قُلْ إِنِّي أَخَافُ إِنْ عَصَيْتُ رَبِّي عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ ﴿۱۵﴾ مَنْ يُصْرَفْ عَنْهُ يَوْمَئِذٍ فَقَدْ رَحِمَهُ وَذَلِكَ الْفَوْزُ الْمُبِينُ ﴿۱۶﴾ وَإِنْ يَمْسَسْكَ اللَّهُ بِضُرٍّ فَلَا كَاشِفَ لَهُ إِلَّا هُوَ وَإِنْ يَمْسَسْكَ بِخَيْرٍ فَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۱۷﴾ وَهُوَ الْقَاهِرُ فَوْقَ عِبَادِهِ وَهُوَ الْحَكِيمُ الْخَبِيرُ ﴿۱۸﴾
اوایه: یقیناً زه ویریږم که نافرمانی اوکړم دحکم درب خپل دعذاب د ورځی لوی نه ﴿۱۵﴾
هغه څوک چه لری کړی شو دهغه نه عذاب په دی ورځ کښی پس یقیناً رحم اوکړو اللّه تعالٰی په هغه باندی، اودا کامیابی ښکاره ده ﴿۱۶﴾
اوکه اورسوی اللّه تعالٰی تاته څه تکلیف پس نیشته هیڅ لری کؤونکی دهغی سیوا د اللّه تعالٰی نه اوکه اورسوی تاته څه خیر پس هغه په هرڅه باندی قدرت لری ﴿۱۷﴾
او اللّه تعالٰی زورآور دی پورته دی دبندگانوخپلونه اوهغه حکمتونو والادی خبردار دی ﴿۱۸﴾
[۱۵] دی کښی د دریم سوال جواب دی سوال دادی چه په نه منلوڅه نقصان راځی؟ جواب په دریم قل سره دی چه دلوی عذاب ویره ده (عَصَيْتُ رَبِّي) دلته مراد عصیان دی په شرک کولوسره اوخوف دعذاب عظیم دلالت کوی په گناه کبیره کیدلو باندی (يَوْمٍ عَظِيمٍ) نوم دی دنومونو دورځ دقیامت نه -
[۱۶] په دی کښی عظمت دعذاب ته اشاره ده اوپه دی کښی ئی اوفرمائیل چه دهغه عذاب نه بچ کیدل رحم د اللّه دی لکه سورة العمران (۱۸۵) اوسورة مؤمن (۹) کښی دی -
[۱۷] دابل دلیل عقلی دی چه ضرر (مرض، فقر وغیره) لری کوونکی د اللّه تعالٰی نه سیوا بل څوک نیشته اوخیرورکوونکی (صحت، مال نورحاجتونه پوره کوونکی) د اللّه تعالٰی نه سیوابل څوک نیشته اوداښکاره رد دی په هغه باندی چه اولیاء که مړه وی یاژوندوته په امید دنفع او ضررسره د رامدد شه چغی وهی اودا یقیناً شرک او کفردی - په دی آیت کښی رد دشرک فی التصرف دی لکه په سورة یونس (۱۰۷) اوسورة فاطر (۲) کښی دی (يَمْسَسْكَ) مس او ضرنکره دلالت کوی چه اگرچه که ضررقلیل وی یاکثیروی اودمس اسناد ئی اللّه تعالٰی ته کړی دی ځکه عام مشرکان مصیبت دطرف د اللّه تعالٰی نه گنړی- (وَإِنْ يَمْسَسْكَ بِخَيْرٍ) په عبارت کښی تقدیردی یعنی (وان یمسسک بخیر فیقدر علی اتمامه اوان اواراد لغیر فهوعلی کل شیء قدیر فیقدر علی منعه) په سورة یونس کښی اوان یردک بخیر وئیلی دی ځکه چه فعل دمس نه مخکښی اراده د اللّه تعالٰی وی نوپه دی سورت کښی مقصد دلیل دی په رد دشرک فی التصرف نولفظ دمس دتصرف سره مناسب دی اوسورة یونس کښی مقصد اصلاح اوپوخوالی دعقیدی دی اودعقیدی سره دارادی مناسبت دی -
[۱۸] دابل دلیل عقلی دی (الْقَاهِرُ) هغه غالب چه چیری نه مغلوب کیږی اویواځی نظام چلوونکی دا معنیٰ سمعانی ذکر کړی ده اوداسی ددی سورت په (۶۱) کښی شته (فَوْقَ) لفظ دمتشابهاتونه دی ، په دی کښی عقیده دسلف صالحینوداده چه په ظاهر معنیٰ حقیقی باندی به ایمان لرو اوعلم دحقیقت به اللّه تعالٰی سپارو اوتشبیه دمخلوق سره به نه کوو اونه به ددی صفت نه انکار کوؤ - نومراد به داوی چه داسی فوقیت او اوچت والی چه د اللّه تعالٰی دشان سره خائیږی - اودهغه فوقیت دعرش دپاسه دی په سبب دصریح نصوصو سره اوفوقیت د اللّه تعالٰی په دی سورت (۶۱) او نحل (۵۰) کښی ذکر دی -