وَإِذَا سَمِعُوا ۲۷۲ الأنعام

وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا إِلَى أُمَمٍ مِنْ قَبْلِكَ فَأَخَذْنَاهُمْ بِالْبَأْسَاءِ وَالضَّرَّاءِ لَعَلَّهُمْ يَتَضَرَّعُونَ ﴿۴۲﴾ فَلَوْلَا إِذْ جَاءَهُمْ بَأْسُنَا تَضَرَّعُوا وَلَكِنْ قَسَتْ قُلُوبُهُمْ وَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۴۳﴾ فَلَمَّا نَسُوا مَا ذُكِّرُوا بِهِ فَتَحْنَا عَلَيْهِمْ أَبْوَابَ كُلِّ شَيْءٍ حَتَّى إِذَا فَرِحُوا بِمَا أُوتُوا أَخَذْنَاهُمْ بَغْتَةً فَإِذَا هُمْ مُبْلِسُونَ ﴿۴۴﴾

اویقیناً‌ لیږلی دی مونږرسولان ډیر امتونوته مخکی ستانه پس اونیول مونږ هغوی په سختو (دمال) اومرضونو سره ددی دپاره چه دوی عاجزی اوکړی اللّه تعالٰی ته ﴿۴۲﴾
پس ولی نه وه کله چه راغی دوی ته عذاب زمونږ چه عاجزی ئی کړی وی (اللّه تعالٰی ته) لیکن سخت شول زړونه دهغوی اوډولی کړی ؤو دوی ته شیطان هغه عملونه (مشرکانه) چه دوی به کول ﴿۴۳﴾
پس هرکله چه هیره کړه دوی هغه خبره (توحید) چه بیان شوی وه دوی ته نوراپرانستلی مونږپه دوی باندی دروازی دهرڅه ترهغی پوری چه دوی لویی اوکړه په هغه څه چه ورکړی شوی ؤو دوی ته اونیول مونږدوی ناگاه پس دغه وخت دوی ناامیده ؤو دهرخیرنه ﴿۴۴﴾

[۴۲] داتخویف ددنیوی عذاب دی اوذکردابتلاء دی په نعمتونواوعذابونو سره اوربط ددی آیت دمخکښی سره دادی چه څوک اللّه تعالٰی صرف په مشکلاتوکښی رابلی اوبیاهم شرک کوی نودی برابر دی په گناه کښی او عذاب کښی دهغه چاسره چه په هیڅ حال کښی اللّه تعالٰی نه یادوی (أَرْسَلْنَا) دلته رسلاپټ دی (مِنْ قَبْلِكَ) ددی نه روستوفکذبوا پټ دی (بِالْبَأْسَاءِ وَالضَّرَّاءِ) فرق دادی چه مالی سختئ، فقر، قحط، لوگه، وغیره ته باساء وئیلی شی اومرضونودبدن ته ضراء وئیلی شی کله کله دیوبل په معنیٰ باندی استعمالیږی (قرطبی) (يَتَضَرَّعُونَ) تضرع سوال کوی په تزلل او عاجزئ سره چه دهغی سره توبه دشرک اود گناهونونه هم وی -
[۴۳] په دی کښی دهغوی بدحال ذکر دی چه سختئ په هغوی باندی اثر اونکړو اودهغی دوه موانع ئی ذکر کړی دی (فَلَوْلَا) دزورنی دپاره دی په معنیٰ دنفی سره محل دهغی تضرعوا دی اوپه لفظ دلولا کښی اشاره ده چه دوی هیڅ عذرنه وؤ سیوادعناد نه (نیشاپوری) (قَسَتْ قُلُوبُهُمْ) قسوة دقلب دادی چه تذکیر دقرآن او دلیلونوپه هغی باندی هیڅ اثرنه کوی (وَزَيَّنَ) یعنی شرک ورته په صورت دتوحید اوبدعت ورته په صورت دسنت ښکاره کړی -
[۴۴] دا آیت دلیل دی په دی خبره باندی چه دشرک او بدعت او فسق سره چه ددنیا مزی ډیری شی آمدنئ ډیری وی نودااستدراج او مهلت دی داکرامت نه دی (نَسُوا) مراد ددی نه پریخودل قصداً دی په داسی طریقه چه په شان دهیرشوی وی (مَا ذُكِّرُوا) توحید اوایمان مراد دی (فَتَحْنَا عَلَيْهِمْ) لفظ‌ دفتح کښی اشاره ده چه مخکښی (بأساء اوضراء) کښی په دوی دروازی دخیر بندی شوی وی هغه ئی ورته پرانستلی اوپه دی کښی برکت اواطمینان نه وی او مؤمنانوته چه دوجی ایمان او تقویٰ نه دروازی پرانستلی شی نوپه هغی کښی برکات وی لکه په سورة اعراف (۹۶) کښی دی (إِذَا فَرِحُوا) ددی نه مراد فرح بطر دی یعنی تکبرکول دحق منلونه لکه چه قارون کړی وؤ سورة قصص (۷۶) اودی ته ابتلاء بالنعم وئیلی شی (مُبْلِسُونَ) دابلاس دری معانی دی افسوس، حزن او ناامیدی (امام راغب) دلته یومعنیٰ داده چه ناامیدی کوی دهرخیرنه دوهمه معنیٰ داده چه پښیمانه اوغمژن وی -