وَإِذَا سَمِعُوا ۲۸۷ الأنعام

وَزَكَرِيَّا وَيَحْيَى وَعِيسَى وَإِلْيَاسَ كُلٌّ مِنَ الصَّالِحِينَ ﴿۸۵﴾ وَإِسْمَاعِيلَ وَالْيَسَعَ وَيُونُسَ وَلُوطًا وَكُلًّا فَضَّلْنَا عَلَى الْعَالَمِينَ ﴿۸۶﴾ وَمِنْ آبَائِهِمْ وَذُرِّيَّاتِهِمْ وَإِخْوَانِهِمْ وَاجْتَبَيْنَاهُمْ وَهَدَيْنَاهُمْ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ ﴿۸۷﴾

او ذکریا علیه السلام او ته او یحییٰ علیه السلام ته او عیسیٰ علیه السلام ته اوالیاس علیه السلام ته دا ټول وؤ دکاملونیکانونه ﴿۸۵﴾
اواسماعیل علیه السلام ته اویسع علیه السلام او اویونس علیه السلام او لوط علیه السلام ته اودی ټولو ټه غوره والی ورکړی ؤو مونږه په خلقوباندی ﴿۸۶﴾
اوبعضی دپلارانو ددوی نه او داولاد ددوی نه او درونړو ددوی نه اوغوره کړی ؤو مونږ دوی اورسولی ؤو مونږدوی لره نیغی لاری ته ﴿۸۷﴾

[۸۵] د ا څلورانبیاء دکمال رهد او عبادت دوجی نه دصالحینونه شمارشول کمال صلاح کول د ماینبغی او اجتناب کول مالاینبغی نه (شربینی) -
[۸۶] دا څلورانبیاء غیرمشهوروؤ خلقو ددوی فضیلت نه پیژندلو ځکه ددوی فضیلت ئی ذکرکړلو ددی نه دلیل نیولی شوی دی په تفضیل دانبیاؤ سره په ملائکوباندی -
فائده: عیسیٰ علیه السلام په ذریت د نوح علیه السلام یا ابراهیم علیه السلام کښی شمارشو اوحال داچه دهغه پلار نه وو نومعلومه شوه چه اولاد دلونړو هم په اقاربو کښی داخل دی اوتفصیل د اختلاف قرطبی ذکر کړی دی -
[۸۷] ددی آیت دا مطلب نه دی چه ددی ټولو پیغمبرانو پلاران او ځامن رونړه وؤ بلکه که دچا وؤ نوپه هغوی کښی بعضی کسانولره دامقام ورکړی شوځکه چه مِن دپاره دتبعیض دی (وَاجْتَبَيْنَاهُمْ) جبی په اصل کښی جمع کولوته وئیلی شی اومراد ترینه خوښول او غوره کول دی اوغوره څیز دځان سره راجمع کوی نواجتباء کښی اشاره ده دهغوی صفاتو ‌ذاتیو لازموته او (هَدَيْنَاهُمْ) کښی اشاره ده علومو دنبوت او صفات متعدیو ته - اومعلومه شوه چه صراط مستقیم دانبیاؤ لارته وئیلی شی -