وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَاحْذَرُوا فَإِنْ تَوَلَّيْتُمْ فَاعْلَمُوا أَنَّمَا عَلَى رَسُولِنَا الْبَلَاغُ الْمُبِينُ ﴿۹۲﴾ لَيْسَ عَلَى الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ جُنَاحٌ فِيمَا طَعِمُوا إِذَا مَا اتَّقَوْا وَآمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ ثُمَّ اتَّقَوْا وَآمَنُوا ثُمَّ اتَّقَوْا وَأَحْسَنُوا وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ ﴿۹۳﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَيَبْلُوَنَّكُمُ اللَّهُ بِشَيْءٍ مِنَ الصَّيْدِ تَنَالُهُ أَيْدِيكُمْ وَرِمَاحُكُمْ لِيَعْلَمَ اللَّهُ مَنْ يَخَافُهُ بِالْغَيْبِ فَمَنِ اعْتَدَى بَعْدَ ذَلِكَ فَلَهُ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۹۴﴾
اوتابعداری کوئ د اللّه تعالٰی او تابعداری کوئ درسول اوبچ شئ دخلاف ددواړونه پس که تاسو مخ اوگرځؤو پس پوهه شئ یقیناً په رسول ځمونږباندی رسول دی ښکاره ﴿۹۲﴾
نیشته په هغه کسانوچه ایمان ئی راوړی دی اوعمل ئی کړی دی په طریقه د نبی ﷺ څه گناه په هغی کښی چه دوی خوړلی دی کله چه ځان بچ کوی دشرک نه اوپوره ایمان لری اوعمل کوی په طریقه د نبی ﷺ بیاځان بچ کوی دحرامونه اوایمان همیشه لری بیاځان بچ کوی د شبهاتونه او ښائسته عمل کوی او اللّه تعالٰی خوښوی ښائسته عمل والا ﴿۹۳﴾
ای ایمان والو: خامخا ازمیښت کوی په تاسو اللّه تعالٰی په څه څیز دښکارنه چه رسی هغی ته لاسونه ستاسو اونیزی ستاسو دی دپاره چه ښکاره کړی اللّه تعالٰی هغه څوک چه ویریږی اللّه تعالٰی نه په حال د نه لیدلوکښی پس چاچه زیاتی اوکړو پس ددی نه پس ده لره عذاب دردناک دی ﴿۹۴﴾
[۹۲] داهم متعلق دی دحکم دخمر او میسرسره اوتاکیددی په دری طریقوسره اول امرپه اطاعت سره دوهم امرپه حذرسره دریم اشاره ده په استحقاق دعذاب اودفع دعذرسره (وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ) مراد ددی نه عام دی په جمیع اوامرو او نواهی کښی اومسئله دخمراومیسرهم دی کښی داخل ده و اطیعوالرسول کښی اشاره ده چه تفصیل دخمر اومیسردپاره احادیث د نبی ﷺ ته رجوع کول ضروری دی (وَاحْذَرُوا) بچ شئ دمخالفت د اللّه تعالٰی او درسول نه - حذرکښی معنیٰ دترک ده دیوڅیزدوجی دویری نه -
[۹۳] په دی آیت کښی جواب دیوسوال دی چه امام بخاری او امام ترمذی ذکرکړی دی یعنی روستو دتحریم دخمر اومیسرنه بعضی صحابو سوال اوکړو چه څه حال دی دهغه صحابو چه شهیدان شول په احد کښی اودهغوی په خیټوکښی شراب او مال دمیسرپروت وو نوپه دی آیت کښی جواب اوشو (تنبیه) په تکرار دتقویٰ کښی ډیر اقوال دی اول قول، اوله تقویٰ دهغه څیزونونه چه حرام وی په وخت داباحت دخمراومیسرکښی دوهمه تقویٰ دریا اوسمعت نه دریمه تقویٰ دنسبت دعملونونه خپل ځان ته په طور دعجب او تکبرسره دوهم قول، اوله تقویٰ دکفراوشرک نه دوهمه دکبائرو گناهونونه دریمه دصغائرو او شبهاتونه - په تکرار دایمان کښی هم اقوال دی، اول قول په اول ایمان کښی اصول دایمان مراد دی اوپه دوهم کښی زیادت دایمان اوپه دریم کښی دوام دایمان ترمرگه پوری دوهم قول اول ایمان توحید دی دوهم ایمان په تحریم دخمراومیسرباندی دی دریم ایمان ثبات او استقامت دی په هغی باندی اوتکرار دعمل صالح دوه قسمونوته اشاره ده اول فرائض واجبات اودوهم سنن او مستحبات -
[۹۴] هرکله چه (۸۷) کښی ئی هغه څیزونه ذکر کړل چه همیشه حلال دی اوپه (۹۰) کښی هغه ذکرکړل چه روستو دتحریم نه همیشه حرام وی نواوس هغه څیزونه ذکرکوی چه دخاص مکان یا حالت دوجی نه حرام وی اوبل ځای او وخت کښی حلال وی اودهغی نه تعبیرکیدی شی په تحریمات الٰهیه سره (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَيَبْلُوَنَّكُمُ اللَّهُ) ټول احکام الٰهیه چه انسانان هغی سره مکلف وی نوهغی ته ابتلاء وئیلی شی بیا چه دعصیان سبب قریب موجود شی اوپه طاعت کولوکښی مشقت وی نودا ابتلاء سخته ده - نودلته هم روستو لفظ د تَنَالُهُ کښی چه ښکارکول آسان دی لیکن اللّه تعالٰی حرام کړی دی او دا ابتلاء دښکار په شان دابتلاء د بنی اسرائیلو ده لیکن هغوی به ابتلاء کښی ناکام شول اودا امت په دی ابتلاء کښی کامیاب دی الاّ ماشاءاللّه - اودلته خطاب دی دهغه مؤمنانوته چه په حرم کښی وی یاپه احرام کښی وی - (بِشَيْءٍ مِنَ الصَّيْدِ) خازن او زمحشری وئیلی دی چه په دی کښی اشاره ده چه داابتلاء لږه او آسانه ده په نسبت دنورو عظیم فتنونه چه په هغی کښی اکثر خپی خوئیږی (تَنَالُهُ أَيْدِيكُمْ) یعنی واړه بچی او هگئ اوهغه چه رفتارئی کمزوری وی نوانسان ئی په لاسونوسره نیولی شی اوایدیکم کښی داخل دی جالونه اچول او دامونه خخول (وَرِمَاحُكُمْ) یعنی لوی څاروی دښکار چه تیخته کولی شی اوبدن ئی هم غټ وی نوبغیر دنیزی نه نه راټینگیږی (لِيَعْلَمَ اللَّهُ) داعلت غائي دابتلاء دی اومراد دیعلم نه اظهار او تمیزدی په علم دخلقو کښی اگرچه اللّه تعالٰی ته دمخکی نه معلوم دی (مَنْ يَخَافُهُ بِالْغَيْبِ) داخوف ایمانی دی چه دوجی دویری دغضب او عذاب د اللّه تعالٰی نه دحرام صید نه ځان ساتی (فَمَنِ اعْتَدَى) مراد ددی نه ښکارکول دی په حالت داحرام یا حرم کښی -