ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ فَاعْبُدُوهُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ وَكِيلٌ ﴿۱۰۲﴾ لَا تُدْرِكُهُ الْأَبْصَارُ وَهُوَ يُدْرِكُ الْأَبْصَارَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ ﴿۱۰۳﴾ قَدْ جَاءَكُمْ بَصَائِرُ مِنْ رَبِّكُمْ فَمَنْ أَبْصَرَ فَلِنَفْسِهِ وَمَنْ عَمِيَ فَعَلَيْهَا وَمَا أَنَا عَلَيْكُمْ بِحَفِيظٍ ﴿۱۰۴﴾
دا صفتونووالا اللّه دی ستاسو رب دی نیشته واکدار سیوا دهغه نه پیداکؤونکی د هرڅیزدی پس بندگی خاص کړئ هغه لره اوهغه په هرڅیزباندی ذمه وار دی ﴿۱۰۲﴾
نه شی راگیرولی هغه لره نظرونه اوهغه راگیروی نظرونه او هغه باریک څیزونه لیدونکی دی خبردار دی ﴿۱۰۳﴾
یقیناً راغلی دی تاسوته دلیلونه دپوهی دطرف درب ستاسونه پس چاچه پوهه حاصل کړه پس دده فائده ده اوڅوک چه ړوند شو (ددی دلیلونونه) پس وبال په هغه باندی وی او ځه نه یم په تاسوباندی ساتونکی ﴿۱۰۴﴾
[۱۰۲] په دی آیت کښی پنځه کلمات د توحید دی اودانیتجه ده دمخکښی دلیلونو او دکلماتو دتوحید اوپه دی آیت کښی اثبات د توحید د ربوبیت او الوهیت او دخالقیت اودتصرف دی (خَالِقُ) مخکښی آیت کښی مقصد علت ذکر کول وؤ اوهغه په صفت فعلیه (خلق) سره مناسب دی اوپه دی ایت کښی مقصد علت ذکر کول وؤ او هغه په صفت فعلیه (خلق) سره مناسب دی اوپه دی آیت کښی مقصد تفریع او نتیجه ذکر کول دی اوهغه په طریقه داسمیت سره مناسب ده (چه خالق) دی -
[۱۰۳] په دی آیت کښی هم څلورصفات د اللّه تعالٰی دی دپاره دتوحید - او دی آیت نه دا نده معلومه چه لیدل د اللّه تعالٰی امکان نه لری لکه چه داد معتزلو مسلک دی اوتفصیل ددی دادی چه رویت (دیدن) د اللّه تعالٰی یوپه دنیاکښی دی دوهم په آخرت کښی دی په دنیا کښی ددی په باره کښی اختلاف دی په مینځ داهل حق کښی چه ممکن دی اوکه نه دی؟ داکثر اهل علموپه نیزباندی ممکن دی په دلیل دقصی د موسیٰ علیه السلام چه طلب ئی درویت د اللّه تعالٰی کړی وؤ اوڅوک چه ممکن وائی نوبیا اختلاف دی چه آیا واقع دی دپاره د نبی ﷺ په شپه دمعراج کښی اوکه واقع نه دی نو دعائشه او ابن مسعود ابی هریرة رضی اللّه عنهم مسلک دادی چه دغه رویت واقع نه دی اوکوم چه په سورة نجم کښی ذکر دی هغه رویت د نبی ﷺ دی جبرائیل لر ه اودلیل دهغوئ په دی آیت سره دعائشه رضی اللّه عنها نه روایت کړی شوی دی اود ابن عباس او انس او عکرمه، ربیع حسن بصری رضی اللّه عنهم وغیره نه نقل دی چه نبی ﷺ په شپه دمعراج اللّه تعالٰی لره په خپلوسترگوباندی لیدلی دی اوهرچه مسئله درویت د اللّه تعالٰی ده په آخرت کښی مؤمنانودپاره نوداپه قرآن او حدیث اوتواتراو اجماع سره ثابت دی او معتزله، مرجهٔ، جهمیه او نوری باطلی ډلی وائی چه دغه رویت هم ممکن او واقع نه دی هغوی ددی آیت نه دلیل نیولی - دهغی داهل سنت دطرف نه جوابونه دادی - اول جواب دادی چه ادراک په معنیٰ داحاطه کولوسره دی لکه په سورة یونس (۹۰) کښی دی اونفی داحاطی سره نفی درویت نه راځی ځکه چه په نفی دخاص سره نفی دعام نه راځی - دا ابن کثیر او ډیرو مفسرینو اهل سنت والوذکر کړی دی - دوهم جواب: الابصار نه مراد ټول نظرونه دی یعنی د ټولو نظرونو سره اللّه تعالٰی نه لیدلی کیږی او ددی نه تخصیص دمؤمنانو کړی شوی دی په صحیح نصوصو سره (وَهُوَ يُدْرِكُ الْأَبْصَارَ ) دابصارو ذکر دوجی دتجانس دکلام نه شوی دی ځکه چه اللّه تعالٰی دهرڅیزادراک کوی (اللَّطِيفُ) نرمی کوونکی دی دبندگانو سره راویستونکی دی دنری څیزونو اودهغی حقیقتونه ښکاره کوونکی دی -
[۱۰۴] داترغیب دی قرآن ته او ذکردشان د نبی ﷺ دی - اودا آیت دلیل دی چه پیغمبرد امت ساتونکی اوبچ کوونکی د مصیبتونونه نه دی ځکه چه (بِحَفِيظٍ) یو معنیٰ ده بج کوونکی دهلاکت اوعذاب نه بله معنیٰ راگیروونکی د عملونو په علم او قدرت کښی (ابن کثیر) -