وَمَا نُرْسِلُ الْمُرْسَلِينَ إِلَّا مُبَشِّرِينَ وَمُنْذِرِينَ فَمَنْ آمَنَ وَأَصْلَحَ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ ﴿۴۸﴾ وَالَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا يَمَسُّهُمُ الْعَذَابُ بِمَا كَانُوا يَفْسُقُونَ ﴿۴۹﴾ قُلْ لَا أَقُولُ لَكُمْ عِنْدِي خَزَائِنُ اللَّهِ وَلَا أَعْلَمُ الْغَيْبَ وَلَا أَقُولُ لَكُمْ إِنِّي مَلَكٌ إِنْ أَتَّبِعُ إِلَّا مَا يُوحَى إِلَيَّ قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الْأَعْمَى وَالْبَصِيرُ أَفَلَا تَتَفَكَّرُونَ ﴿۵۰﴾
اونه لیږو مونږرسولان مگرزیری ورکؤونکی او ویره ورکؤونکی پس چاچه ایمان راوړو اوتابعداری اوکړه د نبی ﷺ پس نه به وی هیڅ ویره په دوی باندی اونه به دوی خفه کیږی ﴿۴۸﴾
اوهغه کسان چه دروغژن گنړی آیاتونه ځمونږ جوخت به شی په دوی پوری عذاب په سبب دددی چه دوی نافرمانی کوله ﴿۴۹﴾
اوایه: نه وایم زه تاسوته چه زما په اختیارکښی دی خزانی د اللّه تعالٰی اونه پوهیږم په غیب باندی اونه وایم زه تاسوته چه زه ملک یم تابعداری نه کؤوم مگردهغی څه چه وحی کیدی شی ماته اوایه آیا برابر دی ړوند اولیدونکی آیا پس فکرنه کوئ تاسو ﴿۵۰﴾
[۴۸] دا جواب دسوال دی سوال دادی چه دوی پیغمبر ﷺ ته وئیل چه مونږستا خبره نه منو په مونږباندی عذاب راوله یا معجزات راوړه؟ دجواب حاصل دادی چه عذاب او معجزات راوستل دپیغمبرانو په اختیار کښی نه دی دهغوی کارثواب او عذاب بیانول دی - بیا دآ ایت زیری دی مؤمنانودپاره -
[۴۹] دا آیت ویره دعذاب اخروی ده اوکذبوا په مقابله د امَنَ او اَصلَح کښی دی (يَمَسُّهُمُ) دلته مس په معنیٰ الحاق او اصابت سره دی یعنی اوبه رسیږی اوجوخت به شی عذاب په دوی پوری -
[۵۰] مخکښی آیت کښی درسولانو صفات ثبوتیه ذکر شول یعنی مبشرین او منذرین نواوس صفات ثلبیه ذکر کوی - په دی کښی اداب او طریقی دتعلیم دی اودسوالونو جوابونه دی - اول سوال دادی چه ته نبی ئی نوخپل ملگری مالدار کړه - دوهم سوال دادی چه ته پیغمبر ئی نومونږته دخزانو ځایونه اوښایه اودپڼو خبرونه خبرراکړه - دریم سوال دادی چه ته نبی ئی نوخوراک څښکاک ولی کوی - څلورم سوال که ته داسی نشی کولی نو بیا خومونږاوتاسی برابریو - جوابات په ترتیب سره اوشو داسی په سورة هود (۳۱) کښی هم دی حاصل دجواب دادی چه زه نه دعویٰ دالوهیت کؤوم اونه دملکیت بلکه هغه دعویٰ کوم چه دبشریت سره مناسب ده چه وحی اورسالت دی (وَلَا أَعْلَمُ الْغَيْبَ) عطف دی په محل دعندی باندی اولا مکرردی دپاره دتاکید وَلاَ اَقُولُ لَکُم اَعلَمُ الغَیبَ - یاعطف دی په لااقول باندی -