أَوَمَنْ كَانَ مَيْتًا فَأَحْيَيْنَاهُ وَجَعَلْنَا لَهُ نُورًا يَمْشِي بِهِ فِي النَّاسِ كَمَنْ مَثَلُهُ فِي الظُّلُمَاتِ لَيْسَ بِخَارِجٍ مِنْهَا كَذَلِكَ زُيِّنَ لِلْكَافِرِينَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۱۲۲﴾ وَكَذَلِكَ جَعَلْنَا فِي كُلِّ قَرْيَةٍ أَكَابِرَ مُجْرِمِيهَا لِيَمْكُرُوا فِيهَا وَمَا يَمْكُرُونَ إِلَّا بِأَنْفُسِهِمْ وَمَا يَشْعُرُونَ ﴿۱۲۳﴾ وَإِذَا جَاءَتْهُمْ آيَةٌ قَالُوا لَنْ نُؤْمِنَ حَتَّى نُؤْتَى مِثْلَ مَا أُوتِيَ رُسُلُ اللَّهِ اللَّهُ أَعْلَمُ حَيْثُ يَجْعَلُ رِسَالَتَهُ سَيُصِيبُ الَّذِينَ أَجْرَمُوا صَغَارٌ عِنْدَ اللَّهِ وَعَذَابٌ شَدِيدٌ بِمَا كَانُوا يَمْكُرُونَ ﴿۱۲۴﴾
آیا هغه څوک چه مړوی پس ژوندی کړو مونږهغه اوورکړو مونږهغه ته رنړا گرځی په هغی سره په خلقو کښی په شان دهغه چا کیدی شی چه وی په تیارو کښی نه وی د وتونکی د هغی نه دغسی ډولی کړی شوی دی کافرانو لره هغه چه دوی کوی ﴿۱۲۲﴾
او دغسی گرځولی دی مونږپه هرکلی کښی غټ خلق مجرمان دهغی دی دپاره چه چل ول کوی (په خلاف دحق) په هغه کلی کښی اونه کوی چل ول مگرپه ځانونو خپلو اونه پوهیږی دوی ﴿۱۲۳﴾
اوکله چه راشی دوی ته څه نښه دوی وائی چیری ایمان نه راوړو مونږهغی پوری چه راکړی شی مونږته په شان دهغی چه ورکړی شوی دی رسولانو د اللّه تعالٰی ته، اللّه تعالٰی ښه پیژنی هغه ځای چه مقررکوی (په هغه ځای کښی) پیغمبران خپل زردی اوبه رسی هغه کسانوته چه جرم ئی کړی دی سپکوالی په نیزداللّه تعالٰی اوعذاب سخت په سبب دهغه چه دوی چل ول جوړوی ﴿۱۲۴﴾
[۱۲۲] دا تقابل دی ددوو ډلو اوترغیب دی توحید اوقرآن ته (مَيْتًا) نه مراد شرک دی په هغه شرکونو سره چه مخکښی آیاتونو کښی بیان شول اوحیات نه مراد توحید دی اودارنگ دمیت نه مراد جاهل دی او احیاء نه مراد علم ورکول دی (فَأَحْيَيْنَاهُ) دا حیات د روح په معرفت الٰهی او توحید سره دی ځکه حیات دروح په دی سره حاصلیږی نوپه یوجانب کښی حیات او نوردی او بل جانب کښی موت (شرک او جهل) اوظلمت دی - په دی آیت کښی رد دی په سیکولرازم باندی چه دکفراواسلام فرق نه کوی او رد دی په هغه جاهلانو باندی چه یو انسان دکفر او شرک او بدعت او جهل نه توحید سنت او علم ته نقل شی نودوی ورپسی مسخری کوی او (نُورًا) نه مراد قرآن دی (يَمْشِي) نه مراد ددعوت دتوحید دپاره گرځیدل دی یاپه قرآن باندی عمل کول مراد دی (كَذَلِكَ) لکه چه مؤمن ته ایمان ښائسته کړی شوی دی نو دارنگ کافر ته کفر ښائسته کړی شوی دی -
[۱۲۳] دا پنځمه عقبه دتبلیغ ده چه کله دعلماؤ دمقابلی انتها اوشی نودوی غټانواواقتداروالو ته رپورټونه دمؤحد په خلاف کوی نوهغوی د مؤحد په مخالفت کښی سخت مکرونه اوکړی قید ئی کړی یائی وطن نه اوشړی وغیره نواللّه تعالٰی فرمائی چه ددوی دمکرونوبد اثر به دوی باندی پریوځی - (أَكَابِرَ) دائی ددی وجی نه مخکښی کړو چه اشاره اوشی چه کبرددغه خلقو سبب دجرمونو او گرځیدلو (لِيَمْكُرُوا) لام دعاقبت دی اوداسی په سورة اسراء (۱۶) اوسورة نوح (۲۲) کښی دی اومقابله ددی کښی قرآن او حدیث هرقل نه معلومه ده چه تابعداران د رسولانو کمزوری خلق دی اومراد دمکرنه (ابن کثیروئیلی دی) دعوت دگمراهئ دی سفیان نه نقل دی هرمکرپه قرآن کښی عمل دی اوایذاء ورکول مؤحدینوته هم په مکرکښی داخل دی -
[۱۲۴] دا ذکر دمکرداکابرو دی اوتکبردهغوی دی دازورنه ده چه غټان دتکبروجی نه درسول سره ځان برابروی اونزول دملائکو او رسالت غواړی دهغی جواب اوشو په دی قول سره اللّه اعلم آه یعنی دانبی په خاندان اوقوم اوداخلاقو اوکرداروجی نه اللّه تعالٰی پیژندلو چه دی اهل درسالت دی دده مثل نیشته (عِنْدَ اللَّهِ) مراد ددی نه ورځ دقیامت ده یاپه معنیٰ د عنداللّه دی نودنیاته هم شامل دی داقول دفراء دی او (حَتَّى نُؤْتَى مِثْلَ) کښی دامطلب هم کیدی شی چه زمونږملایان دی مونږته هغه مسئلی اوکړی کومی چه دارسولان (اوحق پرست) ئی کوی -