وَإِذَا سَمِعُوا ۲۸۲ الأنعام

وَذَرِ الَّذِينَ اتَّخَذُوا دِينَهُمْ لَعِبًا وَلَهْوًا وَغَرَّتْهُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا وَذَكِّرْ بِهِ أَنْ تُبْسَلَ نَفْسٌ بِمَا كَسَبَتْ لَيْسَ لَهَا مِنْ دُونِ اللَّهِ وَلِيٌّ وَلَا شَفِيعٌ وَإِنْ تَعْدِلْ كُلَّ عَدْلٍ لَا يُؤْخَذْ مِنْهَا أُولَئِكَ الَّذِينَ أُبْسِلُوا بِمَا كَسَبُوا لَهُمْ شَرَابٌ مِنْ حَمِيمٍ وَعَذَابٌ أَلِيمٌ بِمَا كَانُوا يَكْفُرُونَ ﴿۷۰﴾ قُلْ أَنَدْعُو مِنْ دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَنْفَعُنَا وَلَا يَضُرُّنَا وَنُرَدُّ عَلَى أَعْقَابِنَا بَعْدَ إِذْ هَدَانَا اللَّهُ كَالَّذِي اسْتَهْوَتْهُ الشَّيَاطِينُ فِي الْأَرْضِ حَيْرَانَ لَهُ أَصْحَابٌ يَدْعُونَهُ إِلَى الْهُدَى ائْتِنَا قُلْ إِنَّ هُدَى اللَّهِ هُوَ الْهُدَى وَأُمِرْنَا لِنُسْلِمَ لِرَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۷۱﴾

اوپریږده هغه کسان چه جوړکړی دی دین خپل لوبی او مشغله اودهوکه کړی دی دوی لره ژوند دنیوی اوبیان کړه قرآن چه راگیرنشی یونفس په سبب دعمل خپل نه به وی ده لره سیوا د اللّه تعالٰی نه دوست بچ کؤونکی اونه سفارشی اوکه جرمان ورکوی هره جرمانه نه به شی اخستی کیدی دهغه نه دغه کسان هغه دی چه گیربه شی په سبب دعمل خپل دوی دپاره څکل دی دگرمواوبونه اوعذاب درد ناک دی په سبب دهغی چه دوی کفرکوی ﴿۷۰﴾
اووایه: آیا راوبلو سیوا د اللّه تعالٰی نه هغه څوک چه نه فائده راکولی شی مونږته اونه ضرر راکولی شی اوواپس شو مونږپه پوندو خپلو پس دهغی نه چه هدایت کړی دی مونږته اللّه تعالٰی (اوشوبه) په شان دهغه چاچه بی لاری کړی وی هغه لره شیطانانو په ځمکه کښی چه حیران وی ده لره ملگری وی بلی ده لره هدایت ته چه راشه مونږته اووایه ته یقیناً‌ هدایت د اللّه تعالٰی دغه صحیح دین دی اوحکم کړی شوی دی مونږته چه اخلاص دی کؤو رب العٰلمین ته ﴿۷۱﴾

[۷۰] دابل ادب دی په باره د دوهم قسم خلقو کښی چه دین ئی لهوولعب گنړلی دی اودا آیت هم مخکښی ادب سره متعلق دی چه ددغه خلقو سره قطع تعلق اوکړه اوبیا ویره اخروی ده (اتَّخَذُوا دِينَهُمْ لَعِبًا وَلَهْوًا) یومعنیٰ داده چه دین توحید اوسنت پوری توقی کوی اوعبث ئی گنړی په شان دلوبو کولو یاځان مشغولولو لکه چه کیمونسټ وايی چه دادین صرف دافیون په شان دی - دوهمه معنیٰ داده چه کوم شی چه لوبی دی دهغی نه ئی دین جوړکړی دی لکه عرسونه په قبرونوداولیاء یا قوالی او گډا کول چه بعضی متصوفو او ملنگانو دی ته دین وئیلی دی - دریمه معنیٰ داده چه لعب او لهو دنیا ده، یعنی دین ئی ددنیادپاره ذریعه گرځولی ده ددنیا جاه یا مال پری گټی لکه بعضی سیاسیان ددی زمانی چه درقرآن او اسلام په نوم ځان کرسئ ته اورسوی اوبیا ددین تپوس نه کوی - دارنگ اجرتیان چه قرآن لوستل اوددین کار ددنیا حاصلولو په نیت سره کوی دریمه توجیه غوره ده (چه دین ئی ددنیا دپاره ذریعه جوړه کړی ده) ددی وجی نه ورپسی (غرتهم الحیٰوة الدنیا) ذکرکړی دی (وَذَكِّرْ بِهِ) ضمیرقرآن ته راجع دی اوپه دی کښی اشاره ده چه په ذکر کښی ترک ددعوت مراد نه دی بلکه بی پرواه کیدل اوانتظار دعذاب دهغوی مراد دی (أَنْ تُبْسَلَ) ددی په معنیٰ کښی مختلف تغبیرات دی (۱) حبس، بندیدل، راگیرول، کانړه کیدل (۲) فصیحت شرمیدل، اوکلام په اصل کښی کراهیة با لئلا تبسل دی (شَفِيعٌ) داخاص دی په مشرک کافرپوری یامراد داچه بغیرد اذن د اللّه تعالٰی سفارشی به نه وی نوعام دی -
[۷۱] دانتیجه د تیرشوؤ دلیلونو ده اورد د شرک فی الدعاء‌ دی اوپه دی سره نور آداب او طریقی دتعلیم ذکر کوی اوجواب دسوال دی که دنیا پرست مشرکان اووائي‌ چه دنیا پرستی هغه چاته نقصان ورکوی چه دهغوی ولی او شفیع د اللّه تعالٰی نه سیوا نه وی (موحد وی) نوراشئ‌ د اللّه تعالٰی نه سیوا ولی او شفیع اونیسئ‌ اوهغه ته رامدد شه وائی نوکامیاب به شئ‌ نودهغی جواب دی په دی آیت کښی چه د ما نه ولی او سفارشی مرا ددی (وَنُرَدُّ عَلَى) داعطف د مسبب دی په سبب باندی یعنی دعا دغیراللّه سبب د ارتداد دی (كَالَّذِي اسْتَهْوَتْهُ) داحال دی چه شوبه په داسی حال کښی مونږمشابه دهغه چاسره (اسْتَهْوَتْهُ) دهویة نه ماخوذ دی په معنیٰ دکندی سره یعنی گرخولی وی شیطانانوتابع دخواهشاتو اوبخاری وائي یعنی گمراه کړی وی هغه لره شیطانانو (حَيْرَانَ) حال دی یعنی داسی حیران وی چه صحیح لارنه پیژنی (لَهُ أَصْحَابٌ ) یعنی دملگرو خبره هم نه منی حاصل دمثال دادی چه یوسړی ملگروسره بهروتلی وی وپیریان او شیطانان ترینه لار ورکړه کړی نوملگری ئی صحیح لارته رابلی اوشیطانان ئی گډوډ کوی دلاری نه نوصحیح لاری ته نشی راتلی نودارنگ هغه څوک چه غیراللّه ولی او شفیع گنړی اوحاجتونوکښی ورته رامدد شه وائي نورمؤحدین ئی توحید رابلی لیکن گمراهانوپیرانو ملیانودهغه په دماغو قبضه کړی ده نوهغه دتوحید خبری ته غوږ هم نږدی (قُلْ) جواب دسوال دی - سوال داچه هغه مشرک وائی چه زما لار دهدایت ده ځه بله لار نه منم؟ جواب دادی ( قُلْ إِنَّ هُدَى اه - وَأُمِرْنَا) داهم جواب دی دهغوی ددعوی هغوی وائی زمونږپیرانو مونږته دا لار خودلی ده مونږدهغوی تابع یو جواب اوشو (وَأُمِرْنَا) -