وَتَمَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ صِدْقًا وَعَدْلًا لَا مُبَدِّلَ لِكَلِمَاتِهِ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ﴿۱۱۵﴾ وَإِنْ تُطِعْ أَكْثَرَ مَنْ فِي الْأَرْضِ يُضِلُّوكَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ إِنْ يَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ وَإِنْ هُمْ إِلَّا يَخْرُصُونَ ﴿۱۱۶﴾ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ مَنْ يَضِلُّ عَنْ سَبِيلِهِ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ ﴿۱۱۷﴾ فَكُلُوا مِمَّا ذُكِرَ اسْمُ اللَّهِ عَلَيْهِ إِنْ كُنْتُمْ بِآيَاتِهِ مُؤْمِنِينَ ﴿۱۱۸﴾
اوپوره ده کلمه د رب ستا په ریشتینوالی اوپه انصاف سره، نیشته څوک بدلؤنوکی دکلمو د هغه اوهغه هرڅه آوری په هرڅه پوهه دی ﴿۱۱۵﴾
اوکه تابعداری کوی دډیرو دهغه چاچه په ځمکه کښی دی وابه ړوی تالره د لاری د اللّه تعالٰی نه، دوی نه کوی تابعداری مگردگمان اونه دی دوی مگرپه توک کارونه کوی ﴿۱۱۶﴾
یقیناً ستارب هغه ښه پوهه دی په هغه چاچه اوړی دلاری د اللّه تعالٰی نه اوهغه ښه پوهه دی په هدایت والو ﴿۱۱۷﴾
پس خورئ دهغی نه چه یادشوی وی خاص نوم د اللّه تعالٰی په هغی باندی که تاسو یئ په احکامو د اللّه تعالٰی ایمان لرونکی ﴿۱۱۸﴾
[۱۱۵] داپه کتاب اللّه د دفیصلی کولووجه ده چه صدق او عدل ددی کتاب پوره دی اوپه دی کښی څوک تبدیل کؤونکی هم نیشته اوداسی بل کتاب نیشته ددی وجی نه حکم به داکتاب وی (صِدْقًا) په اخباراتوکښی او (عَدْلًا) په آوامرو اونواهی کښی (كَلِمَتُ رَبِّكَ) دانوم دقرآن دی مفرد په اعتبارجنس او مجموعه سره یعنی ټول کتاب اللّه په صدق اوعدل کښی یوشان دی (لَا مُبَدِّلَ لِكَلِمَاتِهِ) دلته ئی جمع اوئیله اشاره ده یویو کلمه کښی هم تبدیل نشی کیدلی اوداسی په سورة کهف (۲۷) کښی اوسورة یونس (۶۴) کښی دی -
[۱۱۶] دلیل داهل حق ذکر شو نواوس دلیل دمخالفینوذکر کوی دارد دی په دلیل د اهل باطل باندی چه اکثریت دی اواتباع دگمان ده اوپه توک (بی دلیله) خبروپسی تلل دی تابعداری دظن په عقیدو کښی کوی اوخرص په عملونو کښی دی دارنگ اتباع دظن دگمراهانوعالمانوکار دی - اوخرص (بی دلیله) عملونه کول دمقلدینوطریقه ده -
[۱۱۷] مخکښی تقابل دگمراهانو او نیکانو ذکر شو په طریقه داستدلال کښی اوس دهغوی امتیاز او فرق ذکر کوی په علم د اللّه تعالٰی کښی اوعلم د اللّه تعالٰی په فریقینو مستلزم دی جزا و سزا ورکولو دپاره -
[۱۱۸] ددی ځای نه تراخره پوری دوهمه حصه دسورت ده اوپه دی کښی دری بابونه دی اول باب تر (۱۳۵) پوری دی په دی کښی اول رد دی په تحریم دغیراللّه اوپه نذر دغیراللّه باندی اودوه عقبی دتبلیغ ذکر دی اوتقابل دی په دووډلوکښی اوتخویف اخروی دی - ربط ددی ماقبل سره دادی چه هرکله د جاهلانوباطلودلیلونوباندی رد اوکړو نواوس دهغوی په باطل تحریم او تحلیل (چه شرک فعلی دی) رد کوی (فَكُلُوا) یعنی حلال ئی گنړئ او مه حراموئ هغه څیزونه چه نوم د اللّه پری یادشوی وی په وخت د نذرکولو اوپه وخت د ذبح کولو کښی - په دی آیت کښی رد دی په تحریم لغیراللّه باندی (ذُكِرَ اسْمُ اللَّهِ) ددی نه معلومه شوه چه نوم دغیراللّه ورباندی ذکرشی نوهغه حرام دی لکه شربینی دا لیکلی دی (مُؤْمِنِينَ) یعنی ایمان بالآیات تقاضا کوی چه حرام کول او حلال کول به بغیرد اللّه تعالٰی نه د بل هیچ چا نه مه منئ -