وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا أَوْ كَذَّبَ بِآيَاتِهِ إِنَّهُ لَا يُفْلِحُ الظَّالِمُونَ ﴿۲۱﴾ وَيَوْمَ نَحْشُرُهُمْ جَمِيعًا ثُمَّ نَقُولُ لِلَّذِينَ أَشْرَكُوا أَيْنَ شُرَكَاؤُكُمُ الَّذِينَ كُنْتُمْ تَزْعُمُونَ ﴿۲۲﴾ ثُمَّ لَمْ تَكُنْ فِتْنَتُهُمْ إِلَّا أَنْ قَالُوا وَاللَّهِ رَبِّنَا مَا كُنَّا مُشْرِكِينَ ﴿۲۳﴾
اوڅوک ډیر لوی ظالم دی؟ دهغه چانه چه جوړوی په اللّه تعالٰی باندی دروغ یا دروغژن گنړی آیاتونه دهغه، یقیناً نشی بچ کیدی ظالمان ﴿۲۱﴾
اوپه هغه ورځ چه جمع به کړو دوی ټولولره بیابه اوایو هغه کسانوته شرک ئی کړی دی څه شول مددگاران ستاسو هغه چه تاسو گمان کؤو (چه دوی سفارشیان دی) ﴿۲۲﴾
بیابه نه وی بهانه ددوی مگرداچه اوبه وائی قسم دی په اللّه تعالٰی چه رب ځمونږ دی نه ؤو مونږ شرک کؤونکی ﴿۲۳﴾
[۲۱] دا زورنه ده شرک کوونکوته اوذکر دسبب دخسران دی (افْتَرَى) په اللّه تعالٰی دروغ جوړوی یعنی نسبت دشرک دجواز اللّه تعالٰی ته کوی یا دعویٰ دنبوت کوی په دروغه سره (أَوْ كَذَّبَ) یعنی آیاتونه دتوحید نه منی دروغژن ئی گنړی یا آیاتونه د قرآن نه منی اودا دواړه ډلی ظالمان دی اوداسی په دی سورت (۱۴۴،۹۳) اونورو سورتونوکښی هم دی -
[۲۲] دا ویره اخروی ده مشرکانوته چه نیکان بندگان ئی د اللّه تعالٰی سره شریک کړی دی په ورځ دقیامت به هغوی ددوی نه غائب وی اودوی به د شرک نه انکار اوکړی (لِلَّذِينَ أَشْرَكُوا) شربینی وئیلی دی دا عام دی هغه چاته چه بندگی ئی دبتانوکړی ده یادعزیر او مسیح یا دتیری او رنړا وغیره (شُرَكَاؤُكُمُ) اضافت ددی وجی نه دی چه تاسو دوی مسمیٰ کړی وؤ په شرکاء سره (تَزْعُمُونَ) زعن اکثرقول او عقیدی باطلی ته وئیلی شی -
[۲۳] (وَاللَّهِ رَبِّنَا مَا كُنَّا مُشْرِكِينَ) اوله معنیٰ داده چه قسم په اللّه تعالٰی چه مونږشرک نه دی کړی (دوی به انکار اوکړی بیابه اللّه تعالٰی خوله ددوی بنده کړی اواندامونه به ئی گواهی ورکړی نوبیابه اقرار کوی) دوهمه معنیٰ داده چه قسم دی مونږچه څه کړی دی هغه شرک نه وؤ هغه خووسیله وه اود بزرگان سره محبت وؤ د اولی معنی تاکید په سورة مؤمن (۷۴) کښی دی او ددوهمی معنیٰ په سورة نحل (۲۸) کښی (فِتْنَتُهُمْ) په معنیٰ دقول او دعذراو دلیل اوسمعانی وئیلی دی جه یوانسان مفتون شی په یومحبوب څیزباندی بیاورته په دی کښی مصیبت اورسی نودی دهغه محبوب نه برائت اوکړی نواوئیلی شی چه نه وه دده فتنه مگر داوه -