وَأَنْ أَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَاتَّقُوهُ وَهُوَ الَّذِي إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ ﴿۷۲﴾ وَهُوَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ وَيَوْمَ يَقُولُ كُنْ فَيَكُونُ قَوْلُهُ الْحَقُّ وَلَهُ الْمُلْكُ يَوْمَ يُنْفَخُ فِي الصُّورِ عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ وَهُوَ الْحَكِيمُ الْخَبِيرُ ﴿۷۳﴾ وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ لِأَبِيهِ آزَرَ أَتَتَّخِذُ أَصْنَامًا آلِهَةً إِنِّي أَرَاكَ وَقَوْمَكَ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ ﴿۷۴﴾ وَكَذَلِكَ نُرِي إِبْرَاهِيمَ مَلَكُوتَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَلِيَكُونَ مِنَ الْمُوقِنِينَ ﴿۷۵﴾
اوخاص اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه پیداکړی ئی دی آسمانونه او ځمکه دحق د ښکاره کولودپاره (اواختیارلری) دهغی ورځ چه اوبه وائی اوشه پس اوبه شی وینا دهغه حقه ده اوخاص هغه لره بادشاهی ده په هغه ورځ چه پوکی به اوکړی شی په شپیلئ کښی (هغه) عالم دی په هرپټ اوښکاره باندی اوهغه حکمتونووالادی خبردار دی ﴿۷۲﴾
اوخاص اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه پیداکړی ئی دی آسمانونه او ځمکه دحق د ښکاره کولودپاره (اواختیارلری) دهغی ورځ چه اوبه وائی اوشه پس اوبه شی وینا دهغه حقه ده اوخاص هغه لره بادشاهی ده په هغه ورځ چه پوکی به اوکړی شی په شپیلئ کښی (هغه) عالم دی په هرپټ اوښکاره باندی اوهغه حکمتونووالادی خبردار دی ﴿۷۳﴾
اوکوم وخت چه اوئیل ابراهیم علیه السلام پلار خپل ته (نوم ئی) ازر ؤو آیا گنړی ته بتان (ماسیوااللّه لره) حاجت پوره کؤونکی یقیناً زه وینم تالره او قوم ستا په گمراهئ ښکاره کښی - ﴿۷۴﴾
اودغسی اخودل مونږابراهیم علیه السلام ته (دلیلونه) دبادشاهئ د آسمانونو او دځمکی (چه دلیل پری اونیسی) اوچه شی دی د یقین کوونکونه ﴿۷۵﴾
[۷۲] داذکر دحق د اللّه دی په توحید سره داعطف دی په نسلم باندی په تاویل سره یعنی ولنقیم الصلوة یا امرنا ان اسلموا او ان اقیموا الصلوٰة داهم عملی فرق دی په مینځ دفریقینو کښی یعنی اصحاب دتوحید امرکوی اودارنگ ماموردی په اقامة ا لصلوٰة اوپه تقویٰ سره اوپه عقیده دحشرسره اودعا کوؤنکی دغیراللّه داحقوق الٰهیه نه اداکوی -
[۷۳] دابل دلیل عقلی دتوحید دی چه پیداکول ددنیا و ورانول ددنیا دواړه د اللّه تعالٰی په اختیارکښی دی کارساز هم دی او غیب دان هم دی (وَهُوَ الَّذِي) عطف دی (وهوالذی الیه تحشرون) باندی (بِالْحَقِّ) سمعانی وئیلی دی چه په معنیٰ داظهار حق دی (یعنی دلیل دتوحید) یاپه معنیٰ دکلام حق دی (شربینی) اودا دلیل دی چه کلام د اللّه تعالٰی مخلوق نه دی بلکه سبب دخلق دی (وَيَوْمَ) عطف دی په السموات اه باندی (یعنی تقدریرئی کړی دی دورځ دقیامت) یالفظ د اذکر پټ مراد دی (كُنْ فَيَكُونُ) مراد ترینه مړه کول بیا ژوندی کول دخلقو دی په کلمه دکن سره (يُنْفَخُ فِي الصُّورِ ) نفخ فی الصورپه قرآن کښی لس کرته ذکر ده اودائی اول ایت دی هرکله چه داسورت دتفصیل دعقیدی دپاره دی نوددی وجی نه په دی کښی اول ځل باندی دامسئله ذکر کړه اونفح فی الصور داهل تحقیق په نیزدوه کرته دی اول دفنا دپاره اودوهم دبعث بعدالموت دپاره اوپه دی کښی دواړوته عام ده - صورپه اصل کښی قرن (خکر) ته وئیلی شی اومراد ددی نه هغه قرن (شپیلئ) ده چه اسرافیل علیه السلام په هغی کښی په حکم د اللّه تعالٰی سره پوکی کوی دپاره دفنا د مخلوق بیا د دوباره ژوند -
[۷۴] ددی آیت نه څلورم باب دی تر (۹۰) پوری په دی کښی دلیل نقلی دی دابراهیم علیه السلام نه تفصیلاً او د اوولس (۱۷) انبیاء علیهم السلام نه اجمالاً یعنی د اللّه تعالٰی دیووالی مسئله لکه څنگه چه په عقلی دلیلونو سره ثابته ده نودارنگ په ژبه د ابراهیم علیه السلام او دنورو انبیاؤ نه ثابته ده اومشرکین مکه دعویٰ کوله چه مونږه د ابراهیم علیه السلام په دین باندی یو نود ابراهیم علیه السلام دین بیان شو (أَصْنَامًا) دستورو شکلونه او د نیکانوبندگانو شکلونه ئی جوړکړی وؤ اودهغوی ارواح ئی مدد گار گنړل - اصنام جمع دصنم ده ابن جریر وئیلی دی هرهغه شکل چه دلرگی یا گټی وغیره نه جوړ کړی شی چه په شکل دانسان یا بل څیزسره وی اوهغه شکل ته هم وئیلی شی چه په دیوال وغیره باندی په شکل دانسان وغیره سره جوړشی اوهرمعبود من دون اللّه ته هم وئیلی شی (لِأَبِيهِ آزَرَ) ظاهردقرآن دلیل دی چه آزر نوم دپلار دابراهیم علیه السلام دی اوتاریخ والولیکلی دی چه دهغه نوم تارخ وؤ نودقرآن په مقابله کښی تاریخ ته هیڅ اعتبارنیشته هان کیدی شی چه آزر ئی نوم وی اوتارخ ئی لقب وی (أَتَتَّخِذُ) دادلیل دی چه صنم (بت او فوټو) جوړول ناجائز دی اوهرکله چه دهغی عبادت کوی اودهغی داسی تعظیم کوی لکه د اللّه تعالٰی نوداخوعین شرک دی -
[۷۵] دا آیت دلالت کوی په دی باندی چه ابراهیم علیه السلام دشرک رد په دلیلونو سره کړی وؤ (وَكَذَلِكَ) کاف دپاره دتشبیه دی - یعنی لکه چه خودلی وؤ مونږ هغه ته ضلال دشرک یاپه معنیٰ دعلت دی یعنی د دغه شرک درد دوجی نه خودلی وؤ مونږده ته دلیلونه (نُرِي) مراد ددی رویت علمی دی (مَلَكُوتَ) دامبالغه دمِلک ده اودمجاهد او سعیدبن جبیرنه شربینی نقل راوړی دی چه مراددی نه آیات (دلیلونه) دآسمانونو اودځمکی دی یعنی عقلی افاقی دلیلونه د توحید دی (وَلِيَكُونَ) ددی نه مخکښی معطوف علیه پټ مراد دی لیستدل دپاره ددی چه دلیل اونیسی دپاره د رد دمشرکانو په هغی سره (الْمُوقِنِينَ) یعنی عبارت دی دهغه علم نه چه حاصل شی په دلیل سره اوهیڅ شبه پاتی نشی -