وَإِذَا سَمِعُوا ۲۷۳ الأنعام

فَقُطِعَ دَابِرُ الْقَوْمِ الَّذِينَ ظَلَمُوا وَالْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۴۵﴾ قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِنْ أَخَذَ اللَّهُ سَمْعَكُمْ وَأَبْصَارَكُمْ وَخَتَمَ عَلَى قُلُوبِكُمْ مَنْ إِلَهٌ غَيْرُ اللَّهِ يَأْتِيكُمْ بِهِ انْظُرْ كَيْفَ نُصَرِّفُ الْآيَاتِ ثُمَّ هُمْ يَصْدِفُونَ ﴿۴۶﴾ قُلْ أَرَأَيْتَكُمْ إِنْ أَتَاكُمْ عَذَابُ اللَّهِ بَغْتَةً أَوْ جَهْرَةً هَلْ يُهْلَكُ إِلَّا الْقَوْمُ الظَّالِمُونَ ﴿۴۷﴾

پس پری کړی شی جرړی دهغه قوم چه ظلم ئی کړی وؤ اوټول صفتونه دخدائیتوب خاص اللّه تعالٰی لره دی چه پالونکی دخلقو دی ﴿۴۵﴾
ته اوایه: آیاپوهیږئ تاسوکه واخلی اللّه تعالٰی غوږونه ستاسو اوسترگی ستاسو اوبند کړی زړونه ستاسو (عقلونه) څوک ‌ذمه وار شته سیوا د اللّه تعالٰی نه چه راوړی تاسوته دا (طاقتونه) اوگوره څنگه قِسم قِسم بیانوو دلیلونه بیاهم دوی مخ اړوی (دهغی نه) ﴿۴۶﴾
اوایه: خبرراکړئ تاسو که راشی تاسوته عذاب د اللّه تعالٰی دشپی یا دورځی نه هلاکیږی (په دی عذاب) مگرقوم ظالمان (مشرکان) ﴿۴۷﴾

[۴۵] دا آیت دلیل دی چه په هلاکت دظالمانوباندی د اللّه تعالٰی حمد لوستل په کار دی (دَابِرُ) نه مراد اخراونسل دی یعنی دظالمانو نسل اللّه تعالٰی ختموی (وَالْحَمْدُ لِلَّهِ) اهلاک دداسی کافرانو دایمان والا دپاره لوی نعمت اورحمت دی ددی وجی نه الحمدللّه وئیل په کار دی -
[۴۶] دابل دلیل عقلی دی مخکښی عام تکالیف ئی ذکر کړی وؤ اودلته ئی خاص مصیبتونه ذکر کړل - مطلب دادی چه دغوږونو او دسترگو او دلیوَنوذمه دار دجوړولو یواللّه تعالٰی دی بل څوک دا تکلیفونه نشی لری کولی داآیت دلیل دی په دی خبره باندی چه الٰه په معنیٰ دکارجوړوؤنکی اوحاجت پوره کوؤنکی راځی (قُلُوبِكُمْ) نه مراد دلته عقلونه دی بندولودعقل نه مراد لیونی کول دی (أَرَأَيْتُمْ) دا لفظ دلږ تعجب او ارئیتکم د ډبرتعجب په ځای کښ استعمالیږی نوارئیتکم سره عام عذاب ذکر وؤ اودلته خاص مصیبتونه ذکر دی (يَأْتِيكُمْ بِهِ) دا جمله بیان او تعریف د اِلٰه دی (نُصَرِّفُ) تصریف، په مختلف قسمونو عباراتوسره مضمون ذکر کول نوقرآن کښی ذکر د توحید اورسالت په عقلی دلیلونو اونقلی اوزجراو تخویف وغیره سره دی -
[۴۷] دابل دلیل عقلی دی چه دعذاب اختیارمند اللّه تعالٰی دی - په ۴۰ کښی دوه قسمونه دعذاب ذکر وؤ دنیوی او اخروی اودلته نوردوه قسمونه ذکر کوی (ناڅاپه او سره دنښونه) (یادشپی اودورځی) اودلته تقدیردعبارت داسی دی فَمَن يُهْلَكُ بِهِ اوجواب دهغی (هَلْ يُهْلَكُ اه) یعنی اهلاک په مشرکانوپوری خاص دی اوچاچه مشرکانوبه برائت نه وی کړی نوپه هغوی باند تبعاً اهلاک راځی -