وَهُوَ الَّذِي أَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجْنَا بِهِ نَبَاتَ كُلِّ شَيْءٍ فَأَخْرَجْنَا مِنْهُ خَضِرًا نُخْرِجُ مِنْهُ حَبًّا مُتَرَاكِبًا وَمِنَ النَّخْلِ مِنْ طَلْعِهَا قِنْوَانٌ دَانِيَةٌ وَجَنَّاتٍ مِنْ أَعْنَابٍ وَالزَّيْتُونَ وَالرُّمَّانَ مُشْتَبِهًا وَغَيْرَ مُتَشَابِهٍ انْظُرُوا إِلَى ثَمَرِهِ إِذَا أَثْمَرَ وَيَنْعِهِ إِنَّ فِي ذَلِكُمْ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ ﴿۹۹﴾ وَجَعَلُوا لِلَّهِ شُرَكَاءَ الْجِنَّ وَخَلَقَهُمْ وَخَرَقُوا لَهُ بَنِينَ وَبَنَاتٍ بِغَيْرِ عِلْمٍ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يَصِفُونَ ﴿۱۰۰﴾ بَدِيعُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ أَنَّى يَكُونُ لَهُ وَلَدٌ وَلَمْ تَكُنْ لَهُ صَاحِبَةٌ وَخَلَقَ كُلَّ شَيْءٍ وَهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ﴿۱۰۱﴾
اوخاص اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه رااورولی ئی دی دطرف دآسمانه اوبه پس راویستلی دی مونږپه دی سره بوټی دهرقسم پس رااویستلی دی مونږددی نه شینکی رااوباسود هغی نه دانی لاندی باندی اودکجورونه ، دکسوړودهغی نه غنچکونه نیزدی اوباغونه د انگورو اوخونه او انار چه یوشان دی (په پانړه کښی) او نه دی یوشان (په میوه کښی) اوگورئ میوی دهغی ته کله چه میوه دارشی اوپخلی دهغی نه یقیناً په دی کښی ډیردلیلونه دی هغه قوم لره چه ایمان لری ﴿۹۹﴾
اوگنړی دوی اللّه تعالٰی لره شریکان پیریان او پیداکړی دی اللّه تعالٰی دوی اوجوړوی (په دروغه) اللّه تعالٰی لره ځامن او لونړه بغیر دپوهی نه پاک دی اللّه تعالٰی او لوی دی دهغی نه چه دوی ئی بیانوی (په صفت دهغه کښی) ﴿۱۰۰﴾
ناآشنا پیدا کؤونکی د آسمانونو او دځمکی دی څرنگه کیدی شی هره لره اولاد اونیشته هغه لره ښځه اوپیدا کړی دی هرشئ او هغه په هرڅیزباندی پوهه دی ﴿۱۰۱﴾
[۹۹] دابل دلیل عقلی دی دی ته دلیل وسطی وئیلی شی په دی کښی پنځه څیزونه د هیئت دانسان دپاره ذکردی (۱) حب دپاره دغذا دی (۲) نخل دپاره دغذا او تفکه دواړو دی (۳) اعناب دپاره دتفکه او مشروباتو حلالو (۴) زیتون دپاره دتیلو (۵) رومان دپاره د دوائی دادتربیت اصول دی (مِنَ السَّمَاءِ) مراد سماء نه وریځ ده یاسماء په خپله معنیٰ دی (مُتَرَاكِبًا) اوددی نه وږی دغنمو وربشو جوارو وغیره مراد دی - (مِنْ طَلْعِهَا) طلع اول هغه څیز چه دمیوی د کهجوری نه راښکاره شی هغی ته کفریٰ هم وئیلی شی (دَانِيَةٌ) یوبل ته نزدی دی رااخستونکوته نزدی دی (مُشْتَبِهًا) زیتون او رمان په پانړو کی یوشان دی چه په نظرکوونکی باندی اشتباه راولی اوپه میوه کښی مشابه نه دی (لَآيَاتٍ) دلیلونه دتوحید اودبعث بعدالموت دی (يُؤْمِنُونَ) مراد ددی نه انابت کوونکی دی یاایمان لرونکی په خالقیت د اللّه تعالٰی باندی -
[۱۰۰] دا زورنه ده هغه چاته چه پیران او اولیاء اوملائک د اللّه تعالٰی سره شریک جوړوی - دا عطف دی په پټ فعل باندی یعنی اقرواللّه بما تقدم ذکره او جعلوا اه (اقرار کوی په مخکښی کارونو د اللّه تعالٰی دپاره لیکن شرک ورسره کوی اوپه دی کښی رد دی په مشرکین بالجن او بالانس او بالملائکه باندی (شُرَكَاءَ) دا شرک دپیریانو په ډیرو طریقو سره دی قول دزنادقو دادی چه شیطان خالق دشردی اود اللّه تعالٰی رور دی او قول دحائطیه معتزله دادی چه اللّه تعالٰی اول ابلیس پیدا کړو نوبیائی هغه ته تدبیر دعالم اوسپارلو اوقول دجن په سورة جن کښی دلیل دی په شرک بالجن باندی (وَخَرَقُوا) په معنیٰ ددروغو وئیلو دی اوداتعبیرددی دپاره ذکر دی چه پیدایش د ځامنو او لونړو سیری کیدل او تجزّی غواړی -
[۱۰۱] دا علت دسبحانه دپاره په بیان دکلماتو دتوحید سره، په دی کښی پنځه کلمات دتوحید دی (بَدِيعُ) اشاره ده چه پیدایش د آسمانونو او دځمکو کښی مخکښی مثال ته محتاج نه دی نوشریک او ولد ته حاجت نه لری اوپه دی آیت کښی پنځه واړه جملی دپاره درد د عقیدی دولدیت دی ( وَلَمْ تَكُنْ لَهُ صَاحِبَةٌ) په دی کښی اشاره ده چه کومو خلقو اللّه تعالٰی ته دولد نسبت کړی دی هغوی اللّه تعالٰی دپاره د زوجیت عقیده نه لرله (كُلَّ شَيْءٍ) او ولد دخالق خو مخلوق نشی کیدی بلکه دواړو کښی مجانست شرط دی اومراد کل شیء هغه دی چه دشان د هغی نه مخلوقیت وی نوذات او صفات او کلام د اللّه تعالٰی په دی کښی داخل نه دی (وَهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ) یعنی علم بکل شیء صفت خاصه د اللّه تعالٰی دی اوکه ولدئی وی نولازم ده چه هغه په دی صفت کښی ورسره شریک وی دوجی دمجانست نه -