ذَلِكَ هُدَى اللَّهِ يَهْدِي بِهِ مَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَلَوْ أَشْرَكُوا لَحَبِطَ عَنْهُمْ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۸۸﴾ أُولَئِكَ الَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ وَالْحُكْمَ وَالنُّبُوَّةَ فَإِنْ يَكْفُرْ بِهَا هَؤُلَاءِ فَقَدْ وَكَّلْنَا بِهَا قَوْمًا لَيْسُوا بِهَا بِكَافِرِينَ ﴿۸۹﴾ أُولَئِكَ الَّذِينَ هَدَى اللَّهُ فَبِهُدَاهُمُ اقْتَدِهْ قُلْ لَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرَى لِلْعَالَمِينَ ﴿۹۰﴾
داحقه لارد اللّه تعالٰی ده هدایت کوی په دی سره چاله چه اوغواړی دبندگانودهغه نه اوکه بالفرض شرک کړی وی دوی خامخا برباد شوی به ؤو ددوی نه عملونه چه دوی کول ﴿۸۸﴾
داهغه کسان دی چه ورکړی ؤو مونږدوی ته کتابونه اوپوهه ددین پیغمبری پس که انکارکوی ددی مسئلی نه داکسان پس یقیناً توفیق ورکړی دی مونږددی هغه قوم ته چه نه دی ددی نه انکارکؤونکی ﴿۸۹﴾
داهغه کسان دی چه خودنه کړی ده اللّه تعالٰی دوی ته پس دلاری د دوی تابعداری کوه اووایه نه غواړم ستاسونه په دی باندی څه بدله نه دی دا مگرنصیحت دی دپاره دخلقو ﴿۹۰﴾
[۸۸] دی آیت نه معلومه شوه چه په شرک سره دنبی عمل برباد کیدی شی نودبل چا دعمل څه حیثیت دی - (ذَلِكَ) کښی اشاره ده هغه هدایت ته چه په هدینا او وهدیناهم کښی ذکر دی اواشاره ده چه انبیاء هم په هدایت کښی اللّه تعالٰی ته محتاج دی (وَلَوْ أَشْرَكُوا) په دی ذکرکوی قباحت دشان دشرک اومعلومه شوه چه مخکښی ذکر شوی هدایت په معنیٰ دپوخ والی دی په توحید باندی اودارنگ بنیاد دهدایت توحید دی -
[۸۹] په دی کښی تفصیل دهدی اللّه دی د (الْكِتَابَ) نه مراد جنس کتاب دی اودا مستلزم ددی نه دی چه ټولوته کتابونه ورکړی شوی وی بلکه روستنی ته چه دمخکنی کتاب په میراث ورکړی دیته هم اتیناهم شامل دی (وَالْحُكْمَ) اللّه تعالٰی هرنبی ته دکتاب نه علاوه زیاتی وحی هم ورکوی چه هغی ته حکمت اوسنت وئیلی شی (فَإِنْ يَكْفُرْ بِهَا) اشاره ده چه کوم دین اللّه تعالٰی رالیږلی دی نودهغی په حفاظت کښی څه خاص خلقوته محتاج نه دی (هَؤُلَاءِ) ددی نه مراد موجوده کافران دی اوقوما نه مراد مخکنی انبیاء او ملائک او انصاراومهاجرین اودهری زمانی مؤحدین اودا اقوال قرطبی وغیره ذکرکړی دی -
[۹۰] دا آیت دلیل دی چه دټولو پیغمبرانو دین یودی صرف بعضی فروعو کښی فرق وی - دارنگ اجرت نه اخستل په دین باندی دټولوانبیاؤ طریقه ده (أُولَئِكَ) دا دلیل دی په عصمت دانبیاء علیهم السلام دضلال نه اواشاره ده چه هدایت په طریقه دانبیاء علیهم السلام کی حصردی (فَبِهُدَاهُمُ) مراد ددی نه تمام اصول عقائد اواخلاق او طریقی ددعوت دانبیاء علیهم السلام دی اوفروعو کښی هغه مراد دی چه دهغوی په دین پوری خاص نه دی اوپه دی کښی اشاره ده چه دمخکنوانبیاؤ فضائل او اخلاق زمونږپه نبی ﷺ کی راجمع دی (اقْتَدِهْ) اقتداء موافقت دروستنی شخص ده دمخکنی سره په قول اوعمل کښی سره ددلیل مستقله نه اواتباع موافقت دی په عمل کښی فقط دوجی ددلیل دمخکنی نه اوتقلید خو بی دلیله په چا پسی تلل دی - سوال: امرپه اقتداء سره دلالت کوی چه زمونږ نبی ﷺ افضل نه دی؟ جواب: داقتداء چه کومه معنیٰ ذکرشوه هغه صرف په روستووالی دلالت کوی هغه په افضلیت دسابق باندی دلالت نه کوی (قُلْ لَا أَسْأَلُكُمْ) چه په انبیاء علیهم السلام باندی تبلیغ فرض عین دی نوددی وجی نه په هغوی باندی اجرت اخستل به هغی باندی حرام دی اوچه فرض عین نه وی نوپه هغی باندی په اجرت اخستلوکښی اختلاف دی اودا کلمه دټولو انبیاؤ په هدایت کښی ذکر ده (ذِكْرَى لِلْعَالَمِينَ) مراد ددی نه انس او جن دی ترقیامته پوری -