وَأَنْذِرْ بِهِ الَّذِينَ يَخَافُونَ أَنْ يُحْشَرُوا إِلَى رَبِّهِمْ لَيْسَ لَهُمْ مِنْ دُونِهِ وَلِيٌّ وَلَا شَفِيعٌ لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ ﴿۵۱﴾ وَلَا تَطْرُدِ الَّذِينَ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ بِالْغَدَاةِ وَالْعَشِيِّ يُرِيدُونَ وَجْهَهُ مَا عَلَيْكَ مِنْ حِسَابِهِمْ مِنْ شَيْءٍ وَمَا مِنْ حِسَابِكَ عَلَيْهِمْ مِنْ شَيْءٍ فَتَطْرُدَهُمْ فَتَكُونَ مِنَ الظَّالِمِينَ ﴿۵۲﴾
اوویره ورکړه په دی وحی سره هغه کسانوته چه ویریږی ددی نه چه غونډ به کړی شی دوی رب خپل ته نیشته دوی لره سیوا د اللّه تعالٰی نه دوست بچ کوؤنکی اونه سفارشی ددی دپاره چه همیشه بچ شئ (دشرک نه یادعذاب نه) ﴿۵۱﴾
اومه شړه هغه کسانولره چه بلی دوی رب خپل صبا اوبیگاه غواړی دوی مخ د اللّه تعالٰی نیشته په تاباندی دحساب ددوی نه هیڅ ذمه واری اونیشته دی ستا دحساب نه په دوی باندی هیڅ ذمه واری پس که ته دوی اوشړی پس شی به دظلم کؤونکونه ﴿۵۲﴾
[۵۱] داهم بیان د ادب دی چه دقرآن بیان کولو کښی ضرور فائده شته نوددوی دسوالونو اودضد وجی نه بیان مه پریږده (الَّذِينَ يَخَافُونَ) خوف داعتقاد مرا ددی نومراد ددی نه اهل کتاب اوهغه مشرکان دی چه قیامت منی اواشاره ده چه ایمان په اخرت ذریعه ده دپاره دفائدی اخستلو دقرآن نه (لَيْسَ لَهُمْ وَلِيٌّ وَلَا شَفِيعٌ) اشاره ده چه سره دخوف دحشرنه مشرک اوکافردی ددی وجه نه دهغوی دپاره دشفاعت نیشته (لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ) په دی کښی اشاره ده فائدی دانذارکولوته په قرآن سر ه (بِهِ) دلیل دی چه انذارخاص دی په وحی بیانولوپوری -
[۵۲] داهم ادب دی اوجوا ب دسوال دی، چه مونږبه هله ملگرتیا کوؤ چه دا غریبان خلق دځان نه اوشړی، جواب اوشو مه شړه داظلم دی - ربط دآیت دادی چه مخکښی دتقویٰ دپیداکولودپاره طریقه ذکرکړه نواوس دمتقیانواکرام ذکرکوی (يَدْعُونَ رَبَّهُمْ) دعا ذکرده او مراد ترینه ټول عبادات دی اودعا په هغی کښی اهم عبادت دی اشاره ده هرکله یوانسان کښی توحید فی الدعاء و الاستعانت موجود وی نوټول ایمان ئی مضبوط وی یامراد ددعانه ذکرداللّه تعالٰی دی (بِالْغَدَاةِ وَالْعَشِيِّ) مراد ددی نه ورځ اوشپه ده ذکردجزء اومراد ترینه کل دی (يُرِيدُونَ وَجْهَهُ) سمعانی لیکلی دی چه وجه صفت د اللّه تعالٰی دی بغیر دکیف نه (اوبغیردتاویل اوتمثیل نه) اومحاوره هم داسی شته خلق یوبل ته وائی چه ما ستا دمخ لحاظ اوکړو ستا مخ می اوکړو ستا مخ ته می اوکتل (مَا عَلَيْكَ مِنْ حِسَابِهِمْ) دا جواب دقول دمشرکانودی هغوی وئیل چه دی غریبانو په تاباندی ایمان حقیقی نه دی راوړی منافقت کوی حاصل دجواب دادی چه ظاهری علامات ددوی د اخلاص دی اودباطن حساب کول په تاباندی نیشته هغه اللّه تعالٰی ته سپارلی شوی دی اودوهمه جمله (وَمَا مِنْ حِسَابِكَ) صرف دتاکید دپاره راوړلی ده یامراد دحساب نه مواخذه ده اوهرکله چه مواخذه ددواړطرف نه نیشته ددی وجی نه دواړه جملی ئی ذکرکړی (فَتَكُونَ مِنَ الظَّالِمِينَ) سوال: ددی نه معلومه شوه چه نبی ﷺ ظلم کړی دی؟ جواب: نبی ﷺ نه شړل کړی دی اونه ئی دهغی اراده کړیده اومعنیٰ خوپه طریقه دتعلیق سره ده یعنی که چیری ته دوی اوشړی نودظالمانونه به شی -