وَإِذَا سَمِعُوا ۲۸۹ الأنعام

وَمَا قَدَرُوا اللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِ إِذْ قَالُوا مَا أَنْزَلَ اللَّهُ عَلَى بَشَرٍ مِنْ شَيْءٍ قُلْ مَنْ أَنْزَلَ الْكِتَابَ الَّذِي جَاءَ بِهِ مُوسَى نُورًا وَهُدًى لِلنَّاسِ تَجْعَلُونَهُ قَرَاطِيسَ تُبْدُونَهَا وَتُخْفُونَ كَثِيرًا وَعُلِّمْتُمْ مَا لَمْ تَعْلَمُوا أَنْتُمْ وَلَا آبَاؤُكُمْ قُلِ اللَّهُ ثُمَّ ذَرْهُمْ فِي خَوْضِهِمْ يَلْعَبُونَ ﴿۹۱﴾ وَهَذَا كِتَابٌ أَنْزَلْنَاهُ مُبَارَكٌ مُصَدِّقُ الَّذِي بَيْنَ يَدَيْهِ وَلِتُنْذِرَ أُمَّ الْقُرَى وَمَنْ حَوْلَهَا وَالَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ يُؤْمِنُونَ بِهِ وَهُمْ عَلَى صَلَاتِهِمْ يُحَافِظُونَ ﴿۹۲﴾

اوقدر نه دی کړی دوی د اللّه تعالٰی لائق قدر کله چه اووئیل دوی نه دی نازل کړی اللّه تعالٰی په هیڅ بنده باندی هیڅ شی اووایه چا نازل کړی دی هغه کتاب چه راوړی دی هغه موسیٰ علیه السلام رنړا اوهدایت دپاره دخلقو (بنی اسرائیلو) اوگرځو تاسو هغه ټکړی ټکړی ښکاره کوئ‌ تاسو بعضی او پټوئ ډیری اوخودلی شوی دی تاسوته هغه شی چه نه پیژندو تاسو او نه ستاسو پلارانو او وایه اللّه تعالٰی بیا پریږده دوی په باطله مشغولا ددوی کښی چه لوبی کوی ﴿۹۱﴾
اودا کتاب نازل کړی دی مونږ برکت والا تصدیق کؤونکی دی دهغه کتابونو چه مخکښی دده نه دی او دی دپاره چه اویروی ته اصل دکلو (مکه معظمه) اوڅوک چه چاپیره ددی نه دی اوهغه کسان چه ایمان لری په آخرت باندی ایمان لری په دی کتاب باندی اودوی په خپلو مونځونوباندی ساتنه کوی ﴿۹۲﴾

[۹۱] ددی آیت نه تر (۱۰۴) پوری پنخم باب دی په دی کښی دری زجرونه دی اوترغیب دی قرآن ته اوتخویف اوپنځه عقلی دلیلونه دی (وَمَا قَدَرُوا اللَّهَ) ربط دادی چه دوی منکرینو وئیل چه ته دانبیاؤ اقتداء کوی نودمشرانو (مشرکانو) اوکتابیانو اقتداء ولی نه کوی؟ حاصل دجواب دادی چه دوی د اللّه تعالٰی قدرنه کوی نودوی لائق داقتداء نه دی اودا آیت زورنه ده په انکار دکتاب د اللّه تعالٰی اودا د اللّه تعالٰی بی قدری او بی عزتی ده اوانکار دی درحمت د اللّه تعالٰی نه چه هغه انزال دکتاب او بعث درسول دی - مَا قَدَرُوا په معنیٰ دمعرفت او په تعظیم اوصفت کولو دی (۱إِذْ قَالُوا) دا تفصیل د بی قدرئ دی (مَنْ أَنْزَلَ الْكِتَابَ) دوی سلب کلی کړی وو نودهغی جواب په ایجاب جزئی سره کافی دی او دا الزامی جواب دی اونقض دی دقول ددوی (نُورًا) دلیلونه دی (هُدًى) حکمتونه دی (تُبْدُونَهَا) کوم چه ددوی دطبیعت برابروی نوهغه به ئی ښکاره کول اوکوم چه ددوی دخواهش نه خلاف وؤ نوهغه به ئی پټول - او دی آیت نه معلومه شوه چه کتاب د اللّه تعالٰی بی ضرورته ټکړی ټکړی کول منع دی داسی قرطبی لیکلی دی (وَعُلِّمْتُمْ) اشاره ده چه په کتاب د اللّه تعالٰی سره هغه علمونه حاصلیږی چه مخلوق دهغی علم نه لری اودا عطف دی په نوراً باندی (اللَّه) دا مفرد مراد نه دی بلکه فعل پټ ورسره دی یعنی انزل اللّه، ابن کثیر دلته رد کړی دی په ذکرمفردوالوباندی (ثُمَّ ذَرْهُمْ) داعطف دی په قل باندی زجردی منکرینوته روستو د الزام نه په هغوی باندی (يَلْعَبُونَ) دا جواب امرنه دی بلکه حال دی یا استیناف دی مراد ددی نه استهزاء او مسخری کول دی -
[۹۲] داترغیب دی قرآن ته په بیان د پنځه صفاتوسره روستودذکر دتورات نه یعنی چه هغه کتاب منزله تاسو منئ‌ نوداقرآن هم منزل اومنئ (مُبَارَكٌ) نیشاپوری وئیلی دی چه خیرئی ډیردی اونفع ئی ډیره ده او سبب دی د ښه کارونو اومنع کوونکی دی منکراتونه اوطریقه د اللّه تعالٰی جاری ده چه څوک دقرآن دعلم تفتیش کوی اوپه هغی باندی تمسک کوی عزت به حاصل کړی په دنیا کښی اوسعادت به حاصل کړی په آخرت کښی اوددی تجربه شوی ده اوصحیح ثابت شویده (مُصَدِّقُ) ځکه چه مشتمل دی په توحید اوپاکئ د اللّه تعالٰی دشرک نه اوبشارت او انذار باندی اودغه مضمون دی د مخکنوکتب الٰهیو (أُمَّ الْقُرَى) شربینی وئیلی دی چه داقبله دټولو کلوده اومجمع دهغوی ده اواعظم شان والا ده یا داچه ټوله ځمکه ددی نه غوړیدلی ده یااول بیت دی دخلقودعبادت دپاره (وَالَّذِينَ) ددی وجه داده چه څوک ایمان په آخرت باندی لری نودعاقبت فکرکوی اودهغی وجی نه ایمان په نبی او په قرآن لری (وَهُمْ عَلَى صَلَاتِهِمْ) دائی خاص ذکرکړو ځکه چه داعلامت دایمان دی -