وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلَّا لَعِبٌ وَلَهْوٌ وَلَلدَّارُ الْآخِرَةُ خَيْرٌ لِلَّذِينَ يَتَّقُونَ أَفَلَا تَعْقِلُونَ ﴿۳۲﴾ قَدْ نَعْلَمُ إِنَّهُ لَيَحْزُنُكَ الَّذِي يَقُولُونَ فَإِنَّهُمْ لَا يُكَذِّبُونَكَ وَلَكِنَّ الظَّالِمِينَ بِآيَاتِ اللَّهِ يَجْحَدُونَ ﴿۳۳﴾ وَلَقَدْ كُذِّبَتْ رُسُلٌ مِنْ قَبْلِكَ فَصَبَرُوا عَلَى مَا كُذِّبُوا وَأُوذُوا حَتَّى أَتَاهُمْ نَصْرُنَا وَلَا مُبَدِّلَ لِكَلِمَاتِ اللَّهِ وَلَقَدْ جَاءَكَ مِنْ نَبَإِ الْمُرْسَلِينَ ﴿۳۴﴾
اونه دی دنیوی ژوند مگرلوبی اومشغله ده، اوخامخا کور روستنی (جنت) غوره دی هغه چالره چه بچ کیږی (دشرک نه) آیا پس عقل نه لرئ ﴿۳۲﴾
یقیناً پوهیږو مونږچه خامخا خفه کوی تالره هغه خبری چه دوی وائی پس یقیناً دوی دروغژن نه گنړی تا اولیکن ظالمان دآیاتونو د اللّه تعالٰی نه انکارکوی ﴿۳۳﴾
اویقیناً دروغژن وئیلی شوی دی ډیرورسولانوته مخکی ستانه پس صبرکړی وو دوی په هغه چه دوی ته دروغژن وئیل کیدل اودوی ته بد وئیل کیدل تردی چه راغی دوی ته مدد ځمونږ اونیشته هیڅ بدلوونکی دکلمو د اللّه تعالٰی (وعدی دامداد) اویقیناً راغلی دی تاته بعضی خبرونه دپیغمبرانو ﴿۳۴﴾
[۳۲] داتزهید فی الدنیا دی دبی رغبتئ ددنیا نه اوترغیب دی آخرت ته په دی جمله کښی دوه توجیه دی ، اول داچه لږه څنگه چه دلوبو موده لږه وی دارنگ ژوند ددنیا لږدی دوهم داچه سامان دژوند هغه چه آخرت پری نه طلب کیږی په شان دلهولعب دی چه هیڅ انجام او فائده ئی نیشته - لعب هغه څیزته وائی چه هیڅ فائده په کښی نه وی - لهو، هغه ته وائی چه زړه پری مشغوله کیږی - دوهم فرق دادی چه لعب هغه بی فائدی څیزدی چه مقصد په کښی زر خوشحالی حاصلول وی ، اولهو کښی خوشحالی مقصد نه وی بلکه زړه مشغولول وی (خَيْرٌ) غوره ځکه دی چه باقی او همیشه دی -
[۳۳] دا تسلی ده نبی ته اوله خبره داده چه دوی ستا تکذیب نه کوی بلکه دوی د اللّه تعالٰی دآیاتونو (یعنی دتوحید) انکارکوی (قَدْ نَعْلَمُ) داعنوان دمحبت او تسلئ دی (الَّذِي يَقُولُونَ) مراد ددی هغه اقوال دمنکرینو دی چه مخکښی دهغونه نقل شول په (۲۹،۲۵،۸) اودارنگ سب وشتم نبی ﷺ ته (فَإِنَّهُمْ لَا يُكَذِّبُونَكَ) ددی یوتوجیه داده چه دوی ستاتکذیب په زړه کښی نه کوی صرف په ژبه باندی دضد دوجی نه انکارکوی - دوهم تاته کاذب نه وائی بلکه صادق اوامین وائی لیکن دقرآن نه انکارکوی لکه چه دابوجهل نه نقل دی چه هغه وئیل واللّه مونږستا تکذیب نه کوؤ بلکه تکذیب دهغه څیزکوؤ چه تاراوړی دی (بِآيَاتِ اللَّهِ) ددی نه مراد آیاتونه دتوحید دی لکه چه دسورة یونس (۱۵) نه معلومیږی -
[۳۴] دا دوهمه تسلی ده یعنی دوهمه خبره داده که دوی ستا تکذیب کوی نو مه خفه کیږه اللّه تعالٰی به درسره امداد اوکړی لکه چه تیرشوی رسولانو سره مدد کړی شوی دی (عَلَى مَا كُذِّبُوا) علٰی په معنیٰ خپله سره دی یا په معنیٰ د مع دی ما مصدریه دی (أُوذُوا) ایزاء عامه ده د تکذیب نه او ایزاء قولی، عملی ټولوته شامل ده (لِكَلِمَاتِ اللَّهِ) لکه په سورة یونس (۱۳۰) او صافات (۱۷۲) کښی ذکر دی (وَلَقَدْ جَاءَكَ) یعنی تفصیل د نصرت په واقعاتو د مرسلینو کښی اوگوره -