وَمَا لَكُمْ أَلَّا تَأْكُلُوا مِمَّا ذُكِرَ اسْمُ اللَّهِ عَلَيْهِ وَقَدْ فَصَّلَ لَكُمْ مَا حَرَّمَ عَلَيْكُمْ إِلَّا مَا اضْطُرِرْتُمْ إِلَيْهِ وَإِنَّ كَثِيرًا لَيُضِلُّونَ بِأَهْوَائِهِمْ بِغَيْرِ عِلْمٍ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِالْمُعْتَدِينَ ﴿۱۱۹﴾ وَذَرُوا ظَاهِرَ الْإِثْمِ وَبَاطِنَهُ إِنَّ الَّذِينَ يَكْسِبُونَ الْإِثْمَ سَيُجْزَوْنَ بِمَا كَانُوا يَقْتَرِفُونَ ﴿۱۲۰﴾ وَلَا تَأْكُلُوا مِمَّا لَمْ يُذْكَرِ اسْمُ اللَّهِ عَلَيْهِ وَإِنَّهُ لَفِسْقٌ وَإِنَّ الشَّيَاطِينَ لَيُوحُونَ إِلَى أَوْلِيَائِهِمْ لِيُجَادِلُوكُمْ وَإِنْ أَطَعْتُمُوهُمْ إِنَّكُمْ لَمُشْرِكُونَ ﴿۱۲۱﴾
اوڅه عذر دی ستاسو چه نه خورئ تاسو دهغه څیزنه چه یاد کړی شی خاص نوم د اللّه تعالٰی په هغی باندی یقیناً تفصیل کوی تاسوته دهغی څیزونو چه حرام کړی دی په تاسو باندی مگر هغه څه چه مجبوره شئ دهغی ته اویقیناً ډیرخلق خامخا گمراه کول کوی په خواهشاتو خپلوسره بی دعلم (دلیل) نه یقیناً رب ستا هغه ښه پوهه دی په تیروتونکودحدنه ﴿۱۱۹﴾
اوپریږدئ ښکاره گناه اوپټه گناه یقیناً هغه کسان چه کوی گناهونه زردی سزابه ورکړی شی دوی ته په بدله د هغه کارونوچه دوی کوی ﴿۱۲۰﴾
اومه خوری دهغی نه چه نه وی یاد کړی شوی نوم د اللّه تعالٰی په هغی باندی اویقیناً دا وتل دی دحکم د اللّه تعالٰی نه اویقیناً شیطانان خامخا وسوسی اچوی دوستانو خپلوته دی دپاره چه جگړه اوکړی ستاسو سره اوکه خبره ومنئ تاسو ددوی یقیناً تاسو به خامخا مشرکان یئ ﴿۱۲۱﴾
[۱۱۹] داهم رد دی په تحریم دغیراللّه باندی اوتاکید دی دحکم دماقبل چه فلکواه اه دی (وَقَدْ فَصَّلَ) سوال: ددی نه مخکښی تفصیل نه دی شوی ځکه چه ددی نه وړاندی مکی سورتونو کښی تفصیل دحلال او حرام نیشته اوسورة بقره او مائده کښی تفصیل شته لیکن هغه ددی سورت نه روستو نازل شوی دی نو فَصَّلَ فعل ماضی څه معنیٰ لری؟ جواب: بلکه مراد د فَصَّلَ نه یُفَصَّلُ دی یعنی تفصیل به اوکړی (إِلَّا مَا اضْطُرِرْتُمْ) استثناء کښی اشاره ده چه مرداره وینه خنزیرمااهل په وخت داضطرار کښی حرام نه دی نوپه وخت د اضطرار کښی حکم دادی چه ځان نه د بچ کولو دپاره دهغی نه خامخا به خوراک کوی (وَإِنَّ كَثِيرًا) په دی کښی عمروبن لحی اودهغه مقلدینو ته اشاره ده اودوی ته معتدین وئیلی شویدی -
[۱۲۰] (ظَاهِرَ الْإِثْمِ) نه مراد هغه گناهونه دی چه دښکاره بدن سره تعلق لری یاښکاره کیږی اوپه دی کښی شرک فعلی داخل دی (وَبَاطِنَهُ) هغه گناهونه چه د عقیدی اوزړه سره تعلق لری یا پټ کیږی اوپه دی کښی شرک اعتقادی داخل دی (سَيُجْزَوْنَ) په آیت کښی تخصیص دی په سبب دآیاتونودتوبی اودمغفرت سره یعنی چه اللّه تعالٰی نه وی بخلی او انسان توبه نه وی کړی نوسزا ورکول لازم دی - او دارنگ لفظ د سیجزون وعید دی متسلزم وجوب لره نه دی نوددی وجو نه معتزله په دی آیت سره دلیل نیولی نشی -
[۱۲۱] دا رد دی په نذد دغیراللّه باندی داقول دعطاء نه نقل دی اودارنگ مرداری په کښی داخل دی او ذبح دمسلمان چه ذکر د اسم اللّه ئی قصداً ترک کړی وی نوپه هغی کښی اختلاف دی (وَإِنَّهُ لَفِسْقٌ) ضمیرراجع دی دبح دغیراللّه ته اودا فسق اعتقادی دی لکه ددی سورت په (۱۴۵) کښی یاراجع دی اکل ته اودا فسق عملی دی (وَإِنَّ الشَّيَاطِينَ لَيُوحُونَ) مراد دشیاطین نه علماء سوء دی وسوسی اچوی عواموته او زجاج وئیلی دی چه دا دلیل دی چه څوک حرام لره حلال گنړی یا حلال لره حرام گنړی دارنگ نذر دغیراللّه چه حلال گنړی نودا مشرک دی - دارنگ دا دلیل دی چه ددی امت نه څوک شرک اوکړی اگرچه شرک فی الحکم والتشریع وی نوهغه ته مشرک وئیلی شی -