وَإِذَا سَمِعُوا ۲۶۸ الأنعام

بَلْ بَدَا لَهُمْ مَا كَانُوا يُخْفُونَ مِنْ قَبْلُ وَلَوْ رُدُّوا لَعَادُوا لِمَا نُهُوا عَنْهُ وَإِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ ﴿۲۸﴾ وَقَالُوا إِنْ هِيَ إِلَّا حَيَاتُنَا الدُّنْيَا وَمَا نَحْنُ بِمَبْعُوثِينَ ﴿۲۹﴾ وَلَوْ تَرَى إِذْ وُقِفُوا عَلَى رَبِّهِمْ قَالَ أَلَيْسَ هَذَا بِالْحَقِّ قَالُوا بَلَى وَرَبِّنَا قَالَ فَذُوقُوا الْعَذَابَ بِمَا كُنْتُمْ تَكْفُرُونَ ﴿۳۰﴾ قَدْ خَسِرَ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِلِقَاءِ اللَّهِ حَتَّى إِذَا جَاءَتْهُمُ السَّاعَةُ بَغْتَةً قَالُوا يَا حَسْرَتَنَا عَلَى مَا فَرَّطْنَا فِيهَا وَهُمْ يَحْمِلُونَ أَوْزَارَهُمْ عَلَى ظُهُورِهِمْ أَلَا سَاءَ مَا يَزِرُونَ ﴿۳۱﴾

بلکه ښکاره شودوی ته هغه څه چه پټوو دوی مخکښی ددی، اوکه واپس شول دوی دنیا ته نو خامخا اوبه گرځی هغه کارونوته چه منع شوی دی دوی دهغی نه اویقیناً دوی خامخا دورغژن دی ﴿۲۸﴾
اووائی دوی نه دی دامگرژوند ځمونږنزدی دی اونه یو مونږدوباره پورته کړی شوی ﴿۲۹﴾
اوکه ته اوینی هغه وخت چه پیش به شی رب خپل ته اوبه وائی ایا نه دی دا (ژوند) حق، دوی به اوائی او قسم دی په رب ځمونږ، اوبه وائی په اوڅکئ عذاب په سبب ددی چه تاسو کفرکؤو ﴿۳۰﴾
یقیناً تاوان کښی پریوتل هغه خلق چه دروغژن گنړی پیشی د اللّه تعالٰی ترهغی پوری چه کله راشی دوی ته قیامت ناڅاپه دوی به وائی هائ‌ افسوس دی ځمونږپه کوتاهئ په باره دقیامت کښی اودوی به پورته کوی پیټی دگناهونوخپلوپه شاگانو خپلوباندی- خبردار بد دی هغه چه دوی بوج پورته کوی ﴿۳۱﴾

[۲۸] داتعلق لری د مخکښی آیت سره چه افسوس ددوی دزړه د یقین په وجه نه دی (بَلْ بَدَا لَهُمْ مَا كَانُوا يُخْفُونَ مِنْ قَبْلُ) معنیٰ داده ښکاره شو دوی ته هغه شرک چه پټوودوی مخکښی ددی نه په دی قول (واللّهِ ربناماکنامشرکین) یعنی ښکاره شو په گواهئ د اندامونوسره - بله معنیٰ داده ښکاره شو تابعداروته هغه (حق) چه پټوؤ مشرانو باغیانوددی نه مخکښی داقول دزجاج دی -
[۲۹] دا زورنه ده په انکار دبعث سره ده اوداعلت دی دپاره دکاذبون - هِیَ ضمیرراجع دی حیاة معروفه ته -
[۳۰] روستو دوه آیاتونه ددی سره متعلق دی دپاره داثبات دبعث دی سره دتخویف نه -
[۳۱] (السَّاعَةُ) قیامت ته ځکه وائی چه حساب به په هغی کښی زر کیږی - داهم اثبات دقیامت دی سره دزجر اوتخویف اخروی نه (بَغْتَةً) هغه دی چه وقت مقررئی معلوم نه دی اگرچه علامات ئی معلوم وی (يَا حَسْرَتَنَا) حسرت افسوس کول په فوت شوی څیزپسی اوسخت دردمندکیدل اویاحسرتنا کښی ډیره مبالغه ده په نسبت دانا متحسر (فَرَّطْنَا فِيهَا) ضمیردنیا ته راجع دی نوفِی ظرفیه دی یا راجع دی ساعة ته اوفی شانیه دی (وَهُمْ يَحْمِلُونَ أَوْزَارَهُمْ) هرکله چه دتفریط نسبت دوی گمراهانو مشرانوته کوؤ اووئیل ئی چه گناه زمونږ دهغوی په غاړه دی نواللّه تعالٰی داوهم ددوی رد کړو اودا کنایه ده لزوم دگناهونونه په دوی پوری -