لَهُمْ مِنْ جَهَنَّمَ مِهَادٌ وَمِنْ فَوْقِهِمْ غَوَاشٍ وَكَذَلِكَ نَجْزِي الظَّالِمِينَ ﴿۴۱﴾ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَا نُكَلِّفُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا أُولَئِكَ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ ﴿۴۲﴾ وَنَزَعْنَا مَا فِي صُدُورِهِمْ مِنْ غِلٍّ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهِمُ الْأَنْهَارُ وَقَالُوا الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي هَدَانَا لِهَذَا وَمَا كُنَّا لِنَهْتَدِيَ لَوْلَا أَنْ هَدَانَا اللَّهُ لَقَدْ جَاءَتْ رُسُلُ رَبِّنَا بِالْحَقِّ وَنُودُوا أَنْ تِلْكُمُ الْجَنَّةُ أُورِثْتُمُوهَا بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۴۳﴾
دپاره ددوی دجهنم نه تولایانی به وی اودپاسه ددوی به بړستنی (داور) وی اودغسی سزا ورکؤو مونږظالمانوته ﴿۴۱﴾
اوهغه کسان چه ایمان ئی راوړی دی اوعملونه ئی کړی دی په طریقه دنبی تکلیف نه ورکوومونږهیچ چاته مگرپه قدردوس دهغه دغه کسان جنت والادی دوی به په هغه کښی همیشه وی ﴿۴۲﴾
اواوبه باسو مونږهغه چه په سینوددوی کښی دی څه خفگان بهیږی به لاندی دبنگلوددوی نه ولی اووائی به دوی صفتونه دخدائيتوب اللّه تعالٰی لره دی هغه ذات دی چه رااورسولوئی مونږ دی ځای ته اومونږنه شورارسیدلی دلته که نه رارسولی مونږ لره اللّه تعالٰی یقیناً راغلی ؤو رسولان درب زمونږ په حق بیان سره اوآواز به اوکړی شی دوی ته چه دا جنت دی درکړی شوی دی تاسوته په وجه دهغه عمل چه تاسوکوؤ ﴿۴۳﴾
[۴۱] داهم په تخویف اخروی کښی داخل دی (مِهَادٌ) هغه بستره چه غوړیدلی وی دپاره دسملاستلو او غَوَاش هغه چه دپاسه نه ئی پټوی اوداشاره ده چه اور دجهنم به په دوی باندی احاطه کړی وی دهرطرف نه مجرمین ئی دحرمان سره ذکر کړو اوظالمین ئی داحاطی سره ذکر کړوځکه چه ظلم غټ گناه دی دجرم نه -
[۴۲] دازیری اخروی دی (لَا نُكَلِّفُ نَفْسًا) داجمله معترضه ده چه ایمان او عمل صالح ستاسو دوس نه بهر نه دی اواشاره ده چه مؤمن دپاره ضروری دی چه خپل وس اوطاقت دجنت دحصول دپاره خرچ کړی -
[۴۳] مطلب دادی چه که څوک اوائي چه په جنت کښی چه دیوبل نه درجی اوچتی وی نولاندی درجی والابه خفه کیږی اودی ته غِل وئیلی شی - نوجواب اوشو چه داطبعی خفگان به اللّه تعالٰی ددوی دزړونونه اوباسی داسی په سورة حجر (۴۷) کښی هم دی (هَدَانَا لِهَذَا) دی آیت کښی دهدایت آخری مرتبه مراد ده چه هغه جنت ته داخلول دی (بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ) سوال: حدیث کښی راغلی دی چه جنت ته په عمل نه شی داخلیدلی بلکه په رحم د اللّه تعالٰی به داخلیږی؟ جواب: یوتوجیه داده چه هلته درحمت نه مراد توحید دی اودی آیت کښی د ماتَعْمَلُونَ نه مراد هم توحید دی ، بله توجیه داده چه رحمت سبب باطنی دی اوعمل سبب ظاهری دی (غِلٍّ) دابی اختیاره خفگان دی نوگناه نه دی په دی شرط چه حسد اوبغض ته ونه رسیږی (لَقَدْ جَاءَتْ) داذکرد سبب دحصول دجنت دی په طوردخوشحالئ سره (أُورِثْتُمُوهَا) ذکردمیراث اومرادترینه استحقاق دی په شان دمیراث چه حق دوارث دی -