وَإِنْ كَانَ كَبُرَ عَلَيْكَ إِعْرَاضُهُمْ فَإِنِ اسْتَطَعْتَ أَنْ تَبْتَغِيَ نَفَقًا فِي الْأَرْضِ أَوْ سُلَّمًا فِي السَّمَاءِ فَتَأْتِيَهُمْ بِآيَةٍ وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ لَجَمَعَهُمْ عَلَى الْهُدَى فَلَا تَكُونَنَّ مِنَ الْجَاهِلِينَ ﴿۳۵﴾ إِنَّمَا يَسْتَجِيبُ الَّذِينَ يَسْمَعُونَ وَالْمَوْتَى يَبْعَثُهُمُ اللَّهُ ثُمَّ إِلَيْهِ يُرْجَعُونَ ﴿۳۶﴾ وَقَالُوا لَوْلَا نُزِّلَ عَلَيْهِ آيَةٌ مِنْ رَبِّهِ قُلْ إِنَّ اللَّهَ قَادِرٌ عَلَى أَنْ يُنَزِّلَ آيَةً وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۳۷﴾ وَمَا مِنْ دَابَّةٍ فِي الْأَرْضِ وَلَا طَائِرٍ يَطِيرُ بِجَنَاحَيْهِ إِلَّا أُمَمٌ أَمْثَالُكُمْ مَا فَرَّطْنَا فِي الْكِتَابِ مِنْ شَيْءٍ ثُمَّ إِلَى رَبِّهِمْ يُحْشَرُونَ ﴿۳۸﴾
اوکه گران وی په تاباندی مخ اړول ددوی نه پس که ته طاقت لری ددی چه طلب کړی یو سرنگ په ځمکه کښی یااندرپایه (پاونړئ) آسمان ته پس راوړی ته دوی ته څه نښه اوکه غوختی اللّه تعالٰی خامخا جمع کړی به وی دوی لره په هدایت باندی پس مه کیږه ته دناپوهونه ﴿۳۵﴾
یقیناً قبلوی حق لره هغه خلق چه اوری او (کافران) چه په شان دمړودی پورته به کړی اللّه تعالٰی دوی لره بیا به هغه ته اوگرځولی شی ﴿۳۶﴾
اووائی دوی ولی نشی نازلیدلی په ده باندی نښه دطرف درب دده نه؟ اوایه یقیناً اللّه تعالٰی قدرت لری په دی چه نازل کړی نښه اولیکن زیات خلق نه پوهیږی ﴿۳۷﴾
اونیشته هیڅ زنده سرپه ځمکه کښی اونه مرغئ چه الوځی په وزروخپلو مگرډلی دی ستاسوپه شان دی کمی نه دی پریخی مونږپه دی کتاب کښی دهیڅ (ضروری مسئلی ددین) بیابه رب خپل ته جمع کړی شئ ﴿۳۸﴾
[۳۵] دا دریمه تسلی ده اودا آیت دلیل دی چه په معجزه کښی د نبی ﷺ اختیار اوقدرت نیشته - حاصل دادی چه نبی ﷺ ډیرحرص کوونکی وؤ په هدایت دگمراهانوباندی که چیری قادر وی چه دسورنگ دځمکی یا آسمان ته دختلوپه ذریعه معجزه حاصلیدلی شوی نودی نبی به داکار کړی وؤ لیکن دهغه په قدرت کښی نیشته (نَفَقًا فِي الْأَرْضِ أَوْ سُلَّمًا) مطلب دادی چه منکرینو چه معجزات طلب کول نوهغه دځمکی داسمان سره تعلق لری لکه په سورة اسراء (۹۲،۹۱،۹۰) کښی (فَتَأْتِيَهُمْ بِآيَةٍ) نه رستو فَافعل پټ دی (وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ) داهم په تسلئ درسول کښی داخل ده چه ای نبی هدایت په مشیت د اللّه تعالٰی سره دی ستا په اختیارکښی نه دی نوپه دی خفگان مه کوه (لَجَمَعَهُمْ عَلَى الْهُدَى) یعنی دی ټولوله به ئی توفیق دهدایت ورکړی وی (مِنَ الْجَاهِلِينَ) هغه خلق چه ملازمه دمشیت او اودهدایت نه منی دارنگ هغه څوک چه تکذیب او انکاردخلقوپه وجی سره بی صبری اوکړی داکاردجاهلانودی (فَلَا تَكُونَنَّ) کښی مقصد بچ ساتل دنبی دی دحال دجاهلانونه -
[۳۶] داهم تسلی ده رسول اللّٰه ﷺ ته په دی آیت کښی علت دعدم هدایت د منکرینو دی چه هغه ضد او عناد وجی نه نه اوریدل دحق دی (وَالْمَوْتَى) مراددی نه هغه کافران عنادیان دی چه نه اوریدلوکښی په شان دمړودی - ددی تشبیه نه معلومه شوه چه مړی نه آوری داسی په تفسیرخازن او نیشاپوری او سراج المنیروغیره کښی لیکلی دی (يَسْتَجِيبُ) مفعول پټ دی یعنی دعوة الایمان (يَسْمَعُونَ) سماع دانابت اودفهم حاصلولونه مراد ده -
[۳۷] دا زورنه ده اوسوال او جواب دی (آيَةٌ) ددی نه معجزات مراد دی چه کافرانوطلب کول - داعطف دی په ماقبل باندی یعنی موتیٰ (کافران) نه اوری بلکه طلب دمعجزی کوی (لَا يَعْلَمُونَ) عاقبت دانکار دمعجزات مطلوبه چه هلاکت دی - دارنگ لایعلمون یعنی نه پیژنی اختیارمند دمعجزاتو -
[۳۸]
ددی آیت نه تر (۷۳) پوری دریم باب دی په دی کښی لس عقلی دلیلونه دی اولس آداب دی په دی آیت (۳۸) کښی دلیل عقلی دی دا دلیل دقدرت د اللّه تعالٰی دی تعلق لری د ان اللّه قادر سره یا اشاره ده چه نورو معجزاتو ته حاجت نیشته بلکه حالات ددواب او مرغانوپوره دلیل دی په قدرت اوعلم د اللّه تعالٰی باندی لفظ دفی الارض او بجناحیه دتاکید دپاره اوددفع ددوهم دمجازدپاره دی چه دابّة کله صرف انسان ته وئیلی شی دارنگ (طَائِرٍ) کله قاصد ته وئیلی شی نومعلومه شوه چه دامعانی مراد نه دی (أُمَمٌ أَمْثَالُكُمْ) مماثلت په ډیروحالاتوکښی دی یعنی خلق، رزق، موت، معرفت د اللّه تعالٰی اوتسبیح، توحید، حاجات، علم په نفع اوضرر، ځان بچ کول دځایونو دهلاکت نه اودشمن پیژندل (فِي الْكِتَابِ) مراد ددی نه لوح محفوظ (کتاب التقدیر) دی نواشاره شوه تقدیردهرڅیزته - یامراد ددی نه قرآن دی - (سوال) په قرآن کښی خو هرڅه نیشته؟ جواب: نیشاپوری وائي نیشته هیڅ علم مگرپه قرآن کښی دهغی اصل شته - یامراد ددی نه هغه څیزونه دی چه هغی ته په دین کښی احتیاج دی اوسنت دنبی هم راجع دی قرآن ته یامراد ددی نه دایمانیاتو ذکردی (إِلَّا أُمَمٌ أَمْثَالُكُمْ) په شان ستاسودی په مخلوقیت په حاجت درزق کښی اوپه ټولوحاجتونوکښی اللّه تعالٰی ته عاجزی کوونکی (مَا فَرَّطْنَا) یعنی قرآن کریم کښی ایمانیات په تفصیل سره بیان شوی دی (ثُمَّ إِلَى رَبِّهِمْ يُحْشَرُونَ) ددی یومطلب دادی چه داانسانان به پورته کړی شی په ورځ دقیامت کښی دوهم مطلب دادی چه داڅاروی اومرغان وغیره به پورته کړی شی په ورځ دقیامت، اوددوی کورنی قصای به واخستلی شی اوبیابه فناشی په دی باره کښی ډیراحادیث ابن کثیر ذکرکړی دی - اوحشرنه مراد ددوی فنا ده -