إِنَّ اللَّهَ فَالِقُ الْحَبِّ وَالنَّوَى يُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَمُخْرِجُ الْمَيِّتِ مِنَ الْحَيِّ ذَلِكُمُ اللَّهُ فَأَنَّى تُؤْفَكُونَ ﴿۹۵﴾ فَالِقُ الْإِصْبَاحِ وَجَعَلَ اللَّيْلَ سَكَنًا وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ حُسْبَانًا ذَلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ ﴿۹۶﴾
یقیناً اللّه تعالٰی څیری کؤونکی ددانو او د اډوکو دی راوباسی ژوندی دمړنه او راویستونکی دی مړدژوندی نه دا (صفت والا) اللّه تعالٰی دی پس څنگه اوړیدی شئ تاسو ﴿۹۵﴾
څیری کؤونکی دصبا دی اوجوړه کړی ده شپه دآرام دپاره او نمر او سپوږمئ دپاره دحساب دا اندازه دزورآور ذات ده چه پوهه دی په هرڅه باندی ﴿۹۶﴾
[۹۵] دا دلیل عقلی دی په توحید اوپه اثبات دبعث باندی (الْحَبِّ) دانی دغلی او نویٰ د میوو دپاره وی - (فَالِقُ) نه مراد داچه هغه ځمکه سیري کړی (اوچوی) نوتیغ ترینه رااوباسی یاروستو دپیدایش د دانی او هډوکی نه دهغی په مینځ کښی چود جوړوؤنکی دی (يُخْرِجُ) دا تفسیر دماقبل دی ددی وجی نه عطف ئی نه دی کړی ځکه چه مراد دحی او میت نه تازه او شنه بوټی د اوچو دانو نه پیداکول اوپه عکس سره - عالم دجاهل نه اوپه عکس سره - مؤحد دمشرک نه اوپه عکس سره - او ژوندی انسان او حیوان دنطفی نه یا د هگئ نه اوپه عکس سره داټول په دی کښی داخل دی (وَمُخْرِجُ) دا عطف دی فالق باندی ځکه چه یخرج الحئ آه تفسیر وؤ دفالق او مخرج المیت تفسیردفالق نه دی ددی وجی نه ئی په اسم فاعل سره ذکر کړو (ذَلِكُمُ اللَّهُ) دا نتیجه ددلیل ده یعنی دا تصرف کوؤنکی طبیعت او دَهَرْ (زمانه) او ماده او ولی اوبزرگ نه دی بلکه اللّه تعالٰی دی -
[۹۶] مخکښی دلیل او احوال دځمکی وؤ اوس دلیل په احوال سماویه سره ذکرکوی (فَالِقُ الْإِصْبَاحِ) څیری کوونکی دشپی دی په صبا ښکاره کولوسره یعنی فالق ظلمة اللیل بالاصباح (وَجَعَلَ) هرکله چه مخکښی اسم فاعل کښی معنیٰ فعلی مراد وه نوصحیح دی په هغه باندی عطف دفعل (سَكَنًا) وقت السکون (حُسْبَانًا) یعنی گرځی دوی په حساب مقررسره یادپاره دحساب دورځو اومیاشتو اوکلونو یاپه معنیٰ دویشتونکی دی -