قُلْ إِنَّمَا حَرَّمَ رَبِّيَ الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ وَالْإِثْمَ وَالْبَغْيَ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَأَنْ تُشْرِكُوا بِاللَّهِ مَا لَمْ يُنَزِّلْ بِهِ سُلْطَانًا وَأَنْ تَقُولُوا عَلَى اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ ﴿۳۳﴾ وَلِكُلِّ أُمَّةٍ أَجَلٌ فَإِذَا جَاءَ أَجَلُهُمْ لَا يَسْتَأْخِرُونَ سَاعَةً وَلَا يَسْتَقْدِمُونَ ﴿۳۴﴾ يَا بَنِي آدَمَ إِمَّا يَأْتِيَنَّكُمْ رُسُلٌ مِنْكُمْ يَقُصُّونَ عَلَيْكُمْ آيَاتِي فَمَنِ اتَّقَى وَأَصْلَحَ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ ﴿۳۵﴾
اوایه یقیناً حرام کړی دی رب ځما بدکارونه هغه چه ښکاره وی ددی نه اوهغه چه پټ وی اوهرگناه اوظلم کول په ناجائز سره اوشریک جوړول اللّه تعالٰی سره هغه څوک چه نه دی نازل کړی اللّه تعالٰی په هغی څه دلیل اوجوړول ستاسو په اللّه تعالٰی باندی هغه خبری چه تاسوپری نه پوهیږئ ﴿۳۳﴾
اودپاره دهری ډلی (دعذاب) یونیټه وی، پس کله چه راشی نیټه ددوی (نوعذاب به ورکړی شی) نه به روستوکیدی شی یوساعت اونه به مخکی کیدی شی ﴿۳۴﴾
ای بنیادمو که راغلل تاسوته رسولان دستاسونه بیانوی په تاسو باندی آیاتونه ځما پس چاچه ځان بچ کړو دشرک نه اوعمل ئی اوکړوپه سنت باندی پس نه به وی هیڅ ویره په دوی باندی اونه به دوی غمژن کیږی ﴿۳۵﴾
[۳۳] داذکر دتحریماتو د اللّه تعالٰی دی په مقابله دتحریم د غیراللّه کښی اودی ته اصول دتحریماتو وئیلی شی ځکه داپه ټولو ادیانوسماویوکښی حرام دی (الْفَوَاحِشَ) عام دی هغه ټولو گناهونوته چه گناه کیدل ئی هرعقل والا ته ښکاره دی لکه زنا، دروغ وغیره (الْإِثْمَ) په حقوق اللّه کښی خلاف کول دی (وَالْبَغْيَ) په حقوق العباد کښی گناه کول بغیردحق نه اوهرچه بغی بالحق ده نوهغه جهاد فی سبیل اللّه دی -
[۳۴] جواب دسوال دی چه هرکله دوی د اللّه تعالٰی دتحریماتوخلاف کوی نوپه دوی باندی ولی عذاب نه راځی جواب دادی چه دهغی دپاره مقرره نیټه ده اودا آیت دلیل دی چه څوک اوژلی شو نوهغه په خپله نیټه باندی مړشوی دی اوقاتل له سزا په دی وجه ده چه د اللّه تعالٰی دحکم خلاف ئی کړی دی -
[۳۵] داڅلورم خطاب دی دپاره دبیان دمعیاردجنت اوجهنم اودخطاب په اول کښی قلنا پټ دی مطلب دادی چه کله آدم علیه السلام راکوزشو نوهغه وخت نه داخطاب دهغه اولاد ته متوجه دی نوهغه سلسله درسالت جاری وه په محمد رسول اللّٰه ﷺ باندی ختم شوه - سوال: دا آیت خودلالت کوی چه د رسولانو دراتللو سلسله دقرآن نه روستوهم جاری ده؟ جواب: مخکښی مونږذکر کړی دی چه داخطابات څلورپه هغه وخت کښی وؤ چه آدم علیه السلام ئی راکوز کړو په دی قرینی سره چه داسی مضمون والاآیت په سورة بقره (۳۸) اوسورة طٰهٰ (۱۲۳) کښی هم ذکر دی دپاره دغایة تشریعی داهباط، نوددی وجی نه ددی په ابتداء کښی قلنا پټ دی -