وَلَوْ أَنَّنَا ۳۲۸ الأعراف

قَالَ ادْخُلُوا فِي أُمَمٍ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِكُمْ مِنَ الْجِنِّ وَالْإِنْسِ فِي النَّارِ كُلَّمَا دَخَلَتْ أُمَّةٌ لَعَنَتْ أُخْتَهَا حَتَّى إِذَا ادَّارَكُوا فِيهَا جَمِيعًا قَالَتْ أُخْرَاهُمْ لِأُولَاهُمْ رَبَّنَا هَؤُلَاءِ أَضَلُّونَا فَآتِهِمْ عَذَابًا ضِعْفًا مِنَ النَّارِ قَالَ لِكُلٍّ ضِعْفٌ وَلَكِنْ لَا تَعْلَمُونَ ﴿۳۸﴾ وَقَالَتْ أُولَاهُمْ لِأُخْرَاهُمْ فَمَا كَانَ لَكُمْ عَلَيْنَا مِنْ فَضْلٍ فَذُوقُوا الْعَذَابَ بِمَا كُنْتُمْ تَكْسِبُونَ ﴿۳۹﴾ إِنَّ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا وَاسْتَكْبَرُوا عَنْهَا لَا تُفَتَّحُ لَهُمْ أَبْوَابُ السَّمَاءِ وَلَا يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ حَتَّى يَلِجَ الْجَمَلُ فِي سَمِّ الْخِيَاطِ وَكَذَلِكَ نَجْزِي الْمُجْرِمِينَ ﴿۴۰﴾

اوبه وائی اللّه تعالٰی داخل شئ په هغه ډلوکښی چه تیری شوی دی مخکی ستاسونه دپیریانواو انسانانونه په اورکښی هروخت چه داخل شی یوه ډله لعنت به کوی په ملگرو خپلو تردی چه کله یوځای شی په هغی کښی ټول اوبه وائی روستنی خلق ددوی (مریدان) به باره دمخکنو (پیرانو) کښی ای ربه زمونږ دی کسانو بی لاری کړی یو مونږ پس ورکړه دوی ته عذاب دوچند داورنه اوبه وائی اللّه تعالٰی هریولره دوچند عذاب دی اولیکن نه پوهیږئ تاسو ﴿۳۸﴾
او اوبه وائی مخکنی دهغوی روستنوته پس نیشته تاسولره په مونږباندی څه احسان پس اوڅکئ عذاب په سبب دهغو چه تاسوکول ﴿۳۹﴾
یقیناً هغه کسانوچه دروغژن کړی دی آیاتونه زمونږاوځان ئی لوی گنړلی دهغی نه نه به شی پرانستلی کیدی ددوی ارواحوته دروازی د آسمان اونه به داخل شی جنت ته تردی چه ورننوځی اوښ دسوم په ستن کښی اودغسی سزاورکؤو مونږمجرمانوته ﴿۴۰﴾

[۳۸] دی آیت کښی حال دبرزخ دی اوخطاب ارواحو ته دی یاداحال دحشردی اوخطاب به ورځ دقیامت وی اودا ایتونه په باره د مشرکانو پیرانو او ملایانو کښی دی چه هغوی به د خپلو مریدانو او مقتدیانوسره دا مکالمه کوی (أُخْتَهَا) نه مراد مشابه دی په شرک اوکفرکښی اوتعبیر په مؤنث سره دسپکوالی دپاره دی (ضِعْفًا) یوعذاب دخپلی گمراهئ اوبل عذاب دگمراه کولو ځکه چه په حدیث کښی راغلی دی چاچه دعوت اوکړو گمراهئ ته نوپه هغه باندی به دخپل گناه نه علاوه گناه دتابعداری کوونکو دهغه وی (لِكُلٍّ ضِعْفٌ) دعذاب دتابعدارو دپاره هم دوه وجی دی یوگمراهی قبلول اوبل تقلید کول دگمراهانو اشاره ده چه دجهل دوجی تقلیدپه کفراوشرک کښی عذرنه دی هان ضعف دعذاب دمشرانو به ډیروی په سبب دډیروالی دتابعدارانوسره -
[۳۹] (مِنْ فَضْلٍ) ستاسوپه مونږڅه احسان نیشته ځکه که مریدانودوی له تحفی ورکړی دی نوپیرانوورله لنگری ورکړی دی یاستاسوپه مونږڅه غوره والی نیشته تاسوهم زمونږپه شان گنهگار یئ اودا دوی ته د لِكُلٍّ ضِعْفٌ نه معلومه شوه (تَكْسِبُونَ) کسب هغه عمل ته وئیلی شی چه همیشه کیږی یعنی مشرکانوخپل شرکی عملونه همیشه کول -
[۴۰] مخکښی آیاتونو کښی ذکر ددخول ددوی وؤ جنهم ته اوس دی آیتونوکښی ذکردمحروم کیدلو ددوی دی دجنت نه (لَا تُفَتَّحُ لَهُمْ) یعنی د مؤمنانو داعمالو اودعاگانو اودارواحودپاره خودروازی دآسمان پرانستی کیږی اودکافرانودپاره نه پرانستی کیږی بلکه حدیث کښی راغلی دی چه دکافرروح چه دروازی دآسمان ته اوخیژی نوواپس ئی ښکته سجین ته راگوزارکړی اوهغی ته روح خبیث وئیلی شی څنگه چه د اوښ ورننوتل په سوم دستنه کښی ممتنع دی نودارنگ ددی مشرکانو جنت کښی داخلیدل ممکن نه دی اودی ته تقلیق بالمحال وئیلی کیږی -