وَإِذَا سَمِعُوا ۲۷۹ الأنعام

ثُمَّ رُدُّوا إِلَى اللَّهِ مَوْلَاهُمُ الْحَقِّ أَلَا لَهُ الْحُكْمُ وَهُوَ أَسْرَعُ الْحَاسِبِينَ ﴿۶۲﴾ قُلْ مَنْ يُنَجِّيكُمْ مِنْ ظُلُمَاتِ الْبَرِّ وَالْبَحْرِ تَدْعُونَهُ تَضَرُّعًا وَخُفْيَةً لَئِنْ أَنْجَانَا مِنْ هَذِهِ لَنَكُونَنَّ مِنَ الشَّاكِرِينَ ﴿۶۳﴾ قُلِ اللَّهُ يُنَجِّيكُمْ مِنْهَا وَمِنْ كُلِّ كَرْبٍ ثُمَّ أَنْتُمْ تُشْرِكُونَ ﴿۶۴﴾

بیابه پیش کړی شی اللّه تعالٰی ته چه مالک ددوی دی حق دی خبردار خاص هغه لره اختیاردی اوهغه زر حساب کؤونکی دی ﴿۶۲﴾
ته اوایه: څوک بچ کوی تاسو دتیارو داوچی او د دریابونو نه چه بلئ‌ تاسو هغه په عاجزئ سره اوپه پټه سره که بچ ئی کړو مونږ ددی (مصیبت) نه خامخا به شو مونږدشکرگذارونه ﴿۶۳﴾
اوایه: اللّه تعالٰی به بچاؤ درکوی تاسوته دهغی نه او دهرغم نه بیاتاسو شرک کوئ ﴿۶۴﴾

[۶۲] دی آیت کښی اثبات دقیامت دی اود اللّه تعالٰی دری صفات دی ( مَوْلَاهُمُ) دلته په معنیٰ دمالک او متصرف دی نوکافرانوته‌ ئی هم نسبت کیدی شی اوپه سورة محمد (۱۱) کښی مَولَا په معنیٰ دناصردی په دغه معنیٰ سره نفی دی دکافرانونه (الْحَقِّ) دهغه ولایت یقینی دی اودارنگ همیشه دی (أَلَا لَهُ الْحُكْمُ) یعنی روستو درد نه فرمائی چه اختیار دفیصلی کولو صرف اللّه تعالٰی لره دی بل چاته ئی داختیار نه دی سپارلی (أَسْرَعُ) په حدیث سره ثابت ده چه اللّه تعالٰی به ټول مخلوق په دومره وخت کښی حساب اوکړی چه ددنیا دورځونه به سحر نه ترغرمی پوری وخت وی -
[۶۳] دابل دلیل عقلی دی چه په ډیری سختئ کښی تاسوهم اللّه تعالٰی ته رامدد شه وائی نودارنگ په هرتکلیف کښی دهغه نه مدد غواړئ اودهغه بندگی خاص کړئ - ربط ددی آیت دادی چه دادلیل دی په دی خبره چه کافران هم اللّه تعالٰی مولا حق گنړی حکم دهغه دپاره منی په دلیل ددی چه دوی په سختوکښی صرف اللّه تعالٰی ته رامدد شه وائی (ظُلُمَاتِ) مراد حقیقی تیاری دی چه په صحرا یا ځنگل کښی تیاری دشپی اود وریځی کښی راگیرشی اوپه دریاب کښی په تیارودشپی اودوریځو اوپه تیارو دسیلئ اوپه چپو کښی راگیرشی یامراد ظلمات نه سختئ او تکلیفونه دی په اوچه یاپه دریاب کښی چه په انسان باندی داسی هیبت راولی چه بیائی نظر هم نه لږی په شان دتیارو ( تَضَرُّعًا وَخُفْيَةً) مراد دتضرع نه معنیٰ مشهوره ده یا په معنیٰ دعلانیه دی اوجهرپه ژبه او خفیه په زړه کښی نومراد ترینه دواړه طریقی دی ښکاره او پټ (الشَّاكِرِينَ) سمعانی اوشربینی وئیلی دی چه شکرپیژندل دنعت سره اداکولو حق د منعم نه -
[۶۴] داجواب دی د مخکښی سوال اودلیل دی چه اللّه تعالٰی دهرمصیبت نه نجات ورکوؤنکی دی نوتاسو ولی هغی سره شریک جوړوئ‌ (كَرْبٍ) هغه غم دی چه ساه ورسره ډوبه شی یعنی نهایت غم -