وَالَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا صُمٌّ وَبُكْمٌ فِي الظُّلُمَاتِ مَنْ يَشَإِ اللَّهُ يُضْلِلْهُ وَمَنْ يَشَأْ يَجْعَلْهُ عَلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ ﴿۳۹﴾ قُلْ أَرَأَيْتَكُمْ إِنْ أَتَاكُمْ عَذَابُ اللَّهِ أَوْ أَتَتْكُمُ السَّاعَةُ أَغَيْرَ اللَّهِ تَدْعُونَ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ﴿۴۰﴾ بَلْ إِيَّاهُ تَدْعُونَ فَيَكْشِفُ مَا تَدْعُونَ إِلَيْهِ إِنْ شَاءَ وَتَنْسَوْنَ مَا تُشْرِكُونَ ﴿۴۱﴾
اوهغه کسان چه دروغژن گنړی آیاتونه ځمونږ دوی کانړه دی چاړاگان دی په تیاروکښی دی هغه څوک چه اوغواړی اللّه تعالٰی بی لاری کړی هغه لره اوهغه څوک چه اوغواړی اللّه تعالٰی پوخ کړی هغه لره په لارنیغه باندی ﴿۳۹﴾
اوایه: خبرراکړئ ماته که راشی تاسوته عذاب د اللّه تعالٰی یاراشی تاسوته قیامت (یامرگ) آیا سیوا د اللّه تعالٰی نه بلئی که تاسورشتینی یئ (چه دوی لائق دبلنی دی) ﴿۴۰﴾
بلکه خاص اللّه لره بلئ تاسو پس لری به کړی هغه (تکلیف) بلنه کړی وی تاسو هغی ته که اوغواړی اللّه تعالٰی اوهیرشی تاسونه هغه چه تاسوئی اللّه سره شریک گنړئ ﴿۴۱﴾
[۳۹] دا زورنه ده چه دواب او مرغان خپلومصالحوته هدایت مومی لیکن کافران هدایت نه مومی، او مخکښی آیت کښی عموم علم د اللّه تعالٰی ذکر شو نوپه دی آیت کښی عموم دمشیت د اللّه تعالٰی ذکرکوی (فِي الظُّلُمَاتِ) عطف ئی نه دی کړی اشاره ده چه صرف صُمٌّ او بُكْمٌ مانع دهدایت نه نه دی بلکه ورسره دخول په ډیروظلماتوکښی سبب دگمراهئ دی -
[۴۰] په دی آیت کښی بل دلیل عقلی دی اوپه دی کښی رد شرک فی الدعاءدی اوذکر دجهالت دمشرکانودی چه دوی سره ددی نه چه اللّه تعالٰی لره خاص بلی په مصیبتونوکښی اوبیا هم ورسره شرک کوی لکه سورة یونس (۲۲) او اسراء (۶۷) کښی دی (أَرَأَيْتَكُمْ) همزه داستفهام تعجیبی دی او رَاَیتَ په معنیٰ ابصرت او عرفت دی اومفعول ئی پټ دی اوتاضمیرفاعل دی اوکم حرف خطاب دی اواعراب نه غواړی صرف بیان دحال کوی حاصل معنیٰ داده أابصرت او عرفت الحالة العجیبة فاخبرنی عنها (که تاسو خبریئ دغجیبه حال نه نومالره خبرراکړئ) (صَادِقِينَ) چه دااصنام اٰلِهَه دی -
[۴۱] ددی نه معلومه شوه چه مشرکان هم بعضی حالاتوکښی د اللّه تعالٰی نه دعا غواړی اورامددشه وائی (إِيَّاهُ تَدْعُونَ) خاص کوئ تاسو هغه لره په دعاسره لکه چه نورو ځایونوکښی لفظ دمخلصین راغلی دی لکه په سورة یونس (۲۲) کښی (فَيَكْشِفُ) اشاره چه اللّه تعالٰی دمشرک دعا دهغه عجز او تضرع دوجی نه کله کله قبلوی اوداپه هغه باندی امتحان دی -