وَلَوْ أَنَّنَا ۳۲۷ الأعراف

وَالَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا وَاسْتَكْبَرُوا عَنْهَا أُولَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ ﴿۳۶﴾ فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا أَوْ كَذَّبَ بِآيَاتِهِ أُولَئِكَ يَنَالُهُمْ نَصِيبُهُمْ مِنَ الْكِتَابِ حَتَّى إِذَا جَاءَتْهُمْ رُسُلُنَا يَتَوَفَّوْنَهُمْ قَالُوا أَيْنَ مَا كُنْتُمْ تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ قَالُوا ضَلُّوا عَنَّا وَشَهِدُوا عَلَى أَنْفُسِهِمْ أَنَّهُمْ كَانُوا كَافِرِينَ ﴿۳۷﴾

اوهغه کسان چه دروغژن کوی آیاتونه زمونږ او لوئی کوی دهغی نه دغه کسان اوروالا دی دوی به په هغی کښی همیشه وی ﴿۳۶﴾
پس څوک ډیرلوی ظالم دی دهغه چانه چه جوړوی په اللّه تعالٰی باندی دروغ یا دروغژن گنړی آیاتونه زمونږ دغه کسان اوبه رسی دوی ته برخه ددوی دلیکلی شوی (دعمراوروزئ نه) په تقدیرکښی ترهغی چه کله راشی دوی ته ملائک زمونږ سااخلی ددوی نه دوی به ورته وائی څه شو هغه کسان چه تاسوبه بلل په مصیبتونوکښی سیوا د اللّه تعالٰی نه (اوس ئی راوبلئ) دوی به وائی روک شول ځمونږنه اواقراربه اوکړی په ځانونو خپلو چه یقیناً دوی ؤو منکران دتوحید نه ﴿۳۷﴾

[۳۶] داتخویف دی روستودبشارت نه - تکذیب مقابل دی دتقویٰ - اواستکبارمقابل دی داصلح - یاتکذیب په ژبی سره دی اواستکبارپه زړه سره دی -
[۳۷] دا دریم باب دی تر (۵۳) پوری په دی کښی اول زورنه ده بیاتخویف دی په بیان دحالاتو دزنکدن اوبرزخ اوبیا دآخرت بیا زیری دی اخروی بیا مکالمه داصحاب اعراف او آخر کښی رد دی دشفاعت قهریه - په دی (۳۷) کښی ذکر دی زجرپه افتراء‌ کوونکو بیاذکر دی دحالت دنزع اوبرزخ اوپه هغی کښی رد دی دشرک فی الدعاء (افْتَرَى) مراد ددی نه نسبت دشریک او ولد دی اللّه تعالٰی ته (أَوْ كَذَّبَ بِآيَاتِهِ) مراد ددی نه هغه کسان دی چه په (۳۶) کښی ذکر شول (نَصِيبُهُمْ) هرانسان دپاره په تقدیرکښی عمراورزق اواعمال مقررشوی دی هغه دده حصه ده (مِنَ الْكِتَابِ) مراد ددی نه کتاب دتقدیردی (رُسُلُنَا) اشاره ده چه په وخت دمرگ کښی ډیرملائک راځی هان روح یوملک قبض کړی اوبیائی نورو ملائکوته اوسپاری لکه چه حدیث کښی ذکر دی ددی وجی نه په سورة سجده (۱۱) کښی یوملک ذکردی (قَالُوا) دازجراً وینا ده (ضَلُّوا عَنَّا) اشاره ده چه ددوی معبودان چه صالحین وؤ هغه ددوی ددعا نه ناخبروؤ ددی وجی نه هغوی ددوی نه به غائب وی (أَنَّهُمْ كَانُوا كَافِرِينَ) دا دلیل دی چه دعا دغیراللّه نه کفر دی ددی (۳۷) آیت نه معلومه ده چه مشرک ته په وخت دزنکدن کښی وئیلی کیږی چه خپل مددگاران راوبله که هغوی درسره مدد کولی شی - لیکن هغه معبودان نه په جسمانی او نه په روحانی طریقه امداد کولی شی -