وَإِذَا سَمِعُوا ۲۹۰ الأنعام

وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا أَوْ قَالَ أُوحِيَ إِلَيَّ وَلَمْ يُوحَ إِلَيْهِ شَيْءٌ وَمَنْ قَالَ سَأُنْزِلُ مِثْلَ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَلَوْ تَرَى إِذِ الظَّالِمُونَ فِي غَمَرَاتِ الْمَوْتِ وَالْمَلَائِكَةُ بَاسِطُو أَيْدِيهِمْ أَخْرِجُوا أَنْفُسَكُمُ الْيَوْمَ تُجْزَوْنَ عَذَابَ الْهُونِ بِمَا كُنْتُمْ تَقُولُونَ عَلَى اللَّهِ غَيْرَ الْحَقِّ وَكُنْتُمْ عَنْ آيَاتِهِ تَسْتَكْبِرُونَ ﴿۹۳﴾ وَلَقَدْ جِئْتُمُونَا فُرَادَى كَمَا خَلَقْنَاكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَتَرَكْتُمْ مَا خَوَّلْنَاكُمْ وَرَاءَ ظُهُورِكُمْ وَمَا نَرَى مَعَكُمْ شُفَعَاءَكُمُ الَّذِينَ زَعَمْتُمْ أَنَّهُمْ فِيكُمْ شُرَكَاءُ لَقَدْ تَقَطَّعَ بَيْنَكُمْ وَضَلَّ عَنْكُمْ مَا كُنْتُمْ تَزْعُمُونَ ﴿۹۴﴾

اوڅوک ډیرلوی ظالم دی دهغه چانه چه جوړوی په اللّه تعالٰی باندی دروغ یا وائی وحی کړی شوی ده ماته اووحی نه وی کړی شوی هغه ته هیڅ اوهغه څوک چه وائی ځه به راولیږم په شان دهغی چه رالیږلی دی اللّه تعالٰی اوکه ووینی هغه وخت چه ظالمان به سختو دمرگ کښی وی اوملائک به اوږدؤونکی وی لاسونه خپل (وائی به) راوباسئ ساگانی خپلی نن بدله درکیدشی تاسوته دعذاب دذلت په سبب دهغه چه جوړولی تاسوپه اللّه تعالٰی باندی ناحق خبری (دشرک اوبدعت) اووئی تاسوچه د آیاتونو دهغه نه مولوئی کوله (یعنی ددلیلونودتوحیدنه) ﴿۹۳﴾
او یقیناً راغلئ تاسو مونږته یواځی لکه چه پیدا کړئ مونږتاسو اول ځل اوپریخودو تاسو هغه (نعمتونه) چه درکړی دی مونږتاسوته روستو دشاگانو ستاسو نه اونه وینومونږتاسو سره سفارشیان ستاسو هغه چه تاسو خیال کؤو چه دوی ستاسوپه مال اولاد کښی برخی والادی یقیناً پری کړی شو تعلق ستاسو او ورک شو ستاسو نه هغه چه تاسو گمان کؤو ﴿۹۴﴾

[۹۳] روستو دصدق دقرآن نه زورنه په دری قسمه ظلمونوسره ده چه هغه دمخالفت دقرآن سره تعلق لری اول (افْتَرَى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا) په تحریف کولو سره لفظا او اومعنی اوپه نسبت کولودشرک اللّه تعالٰی ته - دوهم سرهٔ دافتراء نه دعویٰ دنبوت کاذبه کوی (الظَّالِمُونَ) دا شامل دی دغه دری قسمه ظالمانوته اوقرطبی وئیلی دی چه داخل دی په دی کښی هغه څوک (صوفیاء) چه اعراض کوی دقرآن او سنت اود طریقی دسلف صالحین نه او دعویٰ کوی دعلم داحکامو په صفائی دزړه خپل سره اودلیل نیسی په علم د خضرعلیه السلام سره نو دا زندقه اوکفر دی (غَمَرَاتِ الْمَوْتِ) حال دځنکدن دی مخکښی دحال دبرزخ او قیامت نه (بَاسِطُو أَيْدِيهِمْ) لاسونه به ئی اوږده کړی وی دهغوی ارواحو قبض کولو دپاره او (أَخْرِجُوا) په طریقه دزورنی سره دی چه شابئ خپل ارواح را اوباسئ او راویستلی به ئی نشی - بله معنیٰ داده چه اوږده کړی به ئی وی لاسونه دپاره د وهلو دهغوی (أَخْرِجُوا) چه بچ کړئ ځانونه خپل دعذاب نه (الْيَوْمَ) ددی نه مراد عذاب برزخی دی یا عذاب دمحشردی (غَيْرَ الْحَقِّ) اول دواړه قسمونوته راجع دی (وَكُنْتُمْ عَنْ آيَاتِهِ) دا دریم قسم ته راجع دی (الْهُونِ) هرکله چه دا دری واړه دعوی دتکبر د وجی نه دی نوسزائی په سخت اهانت سره ده -
[۹۴] په دی کی ذکر دی دزوال د اسبابو د استکبار چه هغه دری دی اول ډلی تابعداران مریدان وغیره - دوهم مالونه جائیداد صفتونه وغیره - دریم پیران متبوعین مددگاران (وَلَقَدْ جِئْتُمُونَا) داپه وخت دبرزخ کښی به وئیلی شی یا دا یره اخروی ده په بیان دپنځه حالاتو (فُرَادَى) بغیر دمال او اولاد او نوکرانو تابعدارانو مریدانو شاگردانو وغیره نه (مَا خَوَّلْنَاكُمْ) خول هغه نعمتونه چه اللّه تعالٰی انسان ته ورکړی دی په دنیا کښی مریان او مالونه جائیداد بادشاهی، سلطنت کارخانی وغیره (وَرَاءَ ظُهُورِكُمْ) یعنی په شان دهغه څیز چه شاته پاتی شی نودهغی نه انتفاع نشی اخستلی کیدلی بلکه شاته گوری نوڅټ ئی کوږ شی (شُفَعَاءَكُمُ) هغه معبودگان بزرگان پیران وغیره چه دوی دهغوی نه حاجتونه غوختل په دی عقیده چه دوی د اللّه تعالٰی سره برخه لری په صفتونو او عبادتونوکښی (فِيكُمْ) یعنی ستاسوپه مالونو او اولاد کښی دهغوی نذز نیاز وؤ - اودی آیت کښی رد دی په شفاعت شرکیه باندی دنیکانوپه باره کښی (بَيْنَكُمْ) مراد ددی نه تعلق دمحبت دبزرگانو دی په محبت شرکیه سره یعنی تعلق دپیرئ مریدئ‌ به ختم شی اودا خلاف دی د زعم دمشرکانونه (بَيْنَكُمْ) بین داضدادو نه دی فصل او وصل دواړوته وئیلی شی (وَضَلَّ) دا ترقی ده دماقبل نه یعنی که بالفرض تقطع شی اونشی نوهم مقصد ددوی برباد دی - ضَلَّ په معنیٰ د روکیدلو اوبرباد کیدلو دی -