وَإِذَا سَمِعُوا ۲۴۵ المائدة

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالْأَنْصَابُ وَالْأَزْلَامُ رِجْسٌ مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ﴿۹۰﴾ إِنَّمَا يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَنْ يُوقِعَ بَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاءَ فِي الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ وَيَصُدَّكُمْ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ وَعَنِ الصَّلَاةِ فَهَلْ أَنْتُمْ مُنْتَهُونَ ﴿۹۱﴾

ای ایمان والو: یقیناً شراب او جواری اوبندگی ددرگاهونو، اوقسمت معلومول په غشوسره پلیتی ده، د عمل دشیطان نه دی پس ډډه ترینه اوکړئ دپاره ددی چه کامیاب شئ ﴿۹۰﴾
یقیناً اراده لری شیطان چه واچوی په مینځ ستاسو کښی دشمنی اوکینه په څکلودشرابو او کولو دجوارئ کښی اومنع کړی تاسو دذکر د اللّه تعالٰی نه اودمانځه نه - پس آیا تاسومنع کیدونکی يئ؟ ﴿۹۱﴾

[۹۰] ربط دمخکی سره دادی چه هرکله ئی اوفرمایل (لَا تُحَرِّمُوا طَيِّبَاتِ مَا أَحَلَّ اللَّهُ لَكُمْ) نوخمراومیسرهم بعضو خلقو په نیزطیبات وؤ نورد کوی په هغوی باندی چه داطیبات نه دی (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا) قرطبی وئیلی دی چه دجاهلیت په خلقو کښی داعادت وؤ نوروستو دایمان نه هم بعضی اثار ددی په بعضی مؤمنانوکښی پاتی وؤ دی وجی نه خطاب ئی په صفت دایمان سره اوکړو یعنی صفت دایمان ددی عاداتوسره منافی دی (إِنَّمَا الْخَمْرُ) سورة بقره (۲۱۹) کښی ددی تفسیرتیرشوی دی اوپه مسند احمد کښی ذکر دی چه تحریم خمر (شرابو) په تدریج سره دری مرحلوکښی راغلی دی اول په سورة بقره (۲۱۹) کښی نوبعضو صحابو پری خودل اوبعضو به استعمال کوؤ نوبیا په سورة نساء‌ (۴۳) کښی اوئیلی شول چه په وخت دمونځ کولو کښی منع دی نوبیا بغیردوخت دمونځ نه بعضی کسانو څکل نوبیا داآیت نازل شو نوټول صحابه منع شول - اوخمرهرهغه څیزدی چه عقل پټوی اوحدیث مسند احمد کښی دی چه ددی خرڅول او ددی قیمت اخستل هم حرام دی (وَالْمَيْسِرُ ) هرقسم جواری کول هرکله چه په جوارئ سره مال په آسانه طریقه حاصلیږی ددی وجی نه هغی نوم میسرکیخودلی شوی دی اوقرطبی وئیلی دی چه واړه هلکان چه په اکوړو (بلورو) وغیره سره لوبی کوی اودیوبل نه ئی گټه کوی داهم په میسرکښی داخل دی (وَالْأَنْصَابُ) جمع د نُصُب یا نَصْبٌ ده په اصل کښی په معنیٰ دمفعول سره دی یعنی منصوب (اودرولی شوی مقررکړی شوی) اوپه اصطلاح شرعی کښی هرهغه څیز چه خلق ئی مقررکړی اوبندگی (سجدی، طوافونه، ذبح اوزنذرونه وغیره) دهغی کوی (وَالْأَزْلَامُ) ددی سورة په ابتداء کښی تفصیل داستقسام بالازلام ذکر کړی شوی دی (رِجْسٌ) په لغت کښی هرخبیث ته وئیلی شی چه هغه بد گنړلی کیږی په عقل اوپه شرع کښی اواطلاق ددی لفظ اکثرپه هغه ځای کښی کیږی چه پلیتی په کښی پټه وی عام خلق ورباندی نه پوهیږی ددی وجی نه منافقانوته رجس په سورة توبه ۹۵ کښی وئیلی شوی دی اونجس هغه څیزته وئیلی شی چه ظاهراً باطناً پلیت وی لکه مشرکان په سورة توبه (۲۸) کښی (مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ) یعنی شیطان انسی او جنی داکارونه کوی یائی خلقو ته ښائسته کوی په وسوسوسره (فَاجْتَنِبُوهُ) ضمیرټولوته راجع دی په تاویل دمذکورسره یارجس ته راجع دی -
[۹۱] په دی کښی هم تاکید دحرمت دخمر اومیسرذکرکوی چه دا سبب دفساد دنیوی او دینی دی (الْعَدَاوَةَ) کنځل او وهل او قتال کول هرکله چه په خمروکښی په نشه کیدلوسره فحش خبری کیږی نوهغه سبب شی ددشمنئ اوپه میسرکښی په مال بایللو سره بلکه بعض خلق په جوارئ کښی خپل اهل او اولاد هم گانړه کوی دبل چاسره اودبل چاپه لاس کښی چه هغوی گوری نوسبب ددشمنئ اوگرځی - (وَالْبَغْضَاءَ) بعض پټی کینی اوحسد ته وئیلی شی اوبغض سبب گرځی دقطع تعلق اوداسبب دفساد دژوند دی (وَيَصُدَّكُمْ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ) په دی جملی سره فساد دینی خمراومیسرذکرکوی ځکه چه خمرسره سرور دنفس او استغراق په لذّت جسمانی کښی حاصل شی نودذکرالٰهی نه غافل شی اوپه میسرکښی گټه اوکړی نوزړه کښی ئی غرورپیدا شی اوکه مغلوب شی نوبیا حیلی جوړوی دگټی دمال دپاره (فَهَلْ أَنْتُمْ مُنْتَهُونَ) مراد ددی نه امرکول دی په منع سره په طریقه دمبالغی سره ددی وجی نه دعمررضی اللّه عنه نه نقل دی په روایت دابوداؤد سره چه هغه ددی جملی سره اوئیل انتهینا (منع شومونږ) -