وَإِذَا سَمِعُوا ۲۸۵ الأنعام

إِنِّي وَجَّهْتُ وَجْهِيَ لِلَّذِي فَطَرَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ حَنِيفًا وَمَا أَنَا مِنَ الْمُشْرِكِينَ ﴿۷۹﴾ وَحَاجَّهُ قَوْمُهُ قَالَ أَتُحَاجُّونِّي فِي اللَّهِ وَقَدْ هَدَانِ وَلَا أَخَافُ مَا تُشْرِكُونَ بِهِ إِلَّا أَنْ يَشَاءَ رَبِّي شَيْئًا وَسِعَ رَبِّي كُلَّ شَيْءٍ عِلْمًا أَفَلَا تَتَذَكَّرُونَ ﴿۸۰﴾ وَكَيْفَ أَخَافُ مَا أَشْرَكْتُمْ وَلَا تَخَافُونَ أَنَّكُمْ أَشْرَكْتُمْ بِاللَّهِ مَا لَمْ يُنَزِّلْ بِهِ عَلَيْكُمْ سُلْطَانًا فَأَيُّ الْفَرِيقَيْنِ أَحَقُّ بِالْأَمْنِ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿۸۱﴾

یقیناً ما برابرکړی دی مخ خپل (ځان خپل) هغه ذات ته چه پیداکړی دی آسمانونه او ځمکه کلک یم په توحید باندی اونه یم زه دمشرکانو دډلی نه ﴿۷۹﴾
اوجگړه اوکړه ده سره قوم دده اوئیل ده آیا جگړه کوئ تاسوماسره په باره د اللّه تعالٰی کښی اویقیناً خودنه ئی کړی ده ماته په (دلیلونوسره) اونه ویریږم دهغی نه چه شریکان جوړوئ‌ تاسو دهغه سره مگرکه اوغواړی رب ځما څه شی راگیرکړی دی رب ځما هرشی په علم خپل کښی آیا پس نصیحت نه قبلوئ‌ تاسو ﴿۸۰﴾
اوڅنگه اویریږم دهغه چانه چه تاسوئی اللّه تعالٰی سره شریکوئ اونه ویریږئ تاسو (د اللّه تعالٰی نه) اویقیناً تاسو شریکان جوړکړی دی د اللّه تعالٰی سره هغه څوک چه نه ئی دی نازل کړی په هغی سره په تاسوباندی هیڅ دلیل پس کوم یو ددواړوډلونه زیات حقدار دی د بچ کیدلو دعذاب نه که تاسوپوهیږئ ﴿۸۱﴾

[۷۹] روستو دبرائت شرک نه ذکر دتوحید دی لکه لااله الااللّه کښی اوپه دی کښی اظهار دعقیدی دتوحید دی اوعلت دی دبرائت عن الشرک دپاره (إِنِّي وَجَّهْتُ وَجْهِيَ) قرطبی وئیلی دی چه مراد ددی نه قَصَدْ تُّ بعبادتی او توحیدی دی (قصد می کړی دی په خپل عبادت اوتوحیدسره) اوذکردوجه مراد ترینه ټول بدن اوروح دی (فَطَرَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ) اودا شامل دی ستورو ا وسپوږمئ ته هغه ټول مخلوق دی (حَنِيفًا) حنف په اصل کښی میلان او استقامت دواړوته وئیلی شی یعنی اعراض کوؤنکی دهرباطل دین نه اوپوخ په دین توحید باندی داسی شربینی ذکر کړی دی (مِنَ الْمُشْرِكِينَ) دابرائت دی دجماعت دمشرکانو نه روستو دبرائت دشرک نه -
[۸۰] معلومه شوه چه ابراهیم علیه السلام ددی قوم سره دشرک په ردکښی مناظره کړی وه داسی مناظری کول جهاد دی (وَحَاجَّهُ قَوْمُهُ) دهغوی دطرف نه صرف مجادله وه حجت ورسره نه وؤ محاجه ئی په اعتباردظاهرسره وئیلی ده دهغوی جگړه په توحید کښی وه (وَقَدْ هَدَانِ) مراد ددی نه هغه دلیلونه دی چه مخکښی په ملکوت السمٰوت کښی هغی ته اشاره وه (وَلَا أَخَافُ) داجواب دقول دهغوی دی چه هغوی وئیلی وؤ چه ددی معبودانوزمونږنه ویره اوکړه هسی نه چه په لیونتوب او مرضونوکښی دی اخته کړی (إِلَّا أَنْ يَشَاءَ رَبِّي) دا استثناء منقطع ده یعنی رب ځما چه څه مصیبت اوغواړی نوهغه قادر دی اوداجمله ئی ددی دپاره ذکرکړه چه انسان ته دهغه په ژوند کښی د اللّه تعالٰی دطرف نه څه مرض او مصیبت ضرور رسیږی نومشرک خلق دهغی نسبت خپلو معبودانو ته کوی نودوهم دفع کولودپاره ئی دا استثناء اوئیله لکه په سورة اعراف (۸۹) کښی -
[۸۱] دوی ورته اوئیل چه ددی معبودانو زمونږنه غلی کینه گنی نودوی به درله ټکره درکړی نوهغه ورته جواب اوکړو اودا په طریقه دمحاکمی سره دی یعنی تاسو دقادر ذات نه ویره نه کوئ نوځه ستاسو دعاجز معبودانونه ولی ویره اوکړم (أَشْرَكْتُمْ) سمعانی وئیلی دی چه اشراک دی ته وئیلی شی چه غیراللّه لره جمع کړی د اللّه تعالٰی سره په هغه څیزکښی چه نه وی جائزمگر صرف اللّه تعالٰی لره (مَا لَمْ يُنَزِّلْ) داقید دمزید تقبیح دپاره دی یعنی په دی باندی حجت نیشته نوڅرنگ به نازل کړی اودا دلیل دی چه داثبات دداسی مسئلی دپاره دلیل منزله ضروری دی قیاسونه په دی کښی هیڅ حجت نه دی (الْفَرِيقَيْنِ) مراد ددی نه مؤحدین او مشرکان دی (الْأَمْنِ) مراد ددی نه امن مطلق دی دعذاب د اللّه تعالٰی نه په دنیا اوآخرت کښی ، اَمن دلته بی فکرئ ته نشی وئیلی -