅه وخت پوری به دوی دجنت نه حصارکړی شی اودجهنم نه به ئي بچ ساتی لکه په دی آیت لم یدخلوها کښی ذکردی بیابه ئی روستو جنت ته داخل کړی لکه چه په (۴۹) کښی راځی (بِسِيمَاهُمْ) نخی دجنت والو سپین مخونه او لاسونه او خپی - اونخی دجهنم والو تورمخونه اوزیړی سترگی (أَنْ سَلَامٌ عَلَيْكُمْ) داپه طریقه دسلام تحیه سره دی یاجمله خبریه ده یعنی بچ ئی تاسو دافاتو داور دجهنم نه (وَهُمْ يَطْمَعُونَ) وجه دطمع داده چه داوروالاسره ئی نه دی یوځای کړی نوطمع دجنت ئی پیداشوه -