وَلَوْ أَنَّنَا ۳۳۴ الأعراف

وَلَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ بَعْدَ إِصْلَاحِهَا وَادْعُوهُ خَوْفًا وَطَمَعًا إِنَّ رَحْمَتَ اللَّهِ قَرِيبٌ مِنَ الْمُحْسِنِينَ ﴿۵۶﴾ وَهُوَ الَّذِي يُرْسِلُ الرِّيَاحَ بُشْرًا بَيْنَ يَدَيْ رَحْمَتِهِ حَتَّى إِذَا أَقَلَّتْ سَحَابًا ثِقَالًا سُقْنَاهُ لِبَلَدٍ مَيِّتٍ فَأَنْزَلْنَا بِهِ الْمَاءَ فَأَخْرَجْنَا بِهِ مِنْ كُلِّ الثَّمَرَاتِ كَذَلِكَ نُخْرِجُ الْمَوْتَى لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ ﴿۵۷﴾ وَالْبَلَدُ الطَّيِّبُ يَخْرُجُ نَبَاتُهُ بِإِذْنِ رَبِّهِ وَالَّذِي خَبُثَ لَا يَخْرُجُ إِلَّا نَكِدًا كَذَلِكَ نُصَرِّفُ الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَشْكُرُونَ ﴿۵۸﴾

او روانی مه کوئ (په شرک سره) په ځمکه کښی پس داصلاح دهغی نه (په توحید سره) اودعا غواړئ د اللّه تعالٰی نه په ویره او طمعی سره یقیناً رحمت د اللّه تعالٰی نزدی دی ښائسته عمل کوونکوته ﴿۵۶﴾
اوخاص اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه رالیږی هواگانی زیری ورکؤونکی مخکی درحمت دهغه نه ترهغی چه کله راپورته کړی وریځی درنی (په اوبو) بوځوهغه مونږځمکی اوچی ته پس را اورؤو مونږپه هغی باندی اوبه پس رااوباسو په هغی سره هرقسم میوی دغسی رااوباسو به مړی (دقبرونونه) دی دپاره چه نصیحت واخلئ ﴿۵۷﴾
اوځمکه ښه رااوځی بوټی دهغی نه په حکم درب دهغی اوهغه ځمکه چه خوره وی نه راوباسی مگربی کاره بوټی دغسی قسم قسم بیانؤو مونږآیتونه هغه قوم لره چه شکرکوی ﴿۵۸﴾

[۵۶] دی آیت کښی رد دی په شرک باندی ځکه فسادپه معنیٰ دشرک دی اواصلاح په معنیٰ دتوحید ده او دا دوه شرطونه ئی ذکر کړه خوف اوطمع چه دباطن سره تعلق لری (رَحْمَتَ) نه مراد دلته قبلول ددعا اوثواب دی (الْمُحْسِنِينَ) هغه څوک دی چه عمل په عقیده دتوحید اوپه طریقه دسنت سره کول اودارنگ (لَا تُفْسِدُوا) دالفظ عام دی افساد دنفوسوپه قتل سره اوفساد دمالونو په غضب او غلاکولوسره اوفساد ددین په کفراوشرک اوبدعت سره اوافساددنسبونوپه زنا او عمل دقوم لوط سره اواصلاح نه مراد په رالیږلو دانبیاؤ اود کتابونوالٰهیوسره ده (خَوْفًا وَطَمَعًا) دادواړه په دعا دصالحینوکښی په سورة السجدة (۱۶) کښی ذکر دی اودباران په وخت کښی په سورة رعد (۱۲) اودبرق په وخت په سورة روم (۲۴) کښی ذکردی (رَحْمَتَ اللَّهِ) رحمت په ډیرومعانوسره دی دلته معنیٰ ددعا قبلول دی (قَرِيبٌ) مذکر راوړی دی ځکه چه رحمت اللّه تعالٰی نه مضاف دی نوپه دی کښی ادب دی -
[۵۸-۵۷] دایودلیل دتوحید عطف دی په دی قول باندی تغشی الیل اومثال هم دی دپاره دقرآن اودبیان دتوحید لکه څنگه چه باران نه مخکښی هواوی اودرنی وریځی وی دغسی دقرآن نه مخکښی کتابونوکښی بشارتونه وودقرآن او درسول په باره کښی اوپه ابتداء کښی مشرکینوډیری سختی مقابلی او تیری جوړی کړی وی اوڅنگه چه ځمکی دوه قسمه وی دیونه په باران سره فائدی والابوټی را اوځی اودبل قسم نه بی کاره بوټی را اوځی دغسی دقرآن بیان بعضی خلقوته فائده ورکوی اوبعضوته نقصان - (كَذَلِكَ نُخْرِجُ الْمَوْتَى) په دی سره اثبات دقیامت دی په طریقه دقیاس کولو بل داچه هرکله چه انسان دځمکی فصل ته اوگوری نوهسی نه چه دخوشحالئ دوجی نه دوباره ژوند هیرکړی نوورسره ئی داذکر کړو دپاره دذکر دآخرت (الرِّيَاحَ) دریاح څلورقسمونه دی (۱) صبا: وریځی را اچتوی - (۲) شمال: وریځی جمع کوی (۳) جنوب: وریځی گرځوی (۴) دَبور: وریځی جداجدا کوی -