وَهُوَ الَّذِي يَتَوَفَّاكُمْ بِاللَّيْلِ وَيَعْلَمُ مَا جَرَحْتُمْ بِالنَّهَارِ ثُمَّ يَبْعَثُكُمْ فِيهِ لِيُقْضَى أَجَلٌ مُسَمًّى ثُمَّ إِلَيْهِ مَرْجِعُكُمْ ثُمَّ يُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۶۰﴾ وَهُوَ الْقَاهِرُ فَوْقَ عِبَادِهِ وَيُرْسِلُ عَلَيْكُمْ حَفَظَةً حَتَّى إِذَا جَاءَ أَحَدَكُمُ الْمَوْتُ تَوَفَّتْهُ رُسُلُنَا وَهُمْ لَا يُفَرِّطُونَ ﴿۶۱﴾
او خاص اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه اوده کوی تاسو دشپی اوپیژنی هغه کارونه چه کوئ ئی تاسو دورځی بیا راویخه وی تاسو په بله ورځ کښی دپاره ددی چه پوره کړی شی نیټه مقرره، بیاخاص هغه ته پیشی ستاسوده بیابه خبردرکړی تاسولره په هغه عملونو چه تاسوئی کوئ ﴿۶۰﴾
اوخاص اللّه تعالٰی زورآور دی پورته دی د بندگانو نه اورالیږی په تاسوباندی ساتونکی ملائک ترهغی چه کله راشی یوتن ستاسو ته مرگ ساه آخلی دهغه نه ملائک ځمونږاودوی هیڅ کوتاهی نه کوی په حکم د اللّه تعالٰی کښی ﴿۶۱﴾
[۶۰] دابل دلیل عقلی دی چه ستاسو اوده کیدل اوبیداریدل په اختیار د اللّه تعالٰی کښی دی نو مخکښی ئی عموم دعلم ذکرکړو اوس عموم دقدرت ذکر کوی (يَتَوَفَّاكُمْ) توفی اخستل دڅیزدی پوره اطلاق ئی په خوب اومرگ دواړوباندی کیږی سمعانی وئیلی دی چه دلته مراد قبض دنفس متمیزه متصرفه دی (بِالنَّهَارِ) ددی نه تیره شوی ورځ مراد ده اوفیه نه مراد راتلونکی ورځ ده (أَجَلٌ مُسَمًّى) مراد ددی نه دهرانسان نیټه دمرگ ده -
[۶۱] داهم دلیل عقلی دی چه زورآور اللّه تعالٰی دی ، اومرگ هغه راولی تاسو دمرگ نه نشئ بچ کیدی اودی آیت نه معلومه شوه چه ملائک دمرگ ډیردی، ملک الموت علیه السلام بعضی کسانوله ځی دساه اخستلودپاره هغه هرځای حاظر ناظر نه دی - مخکښی آیت کښی توفی دخوب ذکرشوه - په دی آیت کښی توفی دمرگ ذکر کوی (وَهُوَ الْقَاهِرُ فَوْقَ) قهرپه څیزباندی غلبی ته وئیلی شی اوغلبه په یوڅیزباندی اوچتوالی لره مستلزم ده ځکه دقهرسره فوق ذکر کوی اوقهر د اللّه تعالٰی په مختلف طریقوسره دی قهردمعدوم په ایجاد سره دی اوقهرپه موجودباندی په فناء کولوسره دی (وَيُرْسِلُ عَلَيْكُمْ حَفَظَةً) داهم یوصورت د قهرد اللّه تعالٰی دی یعنی غلبه په حفاظت کولوسره اومراد ددی نه هغه ملائک دی چه ذکردی په سورة رعد (۱۱) اوداسی په سورة انفطار (۱۰) کښی هم دی (تَوَفَّتْهُ رُسُلُنَا) داسی په سورة اعراف ۳۷ اوسورة نساء (۹۷) کښی هم ذکر دی - سوال: په دی آیاتونونسبت دتوفی ډیرو ملائکوته کړی شوی دی اوپه سورة الم سجده (۱۱) کښی ملک الموت ته نسبت دی اوپه سورة زمر (۴۲) کښی اللّه تعالٰی ته نسبت دی؟ جواب: نسبت خو اللّه تعالٰی ته په اعبتار دامر اواذن او اختیار د اللّه تعالٰی سره دی اوهرچه نسبت دی ډیروملائکوته ددی توجیه داده چه دوی اعوان (ملگری) د ملک الموت دی چه ملک الموت روح قبض کړی نودوی ئی ترینه واخلی یا دملک الموت په امرسره داملائک په مړوباندی تقسمیږی -