قُلْ إِنِّي عَلَى بَيِّنَةٍ مِنْ رَبِّي وَكَذَّبْتُمْ بِهِ مَا عِنْدِي مَا تَسْتَعْجِلُونَ بِهِ إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ يَقُصُّ الْحَقَّ وَهُوَ خَيْرُ الْفَاصِلِينَ ﴿۵۷﴾ قُلْ لَوْ أَنَّ عِنْدِي مَا تَسْتَعْجِلُونَ بِهِ لَقُضِيَ الْأَمْرُ بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِالظَّالِمِينَ ﴿۵۸﴾ وَعِنْدَهُ مَفَاتِحُ الْغَيْبِ لَا يَعْلَمُهَا إِلَّا هُوَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَمَا تَسْقُطُ مِنْ وَرَقَةٍ إِلَّا يَعْلَمُهَا وَلَا حَبَّةٍ فِي ظُلُمَاتِ الْأَرْضِ وَلَا رَطْبٍ وَلَا يَابِسٍ إِلَّا فِي كِتَابٍ مُبِينٍ ﴿۵۹﴾
اوایه: یقیناً زه په ښکاره دلیل باندی یم دطرف درب خپل نه اوتاسودروغژن گنړئ هغی لره نیشته ځما سره هغه شی چه په تلوارسره غواړئ تاسوهغی لره، نه دی اختیارمگر اللّه تعالٰی لره دی بیانوی حق لره اوهغه غوره دفیصله کؤونکونه دی ﴿۵۷﴾
ته اوایه: که چیری وی ځما په اختیارکښی هغه شی چه تاسو په تلواری غواړئ هغی لره خامخا فیصله به کړی شوی وی دکارپه مینځ ځما او اوپه مینځ ستاسوکښی او اللّه تعالٰی ښه پوهه دی په ظلم کؤونکوباندی - ﴿۵۸﴾
اوپه نیزد اللّه تعالٰی کنجیانی دغیب دی نه پوهیږی په هغی مگریو اللّه تعالٰی اوپوهیږی په هغه څه چه په وچه کښی دی اوپه لونده کښی دی اونه پریوځی هیڅ پانړه مگرپوهه دی په هغی اللّه تعالٰی اونه پریوځی دانه په تیرو دځمکه کښی اونه لوند او نه وچ مگرپه کتاب ښکاره کښی دی ﴿۵۹﴾
[۵۷] داد دریم سوال جواب دی چه ستاپه خبره باندی څه دلیل شته؟ جواب داچه دلیل شته لیکن تاسوئی نه منئ دابیان دنهیت دی چه نهی په بَيِّنَة سره شویده اومراد د بَيِّنَةٍ نه قرآن دی (مَا تَسْتَعْجِلُونَ) مرا ددی نه عذاب د دنیا دی لکه په سورة انفال ۳۲ کښی دی یاقیامت دی لکه سورة شوریٰ (۲۸) کښی دی - (إِنِ الْحُكْمُ) حکم تکوینی اوتشریعی دواړه مراد دی داسی په سورة یوسف (۶۷،۴۰) کښی هم دی - (يَقُصُّ الْحَقَّ) قص تفصیلی بیان ته وئیلی شی یایقص په معنیٰ د یقضیٰ دی لکه چه بل قرائت کښی راغلی دی هرکله چه حکم اوقضا مستلزم ده فیصلی لره ددی وجی نه الفاصلین ئی اوئیلو -
[۵۸] داد څلورم سوال جواب دی چه هرکله مونږپه باطله یو نوپه مونږ عذاب ولی نه راولی کیدی شی چه تاته ئی اختیار دعذاب درکړی وی - جواب اوشو که ماسره اختیاروی نو ما به زرفیصلی کړی وی - سوال: په حدیث دمسلم کښی ذکر دی چه دطائف نه په واپسئ کښی ملک الجبال نبی ﷺ ته ښکاره شو که ته غواړی چه ستا دا مخالفین دغرونوترمینځ اوچقووم نومعلومه شوه چه د نبی ﷺ په اختیارکښی عذاب وؤ؟ جواب: په وخت دطلب کولو دمنکرینوکښی عذاب لره د نبی ﷺ په اختیارکښی نه وؤ - اوحدیث کښی دا نیشته چه دوی عذاب طلب کړی وؤ داخوصرف ملک الجبال عرض کړی دی - (ابن کثیر)
[۵۹] هرکله چه اوئیلی شو چه نبی ﷺ سره اختیاردعذاب نیشته نوسوال راغی چه اختیارخو ورسره نیشته لیکن علم دوخت دعذاب به ورسره وی نوپه دی آیت کښی دهغی خبری جواب دی - په آیت کښی په اوله جمله کښی علم کلی محیط په جمیع مغیباتوباندی اجمالی ذکر شو بیائی تفصیل ذکرکړو چه موجودات دوه قسمه دی اعیان او اعراض نواعیان دوه قسمه دی برّی او بحری اواعراض هم دوه قسمه دی اوصاف او حرکات اوصاف دوه قسمه دی رطب و یابس - اوحرکات هم دوه قسمه دی حرکت د اوچت نه ځمکی ته او حرکت دسطح د ځمکی نه داخل د ځمکی ته نوپه دی کښی ټول موجودات داخل شول - (مَفَاتِحُ) جمع دمفتح ده خزانی ته وئیلی شی یاجمع د مِفتح ده نوچابیانوته وئیلی شی اوحدیث د بخاری کښی چه فرمائیلی دی مفاتح الغیب خمس نوداحصر دپاره نه دی بلکه تپوس کوونکو صرف داپنځه تپوسونه کړی وو نودا دهغی جواب دی (الْبَرِّ) دبر(اوچه) نه دانسان فائدی ډیری دی اودانسان علم دبرسره ډیرمتعلق دی ځکه ئی هغه مخکښی ذکرکړو (مَا تَسْقُطُ مِنْ وَرَقَةٍ) په دی کښی ډیرعموم دی چه صرف دعلم ورقی نه بلکه دحرکت علم هم د اللّه تعالٰی سره دی (رَطْبٍ وَلَا يَابِسٍ) هرژوندی او مړانسان اوجن بلکه ټول څیزونو ته شامل دی (كِتَابٍ مُبِينٍ) دوه قولونه دی اول علم د اللّه تعالٰی دوهم لوح محفوظ -