وَإِذَا سَمِعُوا ۲۸۱ الأنعام

لِكُلِّ نَبَإٍ مُسْتَقَرٌّ وَسَوْفَ تَعْلَمُونَ ﴿۶۷﴾ وَإِذَا رَأَيْتَ الَّذِينَ يَخُوضُونَ فِي آيَاتِنَا فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ حَتَّى يَخُوضُوا فِي حَدِيثٍ غَيْرِهِ وَإِمَّا يُنْسِيَنَّكَ الشَّيْطَانُ فَلَا تَقْعُدْ بَعْدَ الذِّكْرَى مَعَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ ﴿۶۸﴾ وَمَا عَلَى الَّذِينَ يَتَّقُونَ مِنْ حِسَابِهِمْ مِنْ شَيْءٍ وَلَكِنْ ذِكْرَى لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ ﴿۶۹﴾

دپاره د هرخبروقت مقرر دی اوزرده چه تاسوبه پوهه شئ‌ ﴿۶۷﴾
اوکله چه ته اووینی هغه کسان چه (ناروا) بحث کوی په آیاتونو ځمونږکښی پس مخ واړوه ددوی نه تردی چه مشغوله شی په نورو خبروکښی اوکه چیری هیرکړی تانه شیطان پس مه کینه پس دیاداشت نه دقوم ظالمانوسره ﴿۶۸﴾
اونیشته په هغه کسانو چه ځان ساتی (دشرک نه) دحساب دهغوی نه څه شی او لیکن (په دوی باندی) نصیحت کول دی دی دپاره چه دوی بچ شی ﴿۶۹﴾

[۶۷] دا جواب دسوال دی چه دوی انکارکوی نوعذاب ورباندی ولی نه راځی؟ جواب: دادی چه دهغی مقرر نیټه ده (نَبَإٍ) هغه خبرچه په قرآن کښی موجود دی ددنیا عذاب یا دآخرت عذاب یا دقرآن عام کول -
[۶۸] دا ادب دی چه کله په یو مجلس کښی دشرک او بدعت او فسق خبری کیږی نودغه مجلس کښی شریک کیدل منع دی، صرف دهغوی دنصیحت دپاره تلل جائز دی - ربط دادی چه مخکښی ذکرکړل مستحقین دعذاب په سبب دتکذیب سره اوچه ورسره استهزاء اوطعن ملگری کړی نودهغوی حال اوس ذکر کوی - دارنگ تکذیب کؤونکی یو خو طعن او استهزاء کؤونکی دی دوهم دین لره لهو او لعب گنړونکی دی نو داول قسم ذکر په دی آیت کښی کوی او دوهم قسم ذکر په (۷۰) کښی کوی (وَإِذَا رَأَيْتَ) رویت، لیدل د سترگو او علم دواړو ته عام دی (الَّذِينَ يَخُوضُونَ) خوض په لغت کښی په اوبوکښی ننوتلو (غوپه کیدلو) ته وئیلی شی اوبیا استعمالیږی په مشغوله کیدلو به لغواوعبث خبرو یا کارونوکښی - بل قول دادی چه خوض خلط (گډوډکولو) ته وئیلی شی - قرطبی دمجاهد نه نقل کړی دی چه مراد ددی نه هغه څوک دی چه استهزاء کوی په قران پوری (فِي آيَاتِنَا) مراد ددی نه قرآن دی اوټولو احکامو او دینی مسئلوته شامل دی (حَتَّى يَخُوضُوا فِي حَدِيثٍ غَيْرِهِ) ضمیرمذکور آیاتونوته په اعتباردقرآن سره راجع دی یعنی داسی بحث کوی چه په هغی کښی استهزاء‌ اوطعن دقرآن او ددین نه وی اوتحریف او غلط تاویلات نه وی - اوتفسیرد خوض او اعراض په سورة نساء‌ (۱۴۰) کښی ذکردی (وَإِمَّا يُنْسِيَنَّكَ الشَّيْطَانُ) یعنی هیرکړی عمل په دی قول باندی چه فاعرض اولاتقعد اودا دلیل دی په دی خبره باندی چه په نبی ﷺ باندی نسیان راتلی شی اودا مسئله سرهٔ داختلاف نه قرطبی لیکلی ده (بَعْدَ الذِّكْرَى) ذکریٰ په معنیٰ دیاداشت دحکم د اللّه تعالٰی دی په اعراض سره یاپه معنیٰ دنصیحت کولو اومنع کولو دخوض فی الایات نه -
[۶۹] داهم متعلق دی دمخکښی آیت سره چه دمؤمنانوپه ذمه باندی تبلیغ او نصیحت کول دی دی خلقوته هرکله چه دهغوی مجلس کښی شریک شی په مجبورئ سره - په دی آیت کښی دوه توجیه دی اول داچه مشرکان ستاسو مجلس ته راشی اوخوض کوی نوپه تاسو باندی گناه نیشته - دوهم داچه یتقون معنیٰ داده چه ځان بچ کوی دشرکت دمجلس دهغوی نه نوپه هغوی باندی دمشرکانو دکارونو هیڅ حساب نیشته لیکن صرف په هغوی باندی تذکیراونصیحت کول دی -