وَإِذَا سَمِعُوا ۲۹۵ الأنعام

وَكَذَلِكَ نُصَرِّفُ الْآيَاتِ وَلِيَقُولُوا دَرَسْتَ وَلِنُبَيِّنَهُ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ ﴿۱۰۵﴾ اتَّبِعْ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ وَأَعْرِضْ عَنِ الْمُشْرِكِينَ ﴿۱۰۶﴾

اودغسی قسم قسم بیانؤو مونږه آیتونه (دتوحید دپاره ددی چه پوهه شی دوی) او دوی وائی تا لوستلی دی (دفلانی نه) اودپاره ددی چه بیان کړو داهغه قوم ته چه پوهیږی ﴿۱۰۵﴾
ته تابع اوسه دهغه څه چه وحی کړی شوی ده تاته دطرف درب ستانه نیشته حق دار دبندگئ سیوا دهغه نه اومخ اړوه دمشرکانو دډلی نه ﴿۱۰۶﴾

[۱۰۵] ددی آیت نه تر (۱۱۷) پوری شپږم باب دی په دی کښی دوه طریقی د عقباتو دتبلیغ دی اودری آداب د تبلیغ اوزورنی او ترغیب دی فیصله کولوته په قرآن باندی او رد دی په دلیل دجاهلانوباندی - په دی آیت (۱۰۵) کښی دریمه عقبه دتبلیغ داسی ده چه بیان توحید هروخت کیږی نومخالف خلق بدنامی لگول شروع کړی کله وائی دی دفلانی وهابی شاگرد دی یاده کښی مرزائیت پرویزیت اثرشوی دی نوددی اعتراضونو مقابله کښی بیان دتوحید په کار دی او ددی مشرکانو دبدنامولگولو پرواه نه ده په کار او ددی معبودانوته کنځل نه دی په کار (وَكَذَلِكَ) لکه چه مخکښی مونږ تصریف د آیاتونو کړی نوداسی به اینده به هم کوؤ (نُصَرِّفُ) یومضمون چه په قسم قسم تعبیرونوسره ذکر شی نوهغی ته تصریف وئیلی شی نوقرآن کریم مسئله دتوحید په مختلف عنواناتو او دلیلونو اوزجرونو وغیره سره ذکر کوی - (وَلِيَقُولُوا) ددی معطوف علیه پټ دی لتقوم الحجة علیهم (دپاره ددی چه حدیث په دوی باندی قائم شی) (دَرَسْتَ) په دی قرطبی اووه قرائتونه ذکر کړی دی په دی قرائت باندی په معنیٰ د تعلّمت دی لکه چه سورة نحل (۱۰۳) او حج (۴) کښی دی یعنی دوی ددی نه نقل کولو نسبت یوبدنام سړی ته کوی یادرست په معنیٰ دمحوه کولو دزوړ دین دی -
[۱۰۶] دابیان د دوؤ ادابودی او د (مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ) خلاصه داده چه لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ (اتَّبِعْ) مراد ددی نه بیان کول همیشه او عمل کول په وحی باندی دی (لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ) داعلت دی د اتبع یاحال موکده دی من ربک یا بدل دی دما اوحی دپاره (وَأَعْرِضْ) مراد داعراض نه دهغوی وسوسونه او مجلسونو او دوستانی نه بچ کیدل اودهغوی دمخالفت پرواه نه کول دی -