وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ مَا أَشْرَكُوا وَمَا جَعَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظًا وَمَا أَنْتَ عَلَيْهِمْ بِوَكِيلٍ ﴿۱۰۷﴾ وَلَا تَسُبُّوا الَّذِينَ يَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ فَيَسُبُّوا اللَّهَ عَدْوًا بِغَيْرِ عِلْمٍ كَذَلِكَ زَيَّنَّا لِكُلِّ أُمَّةٍ عَمَلَهُمْ ثُمَّ إِلَى رَبِّهِمْ مَرْجِعُهُمْ فَيُنَبِّئُهُمْ بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۱۰۸﴾ وَأَقْسَمُوا بِاللَّهِ جَهْدَ أَيْمَانِهِمْ لَئِنْ جَاءَتْهُمْ آيَةٌ لَيُؤْمِنُنَّ بِهَا قُلْ إِنَّمَا الْآيَاتُ عِنْدَ اللَّهِ وَمَا يُشْعِرُكُمْ أَنَّهَا إِذَا جَاءَتْ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿۱۰۹﴾ وَنُقَلِّبُ أَفْئِدَتَهُمْ وَأَبْصَارَهُمْ كَمَا لَمْ يُؤْمِنُوا بِهِ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَنَذَرُهُمْ فِي طُغْيَانِهِمْ يَعْمَهُونَ ﴿۱۱۰﴾
اوکه غوختی وی اللّه تعالٰی نو دوی به شرک نه وی کړی اونه ئی مقررکړی مونږه ته په دوی باندی څوکیدار اونه ئی ته په دوی باندی ذمه وار ﴿۱۰۷﴾
اوکنځل مه کوئ هغه کسانوته چه دوی ئی بلی سیوا د اللّه تعالٰی نه پس کنخل به اوکړی دوی اللّه تعالٰی ته دوجی ددشمنئ نه بی علمه دغسی ډولی کړی دی مونږ هرامت ته عملونه ددوی بیابه رب ددوی ته پیش کیدل ددوی وی پس خبربه ورکړی دوی لره په عملونوسره چه دوی ئی کوی ﴿۱۰۸﴾
اوقسمونه کړی دی دوی په اللّه تعالٰی کلک قسمونه خپل که راغله دوی ته معجزه خامخا دوی به ایمان راوړی په هغی اویه یقیناً (اختیار) دمعجزاتو داللّه تعالٰی سره دی اوڅه پوهیږی تاسو کیدی شی چه دامعجزی که راشی نودوی ایمان نه راوړی ﴿۱۰۹﴾
(ځکه) چه اړوو را اړوو زړونه ددوی اوسترگی ددوی (دحق نه) ځکه چه ایمان نه دی راوړی دوی په دی باندی اول ځل اوپریږدو مونږ ددوی په سرکشئ ددوی کښی سرگردانه ﴿۱۱۰﴾
[۱۰۷] داعلتونه دی داعراض دپاره په دری طریقو سره او تسلی ده نبی ته اوبیان کوونکو دتوحید ته چه ستاسوپه ذمه باندی صرف بیان کول دی هدایت کول اونه کول د اللّه تعالٰی په اختیارکښی دی نوته پس دبیان نه نوره پرواه مه کوه - نه، ته اللّه تعالٰی ددوی څوکیدار جوړکړی ئی اونه ته په خپله ددوی ذمه وارئی (بِوَكِيلٍ) هغه څوک چه تاوان او ذمه واری هغه ته راجع وی اوهغه له اختیار ورکړی شوی وی دطرف د مؤکل نه -
[۱۰۸] دابل ادب ددعوت دی (وَلَا تَسُبُّوا) سَبْ په معنیٰ دنقصان بیانولو دی چه په هغی کښی دهغه څیز دشان کوتاهی او سپکوالی راځی نودا نه دی جائزپه باره د معبودان باطله کښی - اودا وئیل چه دوی لائق دبندگئ نه دی اواختیارمند او اوذمه وار دنفعی او ضرر نه دی اوحاجت روا او مشکل کشا نه دی دا کنځل او سب نه دی بلکه دابیانول خوضروری دی (وَلَا تَسُبُّوا) نبی ﷺ سب د الٰهه ددوی چیری نه دی کړی لیکن مقصد په دی کښی ادب خودل دی - سب دوه قسمه دی یوهغه دی چه په هغی کښی توهین او دروغ وی هغه خوفی نفسه هم منع دی اوبل مباح دی چه په هغوی کښی کوم عیوب موجود وی اوهغه بیان کړی شی نوداخوفی نفسه جائز دی لیکن هرکله چه دا ذریعه گرځی دپاره دحرام چه سب د اللّه تعالٰی دی نوذریعه دحرام هم حرام وی - نوپه دی آیت کښی مسئله د سدّ الذرائع ده نوکله چه دیومباح نه حرام ته فتنه جوړیږی نودهغه مباح نه که قول وی او که عمل وی ځان بچ کول په کار دی (فَيَسُبُّوا اللَّهَ) سوال: مشرکانو خواللّه تعالٰی منلو اودعظمت عقیده ئی لرله نوڅنگه اللّه تعالٰی ته سب کوی؟ جواب: امام راغب وئیلی دی چه مراد ددی نه جگړه کول دی په توحیدکښی په باطله طریقی سره (بِغَيْرِ عِلْمٍ) دا سبب دی دعوا یا علت دی د یسبواللّه دپاره (لِكُلِّ أُمَّةٍ) عام دی که امت دایمان والووی اوکه دکفرشرک بدعت والاوی -
[۱۰۹] داجواب دسوال دی یعنی که څوک گمان اوکړی چه سب ددوی اللّه تعالٰی لره په وجه د ناکاره استعداد سره نه دی بلکه ددی وجی چه دوی ته آیات مقترحه (چه دوی طلب کوی) نه راځی نوجواب اوشو (وَأَقْسَمُوا) دلیل دی چه مشرکان کله کله په اللّه تعالٰی باندی دهغی دعظمت وجی نه قسم کوی (جَهْدَ أَيْمَانِهِمْ) قرطبی وئیلی دی چه مشرکانوبه په غیراللّه باندی قسمونه کول اوپه اللّه تعالٰی باندی هم قسم کول لیکن قسم په اللّه تعالٰی باندی دوی پوخ قسم گنړلو او ددی زمانی جاهلان په غیراللّه باندی قسم کول ډیرخطرناک گنړی په اللّه تعالٰی باندی دقسم کولونه (نودوی په دی جهت سره دزړو مشرکانو نه زیات گمراه دی) (آيَةٌ) مراد ددی نه هغه معجزات دی چه دوی طلب کول ددنیاپرستئ اودجهل دوجی نه - (وَمَا يُشْعِرُكُمْ) اشعاراوشعورپه معنیٰ دپوهه دی اوما استفهامیه انکاریه دی اوخطاب مؤمنانو ته دی یعنی مؤمنانودا آیت دمشرکانودپاره طلب کول په دی گمان چه دوی به ایمان راوړی -
[۱۱۰] داعلت او وجه دی د لَا يُؤْمِنُونَ دپاره - واؤ په معنیٰ دعلت دی اوکما کاف هم په معنیٰ دعلت دی ترتیب دادی چه اول دوی ایمان نه دی راوړی دهغی وجی نه ددوی زړونه او سترگی دحق نه واوړیدل نوددغی وجی نه سره د معجزاتو نه دوی دایمان نه محروم شول نوپه طغیان کښی همیشه دپاره پاتی شول - سوال: دلته ئی اسماع نه دی وئیلی؟ جواب: دلته بحث دمعجزات محسوسه دی چه دوی دهغی مطالبه کوله - اوداسی معجزاتو دعبرت دپاره سترگی او زړونه په کاردی اوپه دی کښی غوږونه نه استعمالیږی -