وَإِذَا سَمِعُوا ۲۹۲ الأنعام

وَهُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ النُّجُومَ لِتَهْتَدُوا بِهَا فِي ظُلُمَاتِ الْبَرِّ وَالْبَحْرِ قَدْ فَصَّلْنَا الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ ﴿۹۷﴾ وَهُوَ الَّذِي أَنْشَأَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ فَمُسْتَقَرٌّ وَمُسْتَوْدَعٌ قَدْ فَصَّلْنَا الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَفْقَهُونَ ﴿۹۸﴾

اوخاص اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه په پیداکړی دی تاسولره ستوری چه لارمعلوموئ په هغی سره په تیارو داوچه او سمندرکښی یقیناً په تفصیل بیان کړی دی مونږ دلیلونه هغه قوم لره چه پوهیږی ﴿۹۷﴾
اوخاص اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه پیداکړی یئ تایو دیو نفس نه پس تاسول ځای دآرام او ځای د سپارنی دی یقیناً تفصیلاً بیان کړی دی مونږ دلیلونه هغه قوم لره چه ښه پوهیږی ﴿۹۸﴾

[۹۷] دابل عقلی دلیل دی اوشمس او قمر نه ئی جدا ذکرکړوځکه دهغی او ددی په فائدوکښی ډیرفرق دی او (لِتَهْتَدُوا) دائی یوه فائده ذکر کړی ده اونوری دوه فائدی هم شته لکه په سورة ملک (۵) کښی زینت د آسمان او رجم دشیطانانو (فَصَّلْنَا) په دی کښی معنیٰ دتفصیل اودوضاحت اود جدا جدا بیان کولو ده (يَعْلَمُونَ) یعنی چه علم لری د طریقی داستدلال نیولو -
[۹۸] دا بل دلیل عقلی انفسی دی (فَمُسْتَقَرٌّ) (۱) صلب دپلار (۲) یادورځی گرځیدل (۳) یادنیوی ژوند (مُسْتَوْدَعٌ) (۱) دموررحم (۲) دشپی دآرام ځای (۳) یا محل دده په برزخ کښی اودا الفاظ ټولو معانو ته شامل دی - اودا ډونگی علم غواړی ځکه (يَفْقَهُونَ) ئی اوفرمایل ځکه انشاء دټولوانسانانو دیوپلار نه ده چه آدم دی اواحوال داستقرار او استیداع معلومول علم دقیق غواړی چه هغی ته فقه وئیلی شی -