وَإِذَا سَمِعُوا ۲۶۷ الأنعام

انْظُرْ كَيْفَ كَذَبُوا عَلَى أَنْفُسِهِمْ وَضَلَّ عَنْهُمْ مَا كَانُوا يَفْتَرُونَ ﴿۲۴﴾ وَمِنْهُمْ مَنْ يَسْتَمِعُ إِلَيْكَ وَجَعَلْنَا عَلَى قُلُوبِهِمْ أَكِنَّةً أَنْ يَفْقَهُوهُ وَفِي آذَانِهِمْ وَقْرًا وَإِنْ يَرَوْا كُلَّ آيَةٍ لَا يُؤْمِنُوا بِهَا حَتَّى إِذَا جَاءُوكَ يُجَادِلُونَكَ يَقُولُ الَّذِينَ كَفَرُوا إِنْ هَذَا إِلَّا أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ ﴿۲۵﴾ وَهُمْ يَنْهَوْنَ عَنْهُ وَيَنْأَوْنَ عَنْهُ وَإِنْ يُهْلِكُونَ إِلَّا أَنْفُسَهُمْ وَمَا يَشْعُرُونَ ﴿۲۶﴾ وَلَوْ تَرَى إِذْ وُقِفُوا عَلَى النَّارِ فَقَالُوا يَا لَيْتَنَا نُرَدُّ وَلَا نُكَذِّبَ بِآيَاتِ رَبِّنَا وَنَكُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۲۷﴾

اوگوره څنگه دروغ اوئیل دوی په ځانونوخپلوباندی اوروک به شی ددوی نه هغه څه چه دوی دروغ جوړول ﴿۲۴﴾
اوبعضی ددوی نه هغه څوک دی چه غوږکیدی تاته (خونه پوهیږی) ځکه چه پیداکړی دی مونږپه زړونوددوی باندی پردی (دپوهی دقرآن نه) اوپه غوږونو ددوی کښی دروندوالی دی اوکه اوینی دوی هرقسم نښه نوایمان نه راوړی په هغی ترهغی چه کله راشی تاته (نزدی) جگړه کوی تاسره وائی کافران نه دی دا مگرقصی د زړو خلقو ﴿۲۵﴾
اودوی منع کول کوی دهغه نه اولری کیږی دهغه نه اونه هلاکوی دوی مگرځانونه خپل اودوی نه پوهیږی ﴿۲۶﴾
اوکه اوینی ته هغه وخت چه اوبه درولی شی دوی داورپه خوا کښی پس وائی به های افسوس دی واپس کړی شوی مونږه (دنیاته) اودروغژن کړی نه وی مونږ آیاتونه درب خپل اووی مونږمؤمنانونه ﴿۲۷﴾

[۲۴] دروغ قصی دشرک چه دوی دځان نه جوړکړی وی هغه به ددوی نه هیری شی یا هغه معبودان چه دوی دهغوی عبادت کوؤ سیوا د اللّه تعالٰی نه هغه به دوی نه غائب شی -
[۲۵] دآ آیت زورنه ده چه قرآن ته غوږ ږدی په اراده دتکذیب او استهزاء سره په مقصد دهغی (چه توحید دی) نه پوهیږی ځکه چه دضد وجی نه زړونه او غوږونه او سترگی ئی دحق نه بندی دی - اوقرآن بیان کوونکی سره جگړه کوی اوقرآن ته زړی دروغ قصی وائي (وَجَعَلْنَا) اشاره ده چه دابندول دحواسوددوی اللّه تعالٰی کړی دی نوڅوک ئی بدلولی نشی اودی ته جعل تکوینی (تقدیری) وئیلی شی - (وَإِنْ يَرَوْا كُلَّ آيَةٍ) دااشاره ده ړوندوالی ته دحق نه چه دسترگو آفت دی داسی په سورة کهف (۵۷) کښی هم دی (حَتَّى إِذَا) یعنی اول خودلری نه غوږکیدی بیاد عنادد وجی نزدی کیږی دپاره دجنگ کولو (يُجَادِلُونَكَ) مجادل دخولی بحث کول اومناظری کولوته وئیلی شی (أَسَاطِيرُ) جمع د اسطورة ده لیکلی شوی ته وئیلی شی اوس هم دقرآن په باره کښی دمنکرینوخیال دی چه دا دقصوکتاب دی دارنگ بعضی وائی چه ددی دنزول دپاره جداجدا قصی دی نوداپه هغه قصوپوری خاص دی په بل څیزباندی چسپان نه شی کیدلی -
[۲۶] داهم زورنه ده عطف دی په ماقبل باندی ددی یومعنیٰ داده چه دقرآن نه نور خلق منع کوی اوپه خپله لری لری گرځی بله معنیٰ داده چه ددی پیغمبر دتکلیف ورکولو نه خلق منع کوی لیکن په خپله ئی نه منی لکه ابوطالب چه وؤ اودهغه اشعارشربینی او سمعانی وغیره نقل کړی دی -
[۲۷] دا ویره اخروی ده اوذکرد افسوس دی په قرآن اوپه توحید پسی (وَلَوْ تَرَى) جزا پټه ده (ضرور اوبه وینی ناکاره حال ددوی) (عَلَى النَّارِ) په لفظ دعلیٰ کښی اشاره ده چه اودرول ددوی ډیرقریب دی اورته او (يَا لَيْتَنَا نُرَدُّ) په دی کښی تمنا دواپس کبدلو ده دنیا ته اوداپه ډیرو ایاتونوکښی ذکرده سورة الم سجده (۱۲) فاطر(۳۷) سورة مؤمنون (۹۹) (وَلَا نُكَذِّبَ) په زَور دبا سره په تقدیرد ان سره جواب دتمنا دی اوداسی لفظ دنکون هم دی یعنی اذانردفلانکذب (کله چه واپس شو بیانه تکذیب نه کوؤ) -