وَلَوْ أَنَّنَا ۳۰۲ الأنعام

فَمَنْ يُرِدِ اللَّهُ أَنْ يَهْدِيَهُ يَشْرَحْ صَدْرَهُ لِلْإِسْلَامِ وَمَنْ يُرِدْ أَنْ يُضِلَّهُ يَجْعَلْ صَدْرَهُ ضَيِّقًا حَرَجًا كَأَنَّمَا يَصَّعَّدُ فِي السَّمَاءِ كَذَلِكَ يَجْعَلُ اللَّهُ الرِّجْسَ عَلَى الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿۱۲۵﴾ وَهَذَا صِرَاطُ رَبِّكَ مُسْتَقِيمًا قَدْ فَصَّلْنَا الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَذَّكَّرُونَ ﴿۱۲۶﴾

پس هغه څوک چه اوغواړی اللّه تعالٰی چه هدایت اوکړی هغی ته پرانځی سینه دهغه اسلام ته اوهغه څوک چه اوغواړی چه بی لاری ئی کړی هغه اوگرځوی سینه دهغه تنگیدونکی غصه کیدونکی گویا که په زورخیژی بره طرف کښی دغسی مقررکوی اللّه تعالٰی بی خیری په هغه کسانو چه ایمان نه راوړی ﴿۱۲۵﴾
اودا (قرآن) لاردرب ستاده نیغه یقیناً‌ په تفصیل سره بیان کړی دی مونږ آیتونه هغه قوم لره چه نصیحت قبلوی ﴿۱۲۶﴾

[۱۲۵] دافائده درسالت حقه ده اودا تقابل دی ددوو ډلو په اکابروکښی یعنی اللّه تعالٰی چه چاته هدایت کول غواړی اوپه حدیث کښی ددی دری علامات ذکر کړی دی انابت کول جنت ته، پرهیزکول ددنیا نه اودمرگ دپاره تیاری کول مخکښی دراتللو دمرگ نه، نوهغه په توحید اوسنت پوهه کړی اودهغه دزړه نه شکونه لری کړی او تکالیف ددین ورته آسان کړی دی دری واړوصفاتوته شرح صدر وائی او څوک چه گمراه کول غواړی نوتوحید اوسنت اوریدلوباندی ډیرتنگیږی اوبیا سخت غصه شی اودامنل ورته دومره سخت ښکاری لکه بره ډیرئ یا غرته ختل یاضیق په طوردتشبیه سره دی یعنی ایمان په کښی نه داخلیږی او (حَرَجًا) په زور دراء سره په معنیٰ د ذاخَرَج اوپه کسره دراء‌ سره په معنیٰ دسخت تنگ دی (كَأَنَّمَا يَصَّعَّدُ) ابن جریروئیلی دی چه دا هم یومثال دی لکه چه یوانسان اسمان ته نشی ختلی نودارنگ ددی گمراه په زړه کښی ایمان نشی داخلیدلی (كَذَلِكَ يَجْعَلُ اللَّهُ الرِّجْسَ) لکه سینه دهغه ئی تنگه گرځولی ده دغه شان رجس هم په دوی باند ی اچوی زجاج وئیلی دی چه رجس په دنیاکښی لعنت دی اوپه آخرت کښی عذاب دی -
[۱۲۶] داترغیب دی قرآن ته روستو دطریقی دگمراهانونه اودارنگ چه مخکښی یشرح صدره ذکرکړو نواوس یشرح صدره ذکرکوی او هذا کښی اشاره ده بیان او مضمون دقرآن ته (الْآيَاتِ) مراد ترینه قرآنی آیاتونه دی یوبل نه جداجدا دی دهرمسئلی اومضمون دپاره مسقتل آیاتونه دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>