الَّذِينَ آمَنُوا وَلَمْ يَلْبِسُوا إِيمَانَهُمْ بِظُلْمٍ أُولَئِكَ لَهُمُ الْأَمْنُ وَهُمْ مُهْتَدُونَ ﴿۸۲﴾ وَتِلْكَ حُجَّتُنَا آتَيْنَاهَا إِبْرَاهِيمَ عَلَى قَوْمِهِ نَرْفَعُ دَرَجَاتٍ مَنْ نَشَاءُ إِنَّ رَبَّكَ حَكِيمٌ عَلِيمٌ ﴿۸۳﴾ وَوَهَبْنَا لَهُ إِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ كُلًّا هَدَيْنَا وَنُوحًا هَدَيْنَا مِنْ قَبْلُ وَمِنْ ذُرِّيَّتِهِ دَاوُودَ وَسُلَيْمَانَ وَأَيُّوبَ وَيُوسُفَ وَمُوسَى وَهَارُونَ وَكَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ ﴿۸۴﴾
هغه کسان چه ایمان ئی راوړی دی اونه ئی دی گډ کړی دایمان خپل سره هیڅ شرک دغه کسان دوی دپاره بچ کیدل دی (دعذاب نه) اودوی هدایت والادی ﴿۸۲﴾
اودغه دلیل دتوحید زمونږدی ورکړی ؤو مونږدا ابراهیم علیه السلام ته په مقابله دقوم دهغه کښی پورته کؤو مونږدرجی دهغه هغه چا چه اوغواړومونږه یقیناً رب ستا حکمتونووالادی پوهه دی په هرڅه ﴿۸۳﴾
او اوبخلو مونږ ده ته اسحاق علیه السلام اویعقوب علیه السلام هریوته خودنه کړی وه مونږه (دتوحید) اونوح علیه السلام ته خودنه دتوحید کړی وه مونږمخکښی ددی نه او اولاد دنوح علیه السلام نه (توحید خودلی وو مونږه) داؤد علیه السلام ته اوسلیمان علیه السلام ته او ایوب علیه السلام ته او یوسف علیه السلام ته او موسیٰ علیه السلام ته اوهارون علیه السلام ته او دغسی بدله ورکؤو مونږ ښائسته عمل کؤونکوته ﴿۸۴﴾
[۸۲] داد مخکښی ایت جواب دی یا دابراهیم علیه السلام دطرف نه یا د اللّه تعالٰی دطرف نه (بِظُلْمٍ) نه مراد په دی آیت کښی شرک دی لکه حدیث دبخاری کښی راغلی دی اوپه سورة لقمان (۱۳) کښی دی - دی آیت نه معلومه شوه چه دبعضی خلقو دایمان سره شرک گډ وی مثلا اللّه تعالٰی منی ، رسول منی، کتاب منی، لیکن ورسره د اللّه تعالٰی نه سیوا بل څوک لکه نبی، ولی، وغیره هم حاجت روا، مشکل کشا اختیارمند او غیب دان په شان د اللّه تعالٰی گنړی نودده ایمان ته اعتبارنیشته بلکه دی مشرک دی لکه په سورة یوسف (۱۰۶) کښی دی -
[۸۳] داد مخکښی ایت دلیل دی په دی خبره باندی چه داتیرشوی کلام د ابراهیم علیه السلام (دقال هذا ربی نه تومهتدون پوری) داپه طریقه دحجت سره په قوم باندی پیش کړی وؤ (آتَيْنَاهَا) په طریقه دوحی سره دی - (عَلَى قَوْمِهِ) یعنی دپوهی دابراهیم علیه السلام دپاره نه دی بلکه استدلال دی په مقابله دقوم کښی (نَرْفَعُ دَرَجَاتٍ مَنْ نَشَاءُ) داسی په سورة یوسف کښی هم دی - فرق دادی چه په سورة یوسف کی علم دتدبیر او سیاست اودفع کول دنصرت دنیویه سبب درفع ددرجاتو دی اوپه دی سورت کښی علم دحجت او استدلال اودفع دنصرت اخرویه سبب درفع گرځولی شوی دی -
[۸۴] دا د اوولس انبیاء علیهم السلام ذکردی په دی وجه چه توحید ددی ټولوعقیده وه - اودوی ددی دتبلیغ دپاره غوره کړی شوی وؤ نودا اجماعی او اتفاقی مسئله ده نودا دلیل نقلی دی بیا ددی انبیاء علیهم السلام جدا جدا صفات وؤ (هَدَيْنَا) مراد ددی نه وحی دتوحید او کلکوالی دی په توحید باندی (ذُرِّيَّتِهِ) دا ضمیرراجع دی نوح علیه السلام ته نه ابراهیم علیه السلام ته ځکه چه یونس او لوط علیهم السلام داولاد دابراهیم علیه السلام نه نه وؤ (وَأَيُّوبَ) په ده باندی صرف ابتلاء وه او (يُوسُفَ) باندی نعمت او بلاء دواړه جمع شوی وؤ(وَكَذَلِكَ) لکه چه ابراهیم علیه السلام ته رفع ددرجاتو ملاؤ شوه دارنگ دغه جزا هغه چاته ورکیږی چه احسان (پوخ والی په توحید باندی) کوی په (نَجْزِي) نه مراد نبوت نه دی ځکه چه نبوت په کسب سره نه ملاویږی -