وَإِذَا سَمِعُوا ۲۴۴ المائدة

وَكُلُوا مِمَّا رَزَقَكُمُ اللَّهُ حَلَالًا طَيِّبًا وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي أَنْتُمْ بِهِ مُؤْمِنُونَ ﴿۸۸﴾ لَا يُؤَاخِذُكُمُ اللَّهُ بِاللَّغْوِ فِي أَيْمَانِكُمْ وَلَكِنْ يُؤَاخِذُكُمْ بِمَا عَقَّدْتُمُ الْأَيْمَانَ فَكَفَّارَتُهُ إِطْعَامُ عَشَرَةِ مَسَاكِينَ مِنْ أَوْسَطِ مَا تُطْعِمُونَ أَهْلِيكُمْ أَوْ كِسْوَتُهُمْ أَوْ تَحْرِيرُ رَقَبَةٍ فَمَنْ لَمْ يَجِدْ فَصِيَامُ ثَلَاثَةِ أَيَّامٍ ذَلِكَ كَفَّارَةُ أَيْمَانِكُمْ إِذَا حَلَفْتُمْ وَاحْفَظُوا أَيْمَانَكُمْ كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿۸۹﴾

اوخورئ دهغه نه چه درکړی دی تاسوته اللّه تعالٰی حلال مزی والا اوویره کوی د اللّه تعالٰی نه چه تاسوپه هغی باندی ایمان لرئ ﴿۸۸﴾
نه نیسی اللّه تعالٰی تاسو په بی ارادی د قسمونو ستاسوکښی اولیکن نیسی تاسولره په هغی سره چه تړلی وی تاسوقسمونه پس کفاره دهغی خوراک ورکول دی لس مسکینانوته ددرمیانه هغه خوراک نه چه خوروئ ئی تاسو خپل کوروالاؤته یاجامی دهغوی یاآزادول دمرئی دی ، پس څوک چه نه مومی په ده باندی روژی دی دری ورځی (پرله پسی) داکفاره دقسمونو ستاسوده کله چه قسمونه اوکړئ، اوبچ ساتئ قسمونه خپل دغسی بیانوی اللّه تعالٰی تاسوته احکام خپل ددی دپاره چه شکراوکړئ ﴿۸۹﴾

[۸۸] په دی کښی تاکید دی د لاتحرموا اوذکر دشرطونودخورا ک دی چه حلال اوطیب به وی اومراد کلوا نه فائده اخستل دحلالونه په خوراک څښکاک، لباس او سورلئ کولووغیره اوخوراک چونکه لوی مقصد دی ددی وجی نه هغه ئی خاص کړو په ذکرسره (حَلَالًا طَيِّبًا) حلال خوهغه دی چه دلیل شرعی دحرمت دهغه دپاره نه وی اوطیبا هغه دی چه دشبهی نه هم پاک وی - ابن مبارک نه نقل دی چه حلال هغه دی چه په طریقه شرعی سره حاصل شی اوطیب هغه دی چه په هغی کښی عذائيت او ترقی دبدن وی - اومضردصحت نه وی -
[۸۹] ربط دآیت دادی چه قرطبی اوسمعانی روایت کړی دی چه کوم صحابه کرامو درهبانیت اراده کړی وه نوهغوی ورسره قسم کړی وؤ نوهرکله چه نازل شو مخکی آیت چه (لَا تُحَرِّمُوا طَيِّبَاتِ مَا أَحَلَّ اللَّهُ لَكُمْ) نوهغوی تپوس اوکړو چه مونږچه قسم کړی دی نودهغی به څه حکم وی نوداآیت نازل شو (لَا يُؤَاخِذُكُمُ اللَّهُ) داسی په سورة بقره (۲۲) کښی تیرشوی دی ، مواحذه دوه قسمه ده اول دنیوی یعنی کفاره دقسم دوهم اخروی یعنی عذاب الٰهی دلته نفی ددواړو قسمونو مراد ده (بِاللَّغْوِ فِي أَيْمَانِكُمْ) لغو په اصل کښی هغه څیزدی چه په بی پرواهی سره اوغورځولی شی اولغو دوه قسمه ده اول داچه الفاظ دقسم د خولی نه بغیر دارادی نه دعادت دوجی نه اوځی لکه بعضی خلق دعادت دوجی نه وائي قسم می دی ، واللّه، باللّه - دوهم قسم چه په تیرشوی کارکولو یا نه کولو باندی په طوردانکارسره قسم اوکړی دهغی کول یانه کول دده نه هیروی اول قول دامام شافعی رحمة اللّٰه علیه دی اودوهم قول دامام ابوحنیفه رحمة اللّٰه علیه او امام احمد رحمة اللّٰه علیه دی راجح داده چه دا دواړه یمین لغو کښی داخل دی (بِمَا عَقَّدْتُمُ الْأَيْمَانَ) عقد په اصل کښی تړلو ته وئیلی شی نوپه دی سره هغه قسم مراد دی چه کول یا نه کول دراتلونکی وخت سره اوتړلی شی او دی ته یمین منعقد وئیلی شی په دی کښی په وخت دحانث کیدلوکښی کفاره واجب کړه بالاتفاق یعنی (بِنَکثِ ماعقدتم یا اذاحنثتم) - (فَكَفَّارَتُهُ) داتفصیل د یؤاخذکم دی اودی ته کفاره وئیلی شی ځکه چه په دی سره گناه ماتول پټ شی اومعاف شی (إِطْعَامُ عَشَرَةِ مَسَاكِينَ) داطعام په تحدید کښی اختلاف داهل علمو دی دعلی رضی اللّه عنه روایت دی چه دوه وخته به خوراک ورکوی (غرمه اوماښام) دحسن بصری نقل دی چه یووخت خوراک چه ډوډئ او غوښه وی پوره دی داکثراهل علمونه نقل دی چه دغنمونه نیم صاع (چه تقریباً دوه کیلووی) یا دهغی قیمت دِ ورکړی که په هریوباندی عمل اوکړی نوجائزدی (أَوْ كِسْوَتُهُمْ) په آیت کښی ددی حد هم نه دی ذکرشوی نوامام شافعی رحمة اللّٰه علیه فرمائی چه کوم ته جامه وئیلی شی قمیص اوږد اوپرتوگ یا لنگ یا پگړئ دِ ورکړی اوامام مالک رحمة اللّٰه علیه او امام احمد وائی هغه جامه چه په هغی کښی مونځ کول صحیح وی دسړی یا دښځی مناسب، مذهب حنفی کښی دی چه جوړه جامه چه په عرف کښی څنگه استعمالیږی اوداپه ملکیت ورکوی (أَوْ تَحْرِيرُ رَقَبَةٍ) دڅټ نه مراد ټول ذات دانسان دی که مرئی وی اوکه وینځه وی اوداحنافو په نیزعام دی که مؤمن وی اوکه کافروی اودنورو ائموپه نیزمؤمن کیدل شرط دی - (فَصِيَامُ ثَلَاثَةِ أَيَّامٍ) په اطعام کښی صرف اشاره ده چه په ځان باندی لس ورځی خوراک کم کړی اوپه دی کښی تصریح ده چه دری ورځی دِ ځان بالکل اوږی کړی نوپه اول کښی لس انتهاء د جمع دقلت اوابتدا د جمع دکثرت شوه اوپه روژه کښی ادنیٰ دجمع دقلت ذکرکړه یعنی داجمع دقلت دعدد دجمع کثرت داطعام سره برابرده اوپه دی دری ورځوکښی تتابع (پرله پسی والی) شرط دی په نیزداحنافوباندی په سبب دقراءة دابی بن کعب رضی اللّه عنه اوابن مسعود رضی اللّه عنه سره، اودنورو ائموپه نیزتتابع شرط نه دی صرف سنت دی (ذَلِكَ كَفَّارَةُ أَيْمَانِكُمْ إِذَا حَلَفْتُمْ) او ددی سره حنث مراد دی لیکن حلف اصل سبب دی دکفاری ددی وجی نه دهغی ذکرئی اوکړو نودادلیل دی چه مخکی کول دکفاری په قسم کولوباندی جائز نه ده (وَاحْفَظُوا أَيْمَانَكُمْ) اوله توجیه داچه ځان بچ کړئ دډیروقسمونوکولونه (خازن) دوهمه داچه روستو دحنث نه تادی اوکړئ‌ په کفاره ورکولوکښی (قرطبی) -