وَكَذَلِكَ فَتَنَّا بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لِيَقُولُوا أَهَؤُلَاءِ مَنَّ اللَّهُ عَلَيْهِمْ مِنْ بَيْنِنَا أَلَيْسَ اللَّهُ بِأَعْلَمَ بِالشَّاكِرِينَ ﴿۵۳﴾ وَإِذَا جَاءَكَ الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِآيَاتِنَا فَقُلْ سَلَامٌ عَلَيْكُمْ كَتَبَ رَبُّكُمْ عَلَى نَفْسِهِ الرَّحْمَةَ أَنَّهُ مَنْ عَمِلَ مِنْكُمْ سُوءًا بِجَهَالَةٍ ثُمَّ تَابَ مِنْ بَعْدِهِ وَأَصْلَحَ فَأَنَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۵۴﴾ وَكَذَلِكَ نُفَصِّلُ الْآيَاتِ وَلِتَسْتَبِينَ سَبِيلُ الْمُجْرِمِينَ ﴿۵۵﴾ قُلْ إِنِّي نُهِيتُ أَنْ أَعْبُدَ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ قُلْ لَا أَتَّبِعُ أَهْوَاءَكُمْ قَدْ ضَلَلْتُ إِذًا وَمَا أَنَا مِنَ الْمُهْتَدِينَ ﴿۵۶﴾
او دغسی همیشه ازمایو مونږبعضی په بعضو سره عاقبت داچه اوائی (منکرین) آیا دا هغه کسان دی چه احسان کړی دی اللّه تعالٰی په دوی باندی دمینځ مونږ نه آیا نه دی اللّه تعالٰی ښه پوهه په شکرکؤونکو باندی ﴿۵۳﴾
اوهرکله چه راشی تاته هغه کسان چه ایمان لری په آیاتونوزمونږ پس اوایه بچ دِ شئ تاسو دمصیبتونونه لازم کړی دی رب ستاسو په ځان خپل رحم کول (هغه دادی) چه چا عمل کړی وی ستاسونه بدعمل په ناپوهئ سره بیاتوبه اوباسی روستوددی نه اونیک عمل اوکړی پس یقیناً هغه بخونکی دی رحم کؤونکی دی ﴿۵۴﴾
اودغسی همیشه تفصیل کؤو مونږ دآیاتونو (دتوحید) (چه ښکاره شی حق) اوښه ښکاره شی لار دمجرمانو ﴿۵۵﴾
ته اوایه یقیناً زه منع کړی شوی یم ددی نه چه بندگی اوکړم دهغه کسانوچه بلئ تاسوهغوی سیوا د اللّه تعالٰی نه اوایه: تابعداری نه کوم دخواهشاتوستاسو یقیناً گمراه به شم دغه وخت اونه به یم زه دهدایت والونه ﴿۵۶﴾
[۵۳] داد تبلیغ دعقباتو نه اوله عقبه ده - یعنی مشرکین اومؤحدین په یوبل باندی امتحان دی په مؤحدینوباندی اول امتحان دادی چه مشرکان پری اعتراض کوی چه دحق پرستئ احسان صرف په تاسوباندی اوشوبل څوک نیشته - جواب دادی چه اللّه تعالٰی خپل بندگان ښه پیژنی (شَّاكِرِينَ) نه مراد بیان کوؤنکی دمسئلی دی (وَكَذَلِكَ) کاف دپاره دتشبیه دی یعنی هرکله چه مالدارو کافرانو غریبان مسلمانان سپک اوگنړل په مکه کښی نوداسی په هره زمان کښی کیږی لکه په زمانه د نوح علیه السلام کښی اودالفظ دکذالک دلالت کوی په همیشوالی ددی عادت باندی چه اوس زمانه کښی مؤحدینوته داسی امتحان پیش کیږی (لِيَقُولُوا) لام دعاقبت دی (أَهَؤُلَاءِ) مراد ددوی استفهام انکاری دی چه ایمان راوړل څه احسان نه دی که نه مونږددی احسان ډیرحقداریو (الشَّاكِرِينَ) یعنی هغه څوک چه په هغوی کښی اهلیت داسلام شته نواللّه تعالٰی هغوی ته توفیق دایمان ورکوی -
[۵۴] دابیان دادب دی چه کله دابیان کوؤنکی دحق ستړی ستومانه راشی نوته هغوی ته دخوشحالئ خبری اوکړه اوهرکله چه مخالفینوپه دوی باندی طعن کړی وؤ چه تاسوتراوسه پوری په شرک اوکفروغیره کښی وئ نواوس مونږته مسئلی کوئ؟ نودهغی جواب دی په دی لفظ د (كَتَبَ رَبُّكُمْ) کښی (سَلَامٌ عَلَيْكُمْ) ددی سلام نه مراد سلام تحیه نه دی بلکه پخیره راغلی اودعا ده دسلامتیا ددین او دنیا (أَنَّهُ) داتفسیردرحمت دی یعنی روستو دتوبی بخنه کول رحمت دی - سوال: سنت دسلام خودادی چه راتلونکی به سلام کوی په حاضرباندی اودلته حکم برعکس دی - جواب: دلته امردی په رسولو دسلام د اللّه دوی ته یاپه معنیٰ ددعادی (اللّه تعالٰی دی تاسو ته سلامتیا درکړی) یا داخصوصیت ددغه صحابودی یاپه معنیٰ دمرحباوئیلوسره دی اوسلام په قرآن کښی په ډیرومعانو سره دی -
[۵۵] دادوهمه عقبه دتبلیغ ده یعنی دوی اعتراض کوی چه بله مسئله تاله نه درځی همیشه دایوه مسئله دتوحید کوی یعنی ته جاهل ئی؟ جواب: دادی چه دامسئله باربار ځکه بیانوؤ چه توحید او دشرک لاری جدا جدا معلوم شی (وَلِتَسْتَبِينَ) ددی نه مخکښی معطوف علیه پټ دی لیظهر لک الی الحق ولتستبین -
[۵۶] داهم ادب او طریقی دتعلیم دی اوسوالاتوجوابونه دی - اول سوال: بندگی دغیراللّه جائزده ولی نه کوئ؟ جواب اوشو چه زه منع کړی شوی یم - دوهم سوال: زمونږددین تابعداری ولی نه کوئ؟ جواب: اوشوداخواهشات دی اوسبب دضلال اودترک هدایت دی په دی آیت کښی ذکردی دسبیل المجرمین چه عبادت دغیراللّه دی -