فَلَمَّا جَنَّ عَلَيْهِ اللَّيْلُ رَأَى كَوْكَبًا قَالَ هَذَا رَبِّي فَلَمَّا أَفَلَ قَالَ لَا أُحِبُّ الْآفِلِينَ ﴿۷۶﴾ فَلَمَّا رَأَى الْقَمَرَ بَازِغًا قَالَ هَذَا رَبِّي فَلَمَّا أَفَلَ قَالَ لَئِنْ لَمْ يَهْدِنِي رَبِّي لَأَكُونَنَّ مِنَ الْقَوْمِ الضَّالِّينَ ﴿۷۷﴾ فَلَمَّا رَأَى الشَّمْسَ بَازِغَةً قَالَ هَذَا رَبِّي هَذَا أَكْبَرُ فَلَمَّا أَفَلَتْ قَالَ يَا قَوْمِ إِنِّي بَرِيءٌ مِمَّا تُشْرِكُونَ ﴿۷۸﴾
پس هرکله چه اوغړیدله په ده باندی شپه اوئي لیدلویوستوری ده اوئیل آیا دا ځما رب دی پس هرکله چه پټ شوهغه ده اویل ځه نه خوښوم (دخدائیتوب دپاره) پټیدونکی ﴿۷۶﴾
پس هرکله اولیدله ده سپوږمئ ځلیدونکی ده اوئیل آیا دا رب ځما دی پس هرکله چه پټه شوه ده اوئیل که خودنه نه وی کړی ماته رب ځما (دتوحید) خامخاوی به زه دقوم گمراهونه ﴿۷۷﴾
پس هرکله چه اولیدلو ده لمر ځلیدونکی ده اوویل آیا دا رب دی ځما دا لوی دی (ستاسوپه گمان کښی) پس هرکله چه پټ شو هغه ده اوئیل ای قومه ځما یقیناً زه جدایم دهغه نه تاسو شریک جوړوئ ﴿۷۸﴾
[۷۶] دکوم ستوری عبادت چه دوی کووهغه ښکاره شو (هَذَا رَبِّي) په طریقه دتپوس انکاری سره دی یعنی آیا دارب کیدی شی؟ نه، داقول دقطرب دی لکه سورة انیباء (۳۴) کښی - یا دا معنیٰ ده چه دارب دی په عقیده ستاسوکښی اولکه په سورة حم سجده (۴۷) کښی - داچه وئیلی شوی دی چه ابراهیم علیه السلام په عقیدی سره وئیلی وؤ چه دا رب دی اوبیا روستوئي توحید اوپیژندو یا دائی په طریقه دشک سره وئیلی دی دا دواړه خبری باطلی دی ځکه چه انبیاء علیهم السلام دشرک نه یقیناً پاک دی اودهغوی عقیده دتوحید نه چیری نه خالی کیږی اودا خبره قرطبی او شربینی او ابن کثیر په تفصیل سره لیکلی ده - او دوی وئیلی دی چه جائز نه ده چه په نبی باندی داسی وخت راشی چه هغه دتوحید نه خالی وی نومعلومه شوه چه دابیان ابراهیم علیه السلام په طریقه ددلیل سره قوم ته پیش کړی وؤ -
[۷۷] دا دلیل نیول دی په احوالو دقمرسره اودا داسی شپه وه چه په هغی کښی دکوکب (ستوری دماښام) نه روستو سپوږمئ ښکاره شوه (بَازِغًا) بزغ په اصل کښی شق ته وئیلی شی نو سپوږمئ او لمرکله چه راښکاره کیږی نوتیارو لره اوچوی په ځپلی رنړا سره نومرادترینه شروع کیدل دطلوع دهغی دی (لَئِنْ لَمْ يَهْدِنِي) دلیل د افول مخکښی ذکر شوی دی اوس په دی جمله کښی حکم دعبادت دستوری اوسپوږمئ ذکر کوی چه هغه ضلال او گمراهی ده اودا دلیل دی چه ابراهیم علیه السلام ددی نه مخکښی په هدایت باندی وؤ مشرک او شک کوؤنکی نه وؤ اواشاره ده چه انبیاء علیهم السلام په هدایت کښی اللّه تعالٰی ته محتاج دی -
[۷۸] (بَازِغَةً) مؤنث ئی ذکرکړو ځکه چه شمس مؤنث دی - سوال: هرکله چه شمس مؤنث وؤ هٰذا ئی مذکر ولی ذکر کړو؟ جواب: دامؤنث سماعی دی علامت دتانیث په کښی نیشته نوپه دی کښی تانیث او تذکیر دواړه جائز دی (هَذَا أَكْبَرُ) اکبرغټ دی په اعتبار درنړا سره اوپه اعبتار دجسم سره ځکه چه علماؤ ئی هیئت په عقلی دلیلونوسره ثابت کړی دی چه لمردځمکی نه یوسل شپږشپیته (۱۶۶) چنده غټ دی - اودارنگ دا لوی وؤپه الوهیت کښی په نیزدمشرکانوباندی (يَا قَوْمِ إِنِّي بَرِيءٌ) دلته هم دلیل افول دی چه مخکښی ذکرشوی دی اوبرائت دشرک او دمشرکانونه په هغه دلیل باندی بنا اوتفریع ده -