يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَقْتُلُوا الصَّيْدَ وَأَنْتُمْ حُرُمٌ وَمَنْ قَتَلَهُ مِنْكُمْ مُتَعَمِّدًا فَجَزَاءٌ مِثْلُ مَا قَتَلَ مِنَ النَّعَمِ يَحْكُمُ بِهِ ذَوَا عَدْلٍ مِنْكُمْ هَدْيًا بَالِغَ الْكَعْبَةِ أَوْ كَفَّارَةٌ طَعَامُ مَسَاكِينَ أَوْ عَدْلُ ذَلِكَ صِيَامًا لِيَذُوقَ وَبَالَ أَمْرِهِ عَفَا اللَّهُ عَمَّا سَلَفَ وَمَنْ عَادَ فَيَنْتَقِمُ اللَّهُ مِنْهُ وَاللَّهُ عَزِيزٌ ذُو انْتِقَامٍ ﴿۹۵﴾ أُحِلَّ لَكُمْ صَيْدُ الْبَحْرِ وَطَعَامُهُ مَتَاعًا لَكُمْ وَلِلسَّيَّارَةِ وَحُرِّمَ عَلَيْكُمْ صَيْدُ الْبَرِّ مَا دُمْتُمْ حُرُمًا وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ ﴿۹۶﴾
ای ایمان والو مه وژنئ ښکار اوحال داچه تاسو احرام کښی يئ اوچاچه اوژولو ښکارستاسونه په قصد سره په ده باندی بدله ده په شان دهغه چه ده قتل کړی وی دڅارؤو نه فیصله به کوی په هغی سره دوه انصاف والا ستاسونه هدیه به وی رسیدونکی کعبی ته یابه کفاره وی خوراک د مسکینانو یابرابر ددی روژی وی ددی دپاره چه اوڅکئ سزاد کار خپل، معافی کړی ده اللّه تعالٰی دهغه نه چه مخکی شوی دی اوڅوک چه رااوگرځیدلو (حلال گنړلو دښکارته) پس بدله به واخلی اللّه تعالٰی دهغه نه او اللّه تعالٰی زورآور بدله اخستونکی دی ﴿۹۵﴾
حلال کړی شوی دی تاسولره ښکارکول داوبو او خوراک دهغی فائده ده تاسولره اوقافلی والولره، اوحرام کړی شوی دی په تاسوباندی ښکارکول د اوچی څوپوری چه احرام والايئ او ویریږئ د اللّه تعالٰی نه هغه ذات دی چه هغه ته به جمع کیدی شئ ﴿۹۶﴾
[۹۵] په دی کښی تفصیل دحکم دښکارکولودی په حالت داحرام کښی اودادنیوی عذاب (سزا) دی - (لَا تَقْتُلُوا) دابیان د ابتلاء دی په طریقه دنهی سره اوقتل عام دی که په ذبح کولوسره وی که په مرئ خفه کولوسره وی - اوداعام دی هریو دښکار اوژوندی څیزته، اوددی نه په حدیث دصحیحین کښی پنځه څیزونه مستثنیٰ دی کارغه، ټپوس، لړم، موږک (مږه) حمله کوونکی سپی اومارهم په یوروایت کښی دلړم په ځای ذکردی (وَأَنْتُمْ حُرُمٌ) داعام دی نارینه او زنانوته اوکه په حرم کښی وی اوکه بهروی (مَا قَتَلَ مِنَ النَّعَمِ) مماثلت دوه قسمه دی یومماثلت په شکل او خلقت کښی دی اودوهم مماثلت په قیمت کښی قول دجمهور اهل علم دادی چه دکوموڅیزونو مماثل صوری شته نوهغه به په جزاء کښی لازم وی اوچه مماثل صوری ئی نه وی نوبیا په بدل کښی قیمت ادا کیږی اوقول دامام ابوحنیفه رحمة اللّٰه علیه دادی چه مماثل دقیمت په هرحالت کښی مراد دی اول قول غوره دی ځکه چه دصحابه کرامو نه روایات نقل دی په باره د مماثلت صوری کښی (بَالِغَ الْكَعْبَةِ) مراد د کعبی دحرم دی اوبلوغ نه مراد ذبح کول دی په حرم کښی (أَوْ كَفَّارَةٌ طَعَامُ مَسَاكِينَ) اودا کفاره ده دصید نه دهدی دعدم وجود نه نه ده یعنی قیمت دصید (قتل کړی شوی) باندی به طعام واخلی نو هغه به مسکینانوته ورکړی هرمسکین ته نیم صاع دغنمونه (أَوْ عَدْلُ ذَلِكَ صِيَامًا) یعنی دهرنصف صاع په ځای دِ یوروژه اونیسی (لِيَذُوقَ وَبَالَ أَمْرِهِ) دا علت ددغی جزاء دی یا لفظ د شَرَعَ ذَالِکَ پټ دی، وَبَالَ په اصل کښی دروندوالی او بوج ته وئیلی شی مراد ترینه سزا دجرم ده -
[۹۶] مخکی حکم ذکرشو ابتلاء په حالت داحرام کښی اودهغی سزا اوس دلته ذکرکوی ابتلاء په احرام کښی په تقسیم صید سره (أُحِلَّ لَكُمْ) خطاب دی مسلمانانوته په عامو حالاتوکښی سره دحالت داحرام نه (صَيْدُ الْبَحْرِ) هغه دی چه دهغی ژوند بغیرداوبو نشی کیدلی (وَطَعَامُهُ) فرق دادی چه صید هغه دی چه تازه وی اوطعام هغه دی چه مالگه ورباندی واچوی اوډیروخت پوری ساتلی کیږی (مَتَاعًا لَكُمْ وَلِلسَّيَّارَةِ) اول قسم په حال دحضرکښی اودوهم قسم په حالت دسفرکښی په کارراځی (وَحُرِّمَ عَلَيْكُمْ صَيْدُ الْبَرِّ) ښکارکول او ښکارذبح کول او ښکارخوړل (په دی شرط چه دهغه دپاره ښکارشوی وی یاهغه امرکړی وی) داټول حرام دی -