وَإِذَا سَمِعُوا ۲۸۰ الأنعام

قُلْ هُوَ الْقَادِرُ عَلَى أَنْ يَبْعَثَ عَلَيْكُمْ عَذَابًا مِنْ فَوْقِكُمْ أَوْ مِنْ تَحْتِ أَرْجُلِكُمْ أَوْ يَلْبِسَكُمْ شِيَعًا وَيُذِيقَ بَعْضَكُمْ بَأْسَ بَعْضٍ انْظُرْ كَيْفَ نُصَرِّفُ الْآيَاتِ لَعَلَّهُمْ يَفْقَهُونَ ﴿۶۵﴾ وَكَذَّبَ بِهِ قَوْمُكَ وَهُوَ الْحَقُّ قُلْ لَسْتُ عَلَيْكُمْ بِوَكِيلٍ ﴿۶۶﴾

ته اوایه: اللّه تعالٰی قادردی په دی چه راولیږی په تاسوباندی عذاب دبره طرف ستاسونه یالاندی دخپوستاسونه یابه گډ کړی تاسوسره مختلفی خیال والا ډلی او اوبه څکوی بعضی ستاسوته جنگ دبعضو اوگوره څنگه قسماقسم بیانؤو دلیلونه ددی دپاره چه دوی پوهه شی ﴿۶۵﴾
او دروغژی گنړی دی لره قوم ستا او داحق دی اووایه نه یم زه په تاسو باندی ‌ذمه وار ﴿۶۶﴾

[۶۵] دابل دلیل عقلی دی دعذاب اختیار دیو اللّه تعالٰی سره دی اودارنگ دا ویره دنیوی ده - ربط دادی چه هرکله یوتکلیف نه اللّه تعالٰی تاسوته نجات درکړی اوبیا تاسو شرک کوئ نو اللّه تعالٰی قادردی چه په بله طریقه په تاسو عذاب راولیږی (أَنْ يَبْعَثَ عَلَيْكُمْ) خطاب مشرکانو کافرانوته دی داد حسن بصری نه نقل دی یا امت د محمد ﷺ ته خطاب دی لکه چه مجاهد نه روایت دی لیکن بنا په روستنی قول باندی اول دواړه عذابونه اللّه تعالٰی دی امت ته معاف کړی دی په سبب ددعا د نبی ﷺ ابن کثیرددی آیت په تفسیرکښی اولس (۱۷) احادیث په دغه یومضمون سره ذکرکړی دی (مِنْ فَوْقِكُمْ) سیلئ، صیحه، کانړی ورول، طوفان لکه په قوم دنوح علیه السلام عاد، ثمود، قوم لوط علیه السلام اصحاب فیل باندی وؤ (أَرْجُلِكُمْ) غرق او خسف لکه فرعون اوقارون باندی اوابن عباس او مجاهد نه مفسرینو نقل کړی دی چه مراد داول نه امراء‌ سوء‌ دی اودوهم نه نافرمانه خدمتگاران او اولاد دی اوزمحشری وئیلی دی چه بری نه باران بندول اوځمکی نه بوټی بندول دافوق او تحت عذاب دی (شِيَعًا) هغه مختلفی ډلی چه خواهشاتوتابع وی لکه چه حدیث کښی ثابت دی چه په دی امت کښی به دری اویا (۷۳) ډلی پیدا کیږی دیونه علاوه به ټول خواهشاتوتابع وی - اودا مستقل عذاب دی اوداسبب دبل عذاب دی چه (يُذِيقَ بَعْضَكُمْ بَأْسَ بَعْضٍ) مراد ترینه قتل وقتال دی په کورنئ‌ کښی (لَعَلَّهُمْ يَفْقَهُونَ) معلومه شوه چه قسماقسم آیاتونو دقرآن او دلیلونو سره فقاهت حاصلیږی -
[۶۶] دازورنه ده نه منونکوته اوضمیر د به قرآن یاعذاب یا تصدیق الایات ته راجع دی (بِوَكِيلٍ) هغه څوک چه کار اواختیارورته سپارلی شوی وی - نوتکذیب نه منع کول کولی شی - [۶۶] دازورنه ده نه منونکوته اوضمیر د به قرآن یاعذاب یا تصدیق الایات ته راجع دی (بِوَكِيلٍ) هغه څوک چه کار اواختیارورته سپارلی شوی وی - نوتکذیب نه منع کول کولی شی -