قُلْ أَيُّ شَيْءٍ أَكْبَرُ شَهَادَةً قُلِ اللَّهُ شَهِيدٌ بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ وَأُوحِيَ إِلَيَّ هَذَا الْقُرْآنُ لِأُنْذِرَكُمْ بِهِ وَمَنْ بَلَغَ أَئِنَّكُمْ لَتَشْهَدُونَ أَنَّ مَعَ اللَّهِ آلِهَةً أُخْرَى قُلْ لَا أَشْهَدُ قُلْ إِنَّمَا هُوَ إِلَهٌ وَاحِدٌ وَإِنَّنِي بَرِيءٌ مِمَّا تُشْرِكُونَ ﴿۱۹﴾ الَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَعْرِفُونَهُ كَمَا يَعْرِفُونَ أَبْنَاءَهُمُ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنْفُسَهُمْ فَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿۲۰﴾
اوایه: څه شی ډیرلوی دی په گواهئ کښی؟ اوایه اللّه تعالٰی گواه دی په مینځ ځما او ستاسو کښی اووحی کړی شوی ده ماته ددی قرآن دی دپاره چه اویروم تاسو په دی سره اوهغه چالره چه اورسی ورته قرآن، آیا تاسو دامنئ چه د اللّه تعالٰی سره نور دبندگئ لائق شته دی اوایه زه نه منم اوایه یقیناً هغه حق دار دبندگئ یو دی اویقیناً زه ځان پاک ساتم دهغی نه چه تاسو شرک کوئ ﴿۱۹﴾
هغه کسان چه ورکړی دی مونږ دوی ته کتاب پیژنی (صدق) ددی نبی ﷺ (په توحید کښی) لکه چه پیژنی دوی ځامن خپل هغه کسان چه تاوانی کړی دی دوی ځانونه خپل پس دوی ایمان نه لری ﴿۲۰﴾
[۱۹] داهم طریقه دتعلیم ده جواب دسوال دی چه تاسو مونږته په توحید باندی اوپه خپل صداقت باندی هیڅ گواه پیش نه کړو نوجواب اوشو چه لوی گواه په دی خبره اللّه تعالٰی دی اوقرآن ئی ددی دپاره رالیږلی دی (قُلِ اللَّهُ) ددی نه استدلال شوی دی چه دشئ اطلاق په اللّه تعالٰی باندی کیږی لیکن حقه خبره داده چه په نقل کښی (قرآن اوحدیث کښی) دا اطلاق په اللّه تعالٰی باندی صراحة نه دی ثابت صرف منطقی قانون ددی مسئلی دپاره کافی نشی کیدلی (شَهِيدٌ بَيْنِي) شهادت د اللّه تعالٰی به اثبات دتوحید اوپه برائت سره (وَأُوحِيَ إِلَيَّ هَذَا الْقُرْآنُ) اشاره ده چه شهادت د اللّه تعالٰی په قرآن کښی ذکر دی (لِأُنْذِرَكُمْ) فائده دوحی دقرآن دمنکرینودپاره انذار دی ددی وجی نه ئی بشارت ذکر نه کړو (وَمَنْ بَلَغَ) ددی نه معلومه شوه چه محمد رسول اللّٰه ﷺ ترقیامته پوری رسول دی ځکه چه چاته قرآن اورسی نودهغه نذیر دغه نبی ﷺ دی اودا دلیل دی چه په احکامودقرآن سره په وخت دنزول کښی اوروستو موجودیدونکی ټول مخاطب دی اودا دلیل دی په ختم د نبوت سره په محمد ﷺ باندی (أَئِنَّكُمْ لَتَشْهَدُونَ) استفهام دزجردپاره دی - (قُلْ إِنَّمَا هُوَ إِلَهٌ وَاحِدٌ) اوله کلمه کښی توحید دی اوپه دوهمه کښی برائت دشرک نه - اوپه دی آیت کښی نتیجه ده به توحید سره د مخکښی دلیلونو -
[۲۰] روستو د شهادت د اللّه تعالٰی نه شهادت دعلماؤ ذکر کوی نودا دلیل نقلی دی د مخکښی کتاب منونکونه (آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ) دالفظ دصالحینو کتابیانو دپاره استعمالیږی (يَعْرِفُونَهُ) ضمیرراجع دی محمد ﷺ ته سرهٔ دصفاتو دهغه نه یاراجع دی قرآن ته (سمعانی) یا راجع دی هغه څیزته چه نبی ﷺ راوړی دی (ابن کثیر) (الَّذِينَ خَسِرُوا) په (۱۲) کښی منکرین دقیامت مراد وؤ اودلته منکرین درسول اودقرآن مراد دی -