وَإِذَا سَمِعُوا ۲۴۳ المائدة

فَأَثَابَهُمُ اللَّهُ بِمَا قَالُوا جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَذَلِكَ جَزَاءُ الْمُحْسِنِينَ ﴿۸۵﴾ وَالَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِآيَاتِنَا أُولَئِكَ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ ﴿۸۶﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُحَرِّمُوا طَيِّبَاتِ مَا أَحَلَّ اللَّهُ لَكُمْ وَلَا تَعْتَدُوا إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ ﴿۸۷﴾

پس بدل ورکړه دوی له اللّه تعالٰی په بدله دوینا ددوی جنتونه چه بهیږی لاندی دهغی نه ولی همیشه به وی دوی په هغی کښی اودابدله د ښائیسته عمل کؤونکو ده ﴿۸۵﴾
اوهغه کسان چه کفرئی کړی دی اودروغژن گنړی آیاتونه ځمونږ دغه کسان دوزخیان دی ﴿۸۶﴾
ای ایمان والو: حرام مه گنړئ مزیدار هغه څیزونه چه حلال کړی دی اللّه تعالٰی تاسولره اوزیاتی مه کوئ دحدنه، یقیناً اللّه تعالٰی مینه نه کوی دزیاتی کؤونکوسره ﴿۸۷﴾

[۸۵] دابشارت اخرویه دی (بِمَا قَالُوا) (سوال) ددی نه معلومه شوه چه صرف په اقرار سره جنت حاصلیږی اودامذهب د کرامیه ډلی دی چه صرف اقرار ته ایمان وائي؟ (جواب) خازن او رازی وئیلی دی چه مخکښی ددوی اخلاص ذکرشو په دوه صفاتوسره اول ژړا اودوهم معرفت دحق چه دا دلالت کوی په پوره تصدیق دزړه باندی نوروستو ورپسی قول ئی ذکر کړو اوموصوف ئی کړل په محسنین سره بل داچه نیشاپوری وئیلی دی چه دلته قول په معنیٰ داعتقاد دی اوډیرځایونو کښی قول نه مراد عقیده وی -
[۸۶] داتخویف اخروی دی هغه کسانوته چه دمخکی صفاتو خلاف صفات لری
[۸۷] ددی ځای نه دوهم باب دی ددی حصی نه ترآخردسورت پوری - (ربط) هرکله چه مخکی مدح دقسیسین او رهبان ذکرشوه نواعتراض راغی چه په هغوی کښی درهبانیت دوجی نه تحریم دطیباتو هم دی حاصل جواب دادی چه دهغی نه ځان ساتئ ( لَا تُحَرِّمُوا طَيِّبَاتِ مَا أَحَلَّ اللَّهُ لَكُمْ ) تحریم دغیراللّه کښی څلورقسمونه دی اول داچه دانکاردوجی نه حرام د اللّه تعالٰی حلال اوگنړی اوحلال ئی حرام اوگنړی دوهم دوجی داعتقاد اودخوف شرکی نه یعنی چه یو حلال څیز (چه نسبت ئی یومعبود ته کړی شوی) نوپه ځان باندی حرام اوگنړی په دی عقیده چه داحلال کړم نودامعبود ماته ضرر اورسوی لکه بحیره سائبه وغیره دریم په نصوصو شرعیوکښی څه څیزحلال وی لیکن څه علماء سوء‌ په تقلید سره (بی دلیله) هغه حرام گرخولی وی - نودا نهی دلاتحرموا دی ټولو قسمونوته شامل ده - لاتحرموا دادی چه عقیده دهغی دحرمت مه لرئ اوپه ژبه باندی دهغی دحرمت بیان مه کوئ اوپه عملی طورباندی دهغی نه داسی ځان مه ساتئ‌ لکه چه دحرامونه ځان ساتل په کار دی -